ولایتی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي، جان آقا صادقي او عصمت الله وردک، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده او د نوموړي اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو، د معدن او صنایعو اتاق مشرتابه، یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو د پنج شنبه په ورځ د سلواغې په ۳۰مه د امیر محمد اسماعیل خان سره د لیدنې په ترڅ کې اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې.
دوی وویل چې سوداګر او پانګه اچوونکي د ډیرو امنیتي ستونزو سره سره بیا هم په هېواد کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت پانګه اچونې کوي او ډیر زیات شمیر خلکو ته يې د کار زمینه برابره کړی ده، خو سره له دی بیا هم حکومت ددوی دی سرخندنې ته هیڅ ډول ارزښت نه ورکوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي اسلام قلعه ګمرک کې د شته اداري فساد یادولو تر څنګ وویل چې ددی اورلګېدنې اصلي لامل د نورم او استندرد ملي ادارې غیر معیاري نمونه ګیرې ده.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې د اورلګېدنې په وخت کې یو حکومتي پلاوې هم د ګمرک په داخل کې موجود و؛ د ګمرک دروازې يې بندې کړی چې د اور د زیاتیدو لامل شو.
الحاج امیر محمد اسماعیل خان وویل "که چیرې په هر بل هېواد کې داسې یوه پیښه رامنځته شي، نو د هغه هېواد جمهور رئیس پخپله د زیانمنو سره د نزدی نه خواخوږې کوي خو په افغانستان کې داسې نه کیږي او دا چې اوس ددی وخت رارسیدلې چې په ټولیز ډول فعالیت وکړو."
نوموړي د حکومت څخه د هېواد د ګمرکونو لپاره د اور ضد توکو اخيستلو غوښتنه وکړه.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د مختلفو ټولګیو استازیو د اوسني حالت په اړه خپلې اندیښنې څرګندې او د حکومت څخه يې د سوداګریزو توکو لیږدوونکو وسایطو د بیا روانیدو، د اسلام قلعه بندر کې وروستۍ اور لګیدنې او د صرافۍ په برخه کې د شتو ستونزو د له منځه وړلو په برخه د لازمو او ګړندیو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده سره یو ځای د چهارشنبه په ورځ د هرات ولایتي اتاق د اجرائیه څانګې کارکوونکو سره ولیدل.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده د ښاغلي هاشمي ورتګ هرات ته یو نیک ګام وباله او د مرکزي اتاق د اجرائیه څانګې د فعالیتونو ستاینه يې وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کوي چې خپلې ورسپارل شوې دندې په سم ډول ترسره او د مرکزي اتاق خوښي خپله کړي.
وروسته بیا د هرات ولایتي اتاق ټولو کارکوونکو په جلا ډول د خپلو کارونو او ددوی په لاره کې د شتو ستونزو او ننګونو یادونه وکړه.
په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي د هرات ولایتي اتاق کارکوونکو د هڅو ستایلو تر څنګ زیاته کړه چې دوی ته هره هغه طرحه او وړاندیز د منلو وړ دی چې د اداري کارونو د لاښه والي سبب ګرځي.
د سلواغې په ۱۹مه د یکشنبه په ورځ د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو له وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګرو او پانګه اچوونکو په ستونزو باندی خبرې وکړی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د سوداګرۍ او صنعت وزیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د هیواد په لویو لارو کې د سوداګرو څخه اضافي مالیو اخیستنه وغندله او زیاته يې کړه چې همدا ستونزه د هرات – قندهار لوې لارې د بندیدو سبب شوی ده.
د هرات اتاق مشرتابه اوږدمهاله مالیاتي څیړنې د سوداګرو لپاره یو سرخوږی وباله او زیاته يې کړه چې په دی وروستیو کې د څیړنیز مرکز جوړیدل هم سوداګرو ته یو شمیر ستونزې رامنځته کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په هرات ولایت کې د سوداګریزو برنډونو د راجستر په برخه کې باید لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي تر څو د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ سوداګر وکولی شي خپل سوداګریز برنډونه ثبت کړي.
سوداګرو او پانګه اچوونکو هم خپلې ستونزې څرکندې او زیاته يې کړه چې د صادراتي توکو او کارګو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره دی د یو ښه میکانیزم څخه کار واخستل شي.
ښاغلي غوریاني وویل "موږ د کار د پیل څخه تر دی مهاله تل هڅه کړی چې د سوداګرو او پانګه اچوونکو شتو ستونزو ته د پای ټکې کیږدو او لازمې آسانتیاوې رامنځته کړو. موږ د سوداګرۍ د جواز پروسه سریع کړی او غوښتونکي کولی شي بی له کوم ځنډ او خنډ څخه د کار او سوداګرۍ جواز ترلاسه کړي. هره هغه ستونزه او فکتور چې د سوداګرۍ په مخ کې خنډ ګرځي موږ به یې له منځه ویسو."
د کندز د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي عبدالمتین یوسفزي، د نوموړي اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي سید جلال عثماني، د کندز د صرافانو رئیس ښاغلي ضیاءالحق ضیايي او ددی ولایت یو تن سوداګر حاجي حیرت فاریابي هم د یادو ستونزو په اړه د خبرو کولو تر څنګ د حکومت څخه وغوښتل چې یادې ستونزې له منځه ویسي او د هېواد په امنیتي او اقتصادي وضعیت کې د مثبتو بدلونونو راوستلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.