د یادونې وړده چې، ملي سوداګرو هر یو حبیب ګلزار، همایون خواجه زاده، میرویس کټوازي، حاجي عبیدالله، حاجي ظاهر، محمد یوسف مهمند، د کندهار سوداگرو او د خصوصي سکتور غړیو خپلې مرستندویه کڅوړې د ارغنداب ولسوالۍ زیانمنو سره د لاسنیوي په موخه لیږلي دي.
اتاق تجارت و سرمایه گذاری افغانستان
آواز رسای سکتور خصوصی
د یادونې وړده چې، ملي سوداګرو هر یو حبیب ګلزار، همایون خواجه زاده، میرویس کټوازي، حاجي عبیدالله، حاجي ظاهر، محمد یوسف مهمند، د کندهار سوداگرو او د خصوصي سکتور غړیو خپلې مرستندویه کڅوړې د ارغنداب ولسوالۍ زیانمنو سره د لاسنیوي په موخه لیږلي دي.
ښاغلي مهمند وویل "دولت مخکې له دی چې د درملو د انحصاري کولو طرحه په خپل سر عملي کړي، باید د هېواد خصوصي سکتور په ځانګړی توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره يې شریکه کړې وه."
د هرات ښار په کمرکلاغ سیمه کې د اوبلن ګاز واردوونکو شرکتونو ودانیو کې، د شنبه په ورځ ۷:۳۰ بجې د اورلګیدنې له امله، خصوصي سکتور ته ډیر مالي زیانونه واوښتل.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه غړو، په داسې حال کې چې پیښې ته ورغلي او د اور لګیدنې د لاملونو په اړه یې څیړنه کوله، د زیان کچه یې هم له نږدې و څارله.
دوی وايي: "دا ډول پیښې په سوداګرو او د هیواد په خصوصي سکتور باندې ډیرې منفي اغیزې لري، او تر دې دمه لا د اسلام قلعه بندر پیښې ناوړه اغیز راکم شوی نه دی چې دا زړه بوګنوونکي پیښه رامنځته شوه."
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د اور وژنې د مخنیوي لپاره د دغه ولایت د اور وژنې ډیپارټمنټ د هڅو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دوی زړورتیا د اور د خپریدو مخه نیولې ده.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هرات پوهنتون په همکارۍ د سوداګریزو تړونونو د بنسټونو تر عنوان لاندی یو ورکشاپ د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، د زراعتي او مالداري محصولاتو اتاق، یو شمیر سوداګرو او د خصوصي سکتور غړیو په ګډون په لاره واچوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هرات ولایتي اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي جان آقا صادقي وویل چې د ډول پروګرامونه خورا ښې اغیزې لري او کولی شي چې د مالي زیانونو مخه ونیسي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه آمر ښاغلي محمد رفیع رحماني میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال د دې برنامې پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په اوسني وضعیت کې د سوداګريز تړون لاسلیک کول سوداګرۍ او سوداګرو ته یوه بېړنۍ اړتیا ده او پانګه اچوونکي باید د تړون له بنسټیزو موضوعاتو مالومات ولري.
د هرات پوهنتون استاد ښاغلي حفیظ الله صدیقي وویل: "کله چې حقوقي قواعد د سوداګریزو او اقتصادي قواعدو سره یو ځای پلي شي او د دواړو ترمینځ اړیکې رامینځته شي نو د سوداګریز تړون کولو پر مهال سوداګر ته لږ زیان رسیږي یا د ټول زیان مخه نیول کیږي.
د هرات پوهنتون استاد ښاغلي عبدالصبور متین وویل "ّپه حقوقي مشورو ولاړ تړون د پانګې د بیرته راستنیدو، د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتوالي او ثبات سبب ګرځي."
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د موټر چلونکو اتحادیې یو شمیر مسؤلینو، د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني او د پارلمان یو شمیر غړو د جمهوري ریاست د د فتر له عمومي رئیس ښاغلي شاکر کارګر سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګرو او پانګه والو د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد لطیف قناویزیان د هرات بندرونو کې د سوداګرو ستونزو په اړه د تفصیلي خبرو وروسته زیاته کړه " که څه هم ملیونونه ډالر ملي شتمني د اسلام قلعه بندر وسوځیده خو ستونزې لاهم د پخوا په شان دي او هیڅ بدلون پکې نه دی راغلی."
د هرات ولایتي اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي احمد سعید صدیقي وویل " د ډیرو کلونو راهیسي د اسلام قلعه بندر د زیربناو جوړولو لپاره ډیری پیسې ورکړل شوي مګر تر دې دمه کوم اقدام نه دی شوی او دا مسله باید په جدي توګه تعقیب شي."
وروسته بیا د صنعت او کانونو اتاق چارواکو په صنعتي ښارګوټي کې د صنعتکارانو ستونزو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د دوی خبرې د ګډونوالو د پام وړ وګرځیدې.
د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي غوریاني وویل " د خصوصي سکتور ستونزې مو ګام په ګام تعقیب کړي او ولسمشر ته مو وړاندې کړي. او بله دا چې په افغانستان کې د پانګونې یو هراړخیز پلان ته اړتیا ده چې پکې د دولت څخه د پانګوالو غوښتنه هم شامله وي."
د لیدنې په پای کې د جمهور رئیس د دفتر عمومي رئیس ښاغلي شاکر کارګر وویل چې هغه به دا ټولې ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړي او زیاته یې کړه چې حکومت مکلف دی چې د سلام قلعه بندر د اور وژنې قربانیان معاوضه کړي.