د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د آقینې بندر ګمرک رئیس ښاغلي موسی کلیم مجاهد زاده، د نورم او سټنډرډ ادارې رئیس ښاغلي محمد عارف عرفان او د آقینې اور ګاډي پټلۍ رئیس ښاغلي شمس الله نظامي يې ملتیا کوله د آقینې بندر له ګمرک او اور ګاډي پټلۍ څخه لیدنه وکړه او په ترڅ کې يې د اندخوی او آقینې بندر له سوداګرو او واردوونکو هر یو ښاغلي یولبرز عطايي چې د شبرغان اتاق مدیره پلاوي رئیس دی او د اندخوی ولسوالۍ اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي عبدالمجید نیازي سره لیدنه ترسره کړه.
د اتاق د مشرتابه پلاوي غړیو د سوداګرو او واردوونکو ستونزو اوریدو وروسته، د آقینې بندر او اورګاډي پټلۍ په بنسټیزو ننګونو او ستونزو خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عبدالمجید نیازي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال او ورسره ملګري ټیم ته ښه راغلاست ووایه او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د بی سارو هڅو څخه یې مننه وکړه. ښاغلي نیازي د هېواد په شمالي سیمو کې د سوداګرو د عمده ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یاد اتاق له مشرتابه او اړوندو ادارو څخه یې د لازمې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي یولبرز عطايي د هېواد په شمال کې د خصوصي سکتور د غړو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو په اړه معلومات وړاندی او وویل: د ترکمنستان  لخوا افغان سوداګرو ته ویزو نه ورکول، افغان موټر چلوونکو ته د محصولاتو د لېږد لپاره ترکمنستان ته د ننوتو اجازه نه ورکول، د اقينې په بندر کې د کافي اسانتياوو نشتوالى او پر ځينو توکو د ګمرکي محصول لوړېدل هغه ستونزې دي، چې د هېواد سوداګر ورسره مخ دي. نوموړي د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي له لومړي مرستیال څخه وغوښتل، چې د پورته یادو ستونزو حل برخه کې لکه د پخوا په څیر همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د آقینې بندر د سوداګرو د ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د آقینې بندر یې د جغرافيايي موقعیت له مخی د ډیرو اقتصادي ګټو لرونکی وباله او زیاته يې کړه چې سوداګر د یاد بندر له لارې، کولی شي خپل توکي او محصولات په لنډ وخت کې او په ټیټه بیه وارد او صادر کړي.

ښاغلي مهمند د آقینې بندر اوسنۍ ستونزې د حل وړ وبللې او ډاډ يې ورکړ چې د شته ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې به د عملي ګامونو د پورته کولو او د حل په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي او د دې سيمې له سوداګرو څخه يې وغوښتل چې له دولت سره په هره برخه کې همکاري وکړي او د وطن په جوړولو کې لاسونه سره ورکړي. نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې د شبرغان د کلفت د بندر د بیا فعالولو په اړه به موضوع له اړوندو دولتي ادارو سره شریکه کړي، څو له دغه بندر څخه د استفادې لپاره اساسي ګامونه پورته کړی شي.

په دې کتنه کې د فارياب ولايت د آقينې او اندخوى د يو شمېر مخورو سوداګرو د ويناو تر څنګ، د اقينې بندر د ګمرک رئیس، د اقينې د اورګاډي د پټلۍ رئیس او د دغه بندر د نورم او سټنډرډ رياست رئیس هم خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د اقينې په بندر کې نورې اسانتياوې هم رامنځته شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند پکتیا او خوست ولایتونو ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغو ولایتونو له سیمه ییزو غړو، د پکتیا او خوست ولایتونو د سوداګرۍ اتاقونو له مشرتابه او د بېلابېلو سکتورونو سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه ترسره او د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او په یادو ولایتونو کې د شته ستونزو، په غلام خان بندر کې د سوداګریزو خدمتونو د معیاري کولو او د کرنې او مالدارۍ د ودې په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

ښاغلي مهمند د خوست ولایت د غلام خان بندر او د پکتیا ولایت د ډنډ پټان له بندرونو څخه د لیدنې پر مهال په یادو بندرونو کې د سوداګرو ستونزې او ننګونې د خوست او پکتیا له والیانو سره شریکې کړې او د یادو ستونزو په حل کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د خپل سفر په څنډه کې د خوست ولایت د ډاکټرانو د اتحادیې له غړو او پانګوالو سره هم وکتل او د دغه ولایت له پانګوالو یې وغوښتل چې د سرطان ناروغۍ د درملنې په برخه کې د یوه ستر روغتون جوړولو په موخه پانګونه وکړي.

د اوړو او غنمو د بازار چارو د ښه تنظیم په موخه، د اوړو، غنمو او زغرو واردوونکو شرکتونو او نورو اصنافو ترمنځ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په نږدې همکارۍ سره د اوړو، غنمو او زغرو د بیې د تعین اتحادیه رامنځته کړی شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د بلخ سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست اسدالله اسدي، د یاد اتاق اجرائیه آمر ښاغلي احمد شکیب اکبري، د بلخ اتاق سلاکار ښاغلي حاجي اجمل قادري، د بلخ ولایت محترم مقام استازي او د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنعت رئیس د یادې اتحاديې د ټاکنو له مراسمو څخه چې د ۵۰۰ څخه زیاتو خوراکي توکو واردوونکو شرکتونو په کې ګډون درلود، څارنه وکړه.

د یادې اتحاديې د مدیره پلاوي له ټاکنو وروسته، د ښاغلي خیرالدین مایل احمدي تر مشرۍ لاندی او د اسدالله اسدي، احمد شکیب اکبري، اجمل قادري، د ولایت مقام استازي او د اتحاديې د مدیره پلاوي ۱۹ تنو د یادې اتحاديې د رئیس او مرستیالانو د ټاکنې په موخه ناسته ترسره کړه.

د رڼو ټاکنو په پایله کې، د یادې اتحاديې رئيس او مرستیالان وټاکل شول او ګرانو هېوادوالو ته د خدمت جوګه کیدلو په موخه، دوی ته د خیر او کامیابۍ دعا وشوه.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د دغه ولایت د سیمه ییزې ادارې په همکارۍ د سوداګرو او پانګوالو یوې ډلې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د قرآن عظیم الشان ختم ترسره او په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو روح ته د دعا کولو ترڅنګ، د دغې غمجنې پېښې له ټپيانو سره د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندی کړل.

په دې غونډه کې د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس محترم محمد یونس قاضي زاده د ترکیې له ملت سره په دې غم کې ځان شریک وباله او د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې د هر راز همکارۍ د اعلان په ترڅ کې وویل: د ترکيې دروند ملت او دولت په هر ډول سختو ورځو کې د افغانستان له خلکو سره د پوهنې د ودې، د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د افغانستان له ملت او دولت سره د نورو بشري مرستو په برخه کې، له هیڅ ډول مرستو دریغ نه دی کړی.  

اوس چې د ترکيې هېواد ددغې سترې پېښې سره مخامخ دی، د افغانستان دولت او ملت به د دې هېواد د خلکو ترڅنګ ودرېږي او ځانونه په دې ستر غم کې ورسره شریک ګڼي.

ښاغلي قاضي زاده زیاته کړه: د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی دا خپله ایماني وظیفه ګڼي چې تل د مسلمانو ولسونو په غمونو او خوښیو کې ورسره ځان شریک کړي او دا ځل که څه هم لږه ده د ترکيې د شریف ولس سره  د ۵۶۵۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته کوي.

د هرات والي شیخ الحدیث نوراحمد اسلام جار د ترکیې له خلکو سره د غمشریکۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل: د هرات شریف ولس، سوداګر او پانګوال تل زموږ د ملت او دولت او نورو اسلامي هېوادونو سره په سختو ورځو کې ترڅنګ ولاړ او له دوی سره يې د خپل وس مطابق مرسته کړې ده.  

په هرات ولایت کې د ترکیې هیواد جنرال قونسل ښاغلي سنان الیخان د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې له زلزله ځپلو سره د همکاریو او مرستو څخه د مننې په څرګندولو سره وویل: ترکیه د افغانستان له خلکو سره نږدې کلتوري مشترکات لري او ترکيې تل افغانستان خپل دوست هېواد ګڼلې دی.  
د دغه پروګرام په پای کې د هرات والي ښاغلي شیخ الحدیث نور احمد اسلام جار، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده او د هرات ولایت لپاره د کورنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مولانا شیر احمد عمار مهاجر په حضور کې د هرات اتاق د نقدي مرستو کڅوړه د ترکيې جنرال قونسل ښاغلي سنان الیخان ته وسپارله.

د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نیازی ګروپ په همکارۍ تېره ورځ د لومړی ځل لپاره د اقینې اندخوی بندر له لارې د هېواد د سوداګرو صادراتی کڅوړې ترکیې  هیواد ته صادر کړې. په صادر شوی کڅوړو کې د غواګانو پوستکي او وچې میوې شاملې دی، چې د ګمرکی پروسې په پوره کولو سره د اقینې له پولې څخه واوښتې.

د افغانستان د صادراتی توکو د استولو په مراسمو کې د افغانستان د ګمرکونو رییس او د اقینې ګمرک مشرتابه پلاوی او د نورو دولتی ادارو چارواکو ګډون وکړ او د صادراتو نقش یې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادی ودې په برخه کې مهم وګڼل.

د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس ښاغلی عبدالمجید نیازۍ، د سوداګرۍ او صادراتو په بېلا بېلو برخو او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې د ستونزو په اړه خبرې وکړې او د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.
ښاغلی نیازی زیاته کړه: د اندخوی د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ویاړی چی  د لومړی ځل لپاره یې د افغانستان د موټرو اوافغاني موټر چلوونکو په واسطه د هېواد د صادراتی کڅوړو د لیږد شاهد دی. هغه له ټولو هغو کسانو او د دولتی ادارو له چارواکو څخه مننه وکړه چې په دې برخه کې یې همکاری کړې ده.

هېوادوالو او خصوصي سکتور ته د ښو خدماتو وړاندی کولو په لړۍ کې دا ځل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې، په داسی حال کې چې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړیو، د حکومت لوړ پوړو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود، پرانیسته.

د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پرانیستې په مراسمو کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کانونو او پټرولیم وزیر ښاغلي شهاب الدین دلاور، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي سرپرست او مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د کابل والي، د کرنې او مالدارۍ وزارت معین، د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین، د لوګر ولایت مقام مرستیال، د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

د لوګر ولایت مقام مرستیال ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، دوی ته د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق پرانیستې مبارکي وویله او په دی برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې.
نوموړي لوګر ولایت د طبیعي زیرمو لکه مسو، سرو زرو او قیمتي ډبرو کانونو له پلوه بډایه وباله او له کورنیو پانګوالو یې وغوښتل چې د لوګر ولایت په کانونو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو، لاسته راوړنو او سوداګریزو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په جوړولو کې یې د لوګر ولایت د دولتي چارواکو د ښې همکارۍ ستاینه وکړه.
نوموړي د لوګر ولایت سوداګر وهڅول چې د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې په اتاق کې غړیتوب ترلاسه کړي او لوګر ولایت یې د جغرافیوي موقعیت له پلوه د پانګونې لپاره مهم وباله. نوموړي د کانونو د استخراج او د کرنې د میکانیزه کیدو برخه کې د دغه ولایت د سوداګرو پر پانګونې ټینګار وکړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړېدو او پرانیستلو له امله د خصوصي سکتور غړو ته مبارکي وویله او د لوګر ولایت د کانونو استخراج برخه کې يې د خصوصي سکتور رول اړین وباله.  
ښاغلی دلاور زیاته کړه "موږ د هېواد د کانونو په قراردادونو کې کورنیو پانګوالو ته لومړیتوب ورکوو او د عصري او پرمختللو وسایلو د نشتوالي په صورت کې، قراردادونه بهرنیو شرکتونو ته سپارل کېږي."

د لوګر ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رئیس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه او ټولو سوداګرو څخه د دغه ولایت د سوداګرۍ اتاق په جوړولو کې د دوی د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه وکړه او د لوګر ولایت سوداګرو ته د خدمت کولو برخه کې يې د یاد اتاق د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مخلصانه هڅو ډاډ ورکړ.

مقالات دیگر...