د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو خوشې کیدو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مطبوعاتي کنفرانس له ترسره کیدو او د سوداګرو او پانګوالو ددی دریځ څخه د ولایتي اتاقونو ملاتړ وروسته نن چهارشنبه د وږي د میاشتې په ۲۴مه نیټه د خوست ولایتي اتاق په یو رسنیز کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک غوښتنه وکړه چې په یاد بانک کې د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته په واک کې ورکړي.
 
په دغه ولایت کې سوداګرو، پانګوالو او د نورو اتحادیو مشرانو وویل چې افغانستان د اقتصاد له پلوه یو کمزوری هېواد دی چې د نړیوالو اقتصادي تعزیراتو سره د مقابلې وړتیا نلري.
دوی ټینګار وکړ چې اوس مهال د پیرل شوو سوداګریزو توکو ۳۰ سلنه پیسې ورکړل تادیه شوي او پاتې ۷۰ سلنه پیسې د شتو ستونزو له امله ندي ورکړل شو، او له همدې امله د دوی سوداګریز توکي د ګاونډیو هیوادونو په بندرونو کې بند دی.
 
دوی ټینګار درلود، چې که چیرې سوداګریز توکي، په ځانګړی توګه خام مواد او خواړه په وخت سره هیواد ته داخل نشي، خلک به له ډیرشمیر ستونزو سره مخ شي.
سوداګرو، پانګوالو او د نورو اتحادیو مشرانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي. دوی په د افغانستان بانک او نورو کورنیو بانکونو هم غږ وکړ چې بهرنیو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو پیر په موخه د پیسو لیږد لپاره لاره هواره کړي.
د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو خوشې کیدو په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مطبوعاتي کنفرانس له ترسره کیدو او د سوداګرو او پانګوالو ددی دریځ څخه د ولایتي اتاقونو ملاتړ وروسته نن چهارشنبه په ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونه کې سوداګرو،صنعت کارانو او کسبګرو په یو رسنیز کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې او نړیوال بانک غوښتنه وکړه چې په یاد بانک کې د افغانستان کنګل شوې پیسې بیرته په واک کې ورکړي.
 
د ننګرهار سوداګرۍ خونې د مدیره هیت غړي ډاکتر مخلص احمد وویل: د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانیو کنګل کول او سوداګریزو فعالیتونو ته د کورنیو بانکونو محدودیت د سوداګرۍ او خلکو لپاره لویه ستونزه رامینځته کړې.
ښاغلي مخلص وویل: د افغانستان سوداګریزه ټولنه د نړۍ شاوخوا هیوادونو ته د پیسو په لیږد کې له یوې لویې ستونزې سره مخ ده، او د دې وضعیت دوام د هیواد په سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو منفي اغیزه کولی شي.
 
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر جبار ساپي وویل: که فابریکو ته خام مواد پروخت ونه رسیږې فابریکې به په ټپه ودریږې او زیات خلک به بې کاره شي.
ښاغلي ساپي وویل: که د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانانو کنګل شوې پانګه خوشې نه شي ، په هیواد کې به د بیکارۍ کچه لوړه شي او افغانستان به د یو نه کنټرولیدونکي اقتصادي بحران سره مخ شي.یوشمیر سوداګرو او پانګوالو خپلې اندیښنې یادې کړې او وې ویل چې دامهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
په کنفرانس کې یو شمیر سوداګرو او پانګوالو هم د اوسني وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه، او وی ویل چې دا مهال له دی اړخه، د ډیر شمیر ستونزو سره مخ دي.
په پای کې، د ننګرهار سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو لخوا پدې اړه چمتو شوی پریکړه لیک د ننګرهار د مدیره هیئت د دارالانشا رییس ښاغلي غلام مصطفی رحیمي لخوا ولوستل شو، او په کې يې د نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کنګل شوو پیسو د بیا خلاصیدو، او د افغانستان اسلامي امارت څخه يې د داخلي بانکونو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال او د حاجي ګل آغا پرواني بنسټ رئیس ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د نبي زاده خیریه بنسټ رئیس ښاغلي کمال نبي زاده د ازبیکستان هېواد څخه پیرودلې د اکسیجن ۱۵۰ ډبې په تخار او بدخشان کې د کویډ – ۱۹ روغتونونو ته په وړیا ډول وویشلې.
 
د اکسیجن ۱۰۰ ډبې د تخار ولایت کویډ – ۱۹ روغتون او ۵۰ ډبې د بدخشان ولایت آغان خان روغتون ته ورکړل شوې. د بدخشان او تخار روغتونونو مسؤلینو هر یو ښاغلي احسان تلاش او ډاکټر سیف الرحمان ابرهیم خیل د ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او ښاغلي کمال نبي زاده د دغه پروخت مرستې ستاینه وکړه او دغه مرسته يې په اوسني وضعیت کې ډیره اړینه وبلله.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال او د حاجي ګل آغا پرواني بنسټ رئیس ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د نبي زاده خیریه بنسټ رئیس ښاغلي کمال نبي زاده د هېواد کویډ -۱۹ وایروس ځپلو سره د خواخوږۍ په تړاو د ازبیکستان څخه د اکسیجن پیرودل شوو ډبو له جملې څخه ۱۰۰ د کندز ولایت کویډ – ۱۹ روغتونونو ته په وړیا ډول وویشلې ترڅو ګران هېوادوال تری په وړیا ډول ګټه پورته کړي.
 
د کندز ولایت ښاغلي والي او د کندز عامې روغتیا ښاغلي رئیس د ښاغلي احمدي او ښاغلي نبي زاده څخه ددی پروخت مرستې په تړاو مننه وکړه او دغه مرسته يې په داسې حال کې چې، په هېواد کې د کویډ – ۱۹ ناروغان د اکسیجن کمښت سره مخ دي، اړینه او ارزښتمنه وبلله.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پروان ولایتي اتاق د سخاوت صندوق له لارې د پروان ولایت ‏‏۷۵۰ سیلاب ځپلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي مواد توزیع کړل. ‏
 
دغه توزیع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د ‏مدیره پلاوي غړي ذکریا بریالي، د پروان والي فضل الدین عیار، د پروان ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نظیر ‏آغا نوري او د پروان ولایتي شورا رئیس ښاغلي امین الله شکوري تر څارنې لاندی ترسره شوه. ‏
 
ښاغلي بریالي وویل "د پروان ولایت د تیر کال ویرانوونکي سیلاب قربانیانو سره د مرستې په موخه چې ‏ډیر زیات مالي او ځاني تاوانونه ورته رسیدلي ول، د پروان ولایتي اتاق مشرتابه د سخاوت صندوق ‏رامنځته او د هېواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو څخه يې وغوښتل چې ددی پیښې قربانیانو ته د مرستې ‏لاس ور اوږد کړي. ‏
 
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ورته غوښتنې او همکارۍ پراساس، ‏‏۷۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي کڅوړې چې په اوړو او غوړیو مشتملې وې توزیع کولو ترڅنک، ‏ددی ډول مرستو د دوام هڅه کوي. ‏
 
ښاغلي فضل الدین عیار د پروان ولایت سیلاب ځپلو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او ‏پروان ولایتي اتاق د تیر او سږ کال مرستو ستاینه وکړه او د هېواد له نورو سوداګرو څخه يې وغوښتل ‏چې د اتاق سره په همغږۍ دی خپلې مرستې ددی قربانیانو څخه نه سپموي. ‏
 
په یوه جلا ناسته کې د پروان والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه غړو او د پروان ‏ولایتي اتاق رئيس او اجرائیوي مسوول څخه په دې ولایت کې سیلاب ځپلو ته د خدماتو په وړاندې کولو ‏کې د دوی د هڅو له امله مننه او ستاینه وکړه.‏
شل بندیزونه د مصنوعي تنفس (بی پپ) د پنځه زره سیروم خریطي سره د پنځوس زره امریکایې ډالر په ارزښت د سه شنبي ماښام د چنګاښ ٨ د هرات د سوداګرۍ او پانګونې لخوا د ولایتي رهبري په شتون کې، کووید- ۱۹ لپاره ددی ولایت د عامې روغتیا ریاست ته ورکړل شوې.
 
ښاغلي یونس قاضی زاده، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې رییس وویل چې په اوسني وضعیت کې چیرې چې د کرونا دریمه څپې خلکو ته سخت زیان اړولی دی، د مصنوعي تنفس (بی پپ) شتون کولی شي د ناروغانو لپاره خورا اسانه کړي.
 
هغه زیاته کړه چې دغه شل وسیلې او پنځه زره سیروم خریطي د عامې روغتیا ولایتي ریاست په همغږۍ او د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشرتابه غړو او یو شمیر سوداګرو په مالي همکارۍ پیرود شوي او کووید-۱۹ ته مرسته شوې.
 
ښاغلي قاضی زاده زیاته کړه چې د دوی مرستې به په راتلونکي کې هم دوام ولري.
وروسته، د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم تمنا وویل چې په اوسني وضعیت کې دا وسیلې کولی شي د روغتیا سکتور سره ښه مرسته وکړي، او زیاته یې کړه چې اوس دوی د دې ډول وسیلې ۱۶وسیله لري او په تیرو وختونو کې یې ښه والی درلود او دا نوي وسایل کولی شي د دوی دنده خورا اسانه کړي.
 
بیا د هرات والي، جنرال عبدالصبور قانع د هرات د سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ په تیرو وختونو کې د سوداګرۍ خونې او سوداګرو رهبري همکارۍ شاهدان یو او هیله لرو چې دغه مرستې دوام وکړي.

مقالات دیگر...