د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د اروپايي ټولنې په ملاتړ او همکارۍ په کابل کې د هوا د ککړتیا زیانونه او د هغې د کمولو او مخنیوي په موخه په جوړ شوي کنفرانس کې چی د افغانستان اسلامی امارت چارواکو هم ګډون درلود خبرې وکړې.
ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس جوړېدل د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه: د چاپېریال ساتنه چې د بېلابېلو لاملونو له امله زیانمنه شوې ده، په ځانګړې توګه په کابل کې چې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په ځانګړي ډول د کورونو او لوړو ودانیو په ګرمولو کې د ډبرو سکرو کارولو په برخه کې د خلکو بې کفایتي او کمزوري اقتصاد ته په اشارې سره زیاته کړه: که موږ غواړو په ژمي کې د کابل د هوا د ککړتیا مخه ونیسو، باید د ډبرو سکرو پروسس او پاکول باید په پام کې ونیول شي. نوموړي په دې برخه کې له پانګونې او د ډبرو سکرو د تصفيې د بېلابېلو فابريکو د جوړولو په برخه کې د اروپايي ټولنې ملاتړ مهم وباله او يادونه يې وکړه، چې د دغه ډول فابريکو جوړول او په بازار کې د تصفيه شويو ډبرو سکرو عرضه کول د هوا د ککړتيا مخه نيسي او په تېره بيا د چاپېريال ساتنه کوي.
ښاغلي مهمند له طبیعي منابعو په ځانګړې توګه له ګازو او برېښنا څخه ګټه اخیستنه د چاپېریال د ساتنې او د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د نورو بدیلو لارو په توګه وبلل او د کابل ښار کی د برېښنا په تولید کابل اوسیدونکو ته د طبیعی گاز نلونو تیرولو په برخه کی یی داروپایی اتحادیی د همکاری غوشتنه وکره.
په دغه ناسته کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د نوموړي اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي مختلفو څانګو آمرینو او د سوداګرۍ او صنعت وزارت مختلفو برخو مسؤلینو هم ګډون درلود.
ښاغلي حسن کاظمي قمی د دې ناستې په اړه وویل، چې کابل ته یې د سفر موخه د اسلامي امارت له چارواکو سره لیده کاته او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او د شتو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې، د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان د خلکو ملاتړ دی.
په پیل کې، ښاغلي مهمند له ایراني پلاوي سره د لیدنې او په دې ناسته کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې، د ایراني پلاوي غړو وړاندیز وکړ چې ایران دې د افغان سوداګرو د اړتیا وړ تېل د یوه تصفیه کوونکي شرکت له لارې برابر او تړون وکړي. هغه د هېواد د نفتو له سوداګرو وغوښتل چې په دې اړه خپل مشخص نظریات او وړاندیزونه مطرح کړي، څو د نظریاتو له راټولولو او یووالي وروسته د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر سره په راتلونکې ناسته کې له ایران سره د نفتو د تړون په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړیکو غښتلتیا په موخه، د افغانستان اسلامي امارت او چین جمهورت بهرنیو چارو وزیرانو هڅو ستایلو ترڅنګ، د افغان سوداګرو ستونزو لکه، چین ته د ویزو عدم لاسرسي یادونه وکړه او په دی برخه کې یې د چین جمهوریت سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.