د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د هېواد یو شمیر سوداګرو د ننګرهار والي ښاغلي مولوي محمد نعیم آخند، د یاد ولایت ښاروال او د ګمرک رئیس سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو هغو ستونزو چې دوی ورسره د هېواد په ګمرکونو کې لاس او ګریوان دي، خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د سوداګرو د ستونزو د حل او د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د ولایت مقام له ښې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ د تورخم لارې او د دغه ولایت د ګمرک په برخه کې د سوداګرو د یو لړ نورو شته ستونزو په اړه خبرې وکړې. نوموړي د وارداتي سمنټو د موټرو د بندولو او د سمنټو کیفیت آزموینې اوږدمهاله په اړه خبرې وکړې او د سوداګرو د ستونزو په حل کې يې د ولايت مقام او ګمرک مسوولينو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ننګرهار والي ښاغلي مهمند او د ننګرهار ولایتي اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست او د دوی د خبرو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې ټولې هغه ستونزې چې په یاد ولایت پوری اړه لري، د له منځه وړلو برخه کې به يې ګړندۍ هڅې وکړي.  
نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر لويې ستونزې به د هېواد له اقتصادي شورا سره شريکې کړي او د حل لپاره به يې هڅې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي اوولسمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند تر ریاست لاندی او د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، عامل رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، محمد داود یوسفزي، ذکریا بریالي، جان آقا صادقي، احمد فواد دوست، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، سید پرویز سادات هوفیاني، بهادر خیرخواه او احمد شکیب احمدیار، د څارنې پلاوي رئیس ښاغلي عبدالحامد حمیدي، د یاد پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري او د څارنې پلاوي غړي ښاغلي ناصر صمیم په ګډون د اتاق په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

په دی ناسته کې چې د مدیره پلاوي یو شمیر غړیو په کې په آنلاین ډول ګډون درلود، د آجنډا موضوعګانې د ښاغلي خان محمد سرفراز باز له لوري د غونډې ګډونوالو ته وړاندی کړی شوې.

ورپسی د عامل پلاوي راپورونه د ښاغلي عطايي له لوري د ناستې ګډونوالو ته وړاندی او د اجرائیه کمېټې د تصویتونو تائید، مدیره او عامل پلاوو وړاندیزونو په اړه د مفصل بحث څخه وروسته لازمې پریکړې وشوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اجرائیه کمېټې شلمه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند تر ریاست لاندی او د سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او عامل رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي په ګډون په مرکزي اتاق کې ترسره شوه.
 
په دی ناسته کې چې د اجرائیه کمېټې یو شمیر غړیو په آنلاین ډول ګډون درلود او د مدیره پلاوي نورو غړیو هر یو ښاغلي محمد داود یوسفزي، خان جان الکوزي او ذکریا بریالي په حضور کې د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز په اجنډا کې شاملې موضوعګانې د ناستې ګډونوالو سره شریکې کړې.
 
ورپسی ښاغلي عطايي د عامل پلاوي راپورونه وړاند کړل او د اجرائیه کمېټې او عامل پلاوي په وړاندیزونو تر هر اړخیز بحث وروسته، لازمې پریکړې وشوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د تازه میوو او سبزیجاتو اتحاديې رئیس ښاغلي اختر محمد احمدي او د یادې اتحاديې یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو د حل لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د تازه میوو او سبزیجاتو د اتحادیې رئیس ښاغلي احمدي د تورخم په لاره کې د خپلو هغو ستونزو په اړه چې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادرونکو موټرو د ګڼې ګوڼې له امله د تازه میوو او سبزیجاتو د لیږدونکو لاریو د بندیدو او د میوو او سبزیجاتو د خوسا کیدو سبب شوي په اړه يې ښاغلي مهمند ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، وویل، د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو د صادراتو په موسم کې چې زیاتره یې د تورخم له لارې صادریږي، باید د دغو محصولاتو صادراتو ته لومړیتوب ورکړل شي او د ډبرو سکرو صادرات باید له نورو لارو ترسره شي، تر څو د هېواد تازه میوو او سبزیجاتو محصولاتو ته زیان ونه رسېږي.
 
د دې ترڅنګ د هېواد سوداګر د پاکستانۍ اسعارو د ارزښت کمېدل د هېواد د سوداګرۍ او صادراتو پر وړاندې بله ننګونه ګڼي.
 
دوی د اتاق له مشرتابه وغوښتل، چې د دوی ستونزې له اړوندو دولتي چارواکو سره شریکې کړي او د دغو ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي او د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
 
ښاغلي مهمند د هېواد د سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته تازه مېوې او سبزیجات د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه وبلل او د کروندګرو، بڼوالو او د هېواد د خلکو په اقتصاد کې یې د تازه میوو او سیزیجاتو رول اړین وباله.
ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې به له اړوندو مسؤلینو سره شریکوي او د حل په برخه کې به یې لازمه همکاري کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داود یوسفزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د افغانستان – ایران ګډ اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل د سون توکو کمېټې غړیو سره چې د انساء ادارې د تخنیکي ټیم په ناستو کې د ګډون لپاره ټاکل شوي دي ناسته ترسره کړه.
 
د نفتو واردونکو شرکتونو استازو او د ولایتونو د نفتي توکو د اتحادیې مسوولینو له ایران څخه د هغو تېلو د واردولو په اړه چې د افغانستان له معیارونو سره سمون نه خوري او دغه راز په بندرونو کې د تېلو د ټانکرونو د بندېدو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
ښاغلي مهمند د یادو ولایتونو د سوداګرو او استازو د نظرونو له اورېدو وروسته وویل، د نفتي توکو د تولید په برخه کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه چې روغتیا، چاپېریال او ټرانسپورټي وسیلو ته زیان نه رسوي دا کمیټه د دولتي ادارو په ځانګړې توګه د ملي نورم سټنډرډ ادارې له چارواکو سره د لیدو لپاره جوړه شوې ده ترڅو د با کیفیته نفتي توکو په برخه کې تخنیکي ناستې ترسره کړي او ستونزې حل کړي.
 
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د نفتي توکو د واردونکو د ملي کمېټې غړي دې د سوداګرۍ وزارت، د انساء ادارې او نورو اړوندو ادارو ته ور وپېژندل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي او د ټرانسپورټ تخصصي کمېټې رئیس او د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد فواد دوست د ټرانسپورټي اتحادیو یو شمیر مسؤلینو او رئیسانو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي سلطان محمد صافي د ټرانسپورټ او کارګو د اتحادیې رئیسانو او مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په هېواد کې د وروستیو بدلونونو په ځانګړي ډول د امنیت د ښه والي او د ټرانسپورټ او کارګو د کار او خدماتو د ښه والي په برخه کې یادونه وکړه او په سختو حالاتو کې یې د ټرانسپورټي او کارګو شرکتونو خدماتو ستاینه وکړه.
 
نوموړي د موټر چلوونکو لپاره د موټر چلولو د نړیوالو جوازونو د ترلاسه کولو او له بهرنیو ژبو سره د بلدتیا په برخه کې د دې سکتور پر ښه والي او معیاري کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي احمد فواد دوست د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخه کې د ټرانسپورټ رول او اهمیت ته اشاره وکړه او ټینګار يي وکړ چې، ددی سکتور د پخوانیو او اوسنیو ستونزو په نظر کې نیولو سره اړینه ده چې داتاق، ټرانسپورټي او کارګو شرکتونو او اړوندو دولتي ادارو ترمنځ همغږي لا پسی زیاته شي.
 
په دې ناسته کې د ترانسپورت او کارګو اتحادیې رئیسانو او مسوولینو د څه باندې ۶۵۰ اتحادیو او د ترانسپورت د ریاست له خوا د ترانسپورت د کتابچه د نشتوالي او د الکترونیکي کارتونو د نه کارونې او همدارنګه د ټرانسپورټي اتحاديو په ټرانسپورټي شرکتونو د بدلیدو پریکړې نه عملي کولو یادونه وکړه. هغوی د ترانسپورت د اتحاديې او د ترانسپورت رياست اوسنى حالت د اندېښنې وړ وباله او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې د دوى د ستونزو په حل کې د ترانسپورت له وزارت او اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي د دوی د نظریاتو او ستونزو له اورېدلو وروسته د هېواد د ټرانسپورټ او بار وړونکو اتحادیو له رئیسانو او مسوولینو څخه وغوښتل چې د مشورتي ناستې له ترسره کېدو وروسته خپل پلانونه او ستونزې راټولې او په لیکلې بڼه یې اتاق ته وسپاري. او اتاق به هڅه وکړي چې د ترانسپورت وزارت له مسوولینو سره وګوري او د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې له اړوندو دولتي بنسټونو سره همکاري وکړي، تر څو لازم ګامونه پورته کړی شي.

مقالات دیگر...