د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په افغانستان کې د USAID د ماموریت له رئیس ښاغلي شان کلاهان سره د لیدنې په ترڅ کې، د پراختیايي او کارموندنې پروژو تطبیق برخه کې د USAID ادارې سره د اتاق د همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي شان کلاهان څرګنده کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هر اړخیزه همکاري د پراختیايي پروژو د ایجاد له لارې د افغانستان خلکو ته د کار او دندو د پیدا کولو لپاره اړین شرط دی. نوموړي دغه راز په دوحه کې د USAID دفتر د جوړېدو اعلان هم وکړ، چې د ده په وينا، د دغه دفتر له لارې به له افغان سوداګرو او پانګوالو سره همکاري وشي.

د USAID د ماموریت رئیس ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لارې موږ د افغانستان خصوصي سکتور ته زیری ورکوو، چې سره له دی چې په افغانستان کې د یو کال په اوږدو کې نه وو، خو بیا هم موږ له افغانستانه نه یو وتلي او غواړو چې د افغانستان له خلکو سره د افغانستان د خصوصي سکټور له لارې چې دوی په مختلفو برخو کې پانګونه کړې مرسته وکړو.

ښاغلي شان کلاهان زیاته کړه: د تیر کال په اوږدو کې ټولې هغه اساسي مرستې چې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري د ملګرو ملتونو د دفترونو له لارې برابرې شوي دي او د اوس لپاره مو پریکړه کړې چې په افغانستان کې د خصوصي سکتور له لارې پراختیایي پروژې پیل کړو. که چیرې د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شي نو اټکل کیږي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په افغانستان کې پنځه میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي چې دا چاره د افغانستان د خصوصي سکتور له همکارۍ او مرستې پرته ناشونې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د دغه بهیر د هرکلي په ترڅ کې د خصوصي سکتور له لارې په افغانستان کې د پراختیايي او پانګونې د پروژو د تطبیق په برخه کې د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب خپل چمتووالی څرګند کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د تازه میوو او سبزیجاتو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

د مېوې صادرونکو خپلې ستونزې په ځانګړې توګه د پاکستان له خوا په دې وروستیو کې له افغانستان څخه پر صادراتو د مېوو او سبزیجاتو د لګول شوي اضافي مالیې په اړه مطرح کړې او د دغو ستونزو د هواري لپاره یې له سوداګرۍ اتاق د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

خان جان الکوزي د سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته وویل چې، د دغو ستونزو د هواري لپاره به د حکومت په همکارۍ له پاکستاني لوري سره تماس ونیسو او یادې ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په موخه به د افغانستان او پاکستان د ګډ اتاق له لارې ګامونه پورته کړی شي.

ښاغلي عطايي د سوداګرو د ستونزو په اړه وویل، چې د اتاق عامل پلاوي یې په اړه لازم تدابیر نیولي او هڅه یې کړې، چې د یادو ستونزو د حل په موخه له دولتي چارواکو سره اړیکه ونیسي.
هغه زیاته کړه، موږ له پاکستانه غواړو چې د نړیوالو سیمه ییزو سازمانونو لکه WTO، SAFTA او OPTA په نظر کې نیولو سره عمل وکړي او پر افغاني محصولاتو تعرفې او مالیات زیات نه کړي.

په پای کې پریکړه وشوه چې، د میوو او سبزیجاتو صادرونکو ټولې ستونزې به د خپلو اتحادیو له لارې په رسمي ډول د اتاق مشرتابه پلاوي شریکې ترڅو د حل برخه کې يې د رسمي لارو چارو څخه ګړندي ګامونه پورته کړی شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د درملو اتحاديې رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ او د درملو واردوونکو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي اسدالله کاکړ او د درملو یو شمېر واردوونکو د بندرونو، ګمرکونو او نورو برخو کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې په دې برخه کې شته ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ورپسې ښاغلي مهمند د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی د ستونزو د اوریدو په ترڅ کې یې وویل "په هیواد کې د درملو د سکتور قانوني فعالیت د خلکو لومړنۍ اړتیا ده او د دې سکتور له فعالیت پرته په هیواد کې روغتیايي خدمتونه په اغیزمنه توګه د خلکو اړتیاو سره سم نشي چمتو وړاندی کیدای."

ښاغلي مهمند ژمنه وکړه، چې اتاق به د دوی شته ستونزې له اړوندو دولتي چارواکو سره شریکوي او د حل لپاره به یې هڅې کوي.

دغه راز د اتاق لومړي مرستيال خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د خصوصي سکټور پر يووالي، همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او ګډې کړنې يې اغېزمنې وبللې.

ورپسې ښاغلي خانجان الکوزي وویل "اتاق تل د سوداګرو د ستونزو هواري ته جدي پاملرنه کړې او موږ غواړو ستاسو ستونزې هوارې کړو ترڅو ستاسو سوداګریز توکي ژر تر ژره افغانستان ته داخل شي."

دغه ناسته چې د اتاق د عامل پلاوي ریاست کې ترسره شوه، ښاغلي عطايي د سوداګریزو اړیکو پراختیا، فني او تخنیکي پلاوو تبادلې، ګډو پانګه اچونو جلب، په دواړو هېوادونو کې د نندارتونونو په لاره اچولو، د ټرانزیټ برخه کې شته ستونزو او په بندرونو کې د تعرفو په اړه په کابل کې میشت د ایران سوداګریز چاروال ښاغلي حسین روستايي نظرونه او وړاندیزونه واوریدل.

همدارنګه، ښاغلي عطايي وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې لمن پراخه ده او اتاق په دی برخه کې هر ډول مشروع او قانوني همکاریو ته چمتو دی.

ښاغلي عطايي زیاته کړه "افغانستان په مختلفو برخو کې د پانګه اچونې لپاره یو مناسب ځای او خاوره ده او ایراني لیوال سوداګر او پانګه وال کولی شي، چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي."

ښاغلي عطايي په نندارتونونو کې د ګډون او په بندرونو کې د شتو ستونزو حل برخه کې ژمنه وکړه چې یادې ستونزې او د ایرانې چاروال غوښتنې به د حکومت له اړوندو مسؤلینو سره شریکې او د حل په برخه کې به يې کوټلي ګامونه پورته کړي.

په پای کې، د دواړو هېوادونو سوداګرو په سوداګریزو موضوعګانو تر بحث او دوه اړخیزه همکاریو باندی د ټینګار کولو وروسته، د ورته ناستو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

په دغه کنفرانس کې چې د کابل سرینا هوټل د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی وو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کانونو په پطرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مولوي شهاب الدین دلاور، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي، جان آقا صادقي، محمد داود یوسفزي، سید پرویز سادات هوفیاني، احمد شکیب احمدیار او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د سوداګرۍ او صنعت، ماليې او اقتصاد وزارتونو معینانو، د مختلفو ادارو رئیسانو، د ولایتي اتاقونو د مشرتابه پلاوو غړیو او د خصوصي سکتور د مشرتابه پلاوي غړیو ګډون درلود.

ښاغلي مهمند میلمنو او غړو ته ښه راغلاست ووایه او د صادراتو په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لاسته راوړنو په اړه چې د دولت د سکتوري وزارتونو او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ ترسره شوي دي خوښي څرګنده کړه.
نوموړي د هېواد د صادرونکو او همکارو بنسټونو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د صادراتو زیاتوالی بې ساری وباله.

ښاغلي شفیق الله عطايي د یوه مفصل او مسلکي معلوماتي پریزنټیشن په ترڅ کې د هېواد د صادراتو وضعیت تشریح کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کال کې به د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

ښاغلي خان محمد سر فراز باز په مالي برخه کې د سوداګرو ستونزو او د صرافانو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او له دولتي مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په دې کنفرانس کې محترم خانجان الکوزي په بېلابېلو برخو کې د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د خصوصي سکتور، خلکو او حکومت د مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي مولوي شهاب الدین دلاور او یو شمیر دولتي چارواکو چې په کنفرانس کې یې برخه اخیستې وه او ویناوې وکړې، د خپلو ویناوو په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دندو د ستاینې په ترڅ کې د اقتصادي او سوداګریزې ودې په ځانګړي ډول د هیواد د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې ګټورې وبللې او د هر ډول همکارۍ ژمنه يې وکړه.

په پای کې له ۱۵۵۰ شرکتونو څخه ۵۸ صادراتي شرکتونه چې تر ټولو زیات صادرات لري او درې د هوايي چلند شرکتونه چې د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې یې ارزښتناک خدمتونه کړي دي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د خصوصي سکټور عالي نښان او ستاینلیک په ورکولو سره نازول شول.

همدارنګه روح الله محمودي شرکت د څه باندې ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د څه باندې ۲۱۳ ټنو په صادرولو سره چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې د ۵۸ صادراتي شرکتونو په منځ کې تر ټولو زیات صادرات درلودل، د سږني کال د غوره صادروونکي په توګه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عالي نښان او ستاینلیک خپل کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتااق د مدیره پلاوي غړي او د افغانستان – پاکستان ګډ اتاق رئیس ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق غړیو هر یوې آغلې طیبه مشعل او ضیاءګل، د ګډ اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي اجمل صافي، د ننګرهار ولایتي اتاق د مدیره پلاوي مرستیال ښاغلي حضرت ولي هډه وال او د یاد اتاق عامل رئیس ښاغلي ډاکټر شمس مجاهد، د کنړونو اتاق د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي ضیاوالله صافي، د ګډ‌ اتاق سلاکارانو او ملي سوداګرو هر یو ښاغلي امید حیدري او ببرک اکبري او د ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي د سه شنبه په ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان – پاکستان خصوصي سکتورونو ترمنځ د متمرکز بحث عنوان لاندی په جوړه شوې لسمه غونډه کې ګډون درلود.

په دی ناسته کې د پاکستان له لوري د ګډ اتاق د مشرتابه پلاوي غړي ښاغلي محمد زبیر مطیع والا، د پاکستان د اتاقونو او مختلفو ادارو استازیو ګډون درلود.  

په دی ناسته کې د افغانستان – پاکستان سوداګرۍ او صنایع ګډ اتاق په پخوانیو ناستو او د راتلونکو ناستو په طرز العمل خبرې اترې وشوې.

په یاده ناسته کې په شته ستونزو او فرصتونو او د پخوانیو ناستو په موضوعګانو د هر اړخیز بحث وروسته، د دواړو دولتونو ګډون کوونکو د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې د لا ډیرو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

سربیره پردی، په دی ناسته کې، په ځینو فني مسایلو لکه: په کراچۍ بندر کې د کانتینرونو تبدیلۍ جواز، د لیږد رالیږد ستونزو، د پیداکوونکې آلې د نرخ زیاتوالي، په بندرونو کې د بیخ بنسټیزه ودانیو جوړولو، سیمه ایزو توافقونو، د ویزو ستونزو، ګمرکي تعرفو ستونزو، د سیلاب له امله د ټرانزیټي کامیونونو تعلیق او د جریمو څخه يي خوندیتوب، د ټي یو ځنډیدل، د پنبې د صادرتو ستونزو، سکرو او د تالک ډبرو، د منځنۍ آسیا سره د پاکستان د سوداګرۍ او په ځینو نورو موضوعګانو خبرې وشوې او د ستونزو په حل او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو ټینګار وشو.

مقالات دیگر...