د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د اتاق عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو، د پانګه اچونې او صادراتو پراختیا او د سوداګرۍ پراختیا ډیپارتمنټونو مسؤلینو د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام د پالیسۍ او څارنې برخې متخصصینو سره د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد په اقتصادي ودې او شتو ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي باز د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور دی. اتاق د خصوصي سکتور په استازولۍ د سوداګرو او پانګوالو ستونزې د دولت اړوندو ادارو سره شریکوي او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي."ښاغلي باز زیاته کړه "د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان کنګل شوی پانګه، په افغان خصوصي سکتور، عامو وګړو او په ټوله کې په اقتصادي ودې باندې یو شمیر ناوړه اغیزو لرلو ترڅنګ، یو لړ ستونزې رامنځته کړي دي."
ښاغلي باز د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نړیوالې ټولنې لخوا د وضع شویو تعزیراتو د له منځه وړلو برخه کې بی ساری هلې ځلې ترسره کړي، مګر نړیوالې ټولنې تر دی دمه، د تعزیراتو په پورته کولو کې هیڅ ډول ګام نه دی پورته کړی چې یاده چاره، په هېواد د ګڼ شمیر اقتصادي او سوداګریزو ننګونو سبب ګرځیدلې ده.
د اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي باز دا هم وویل چې د هېواد څخه دباندی د پیسو لیږد یا (TT) او د خصوصي بانکونو د نغدینګۍ برخه کې شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه، اتاق د پام وړ ګامونه پورته کړي او د اتاق لخوا په دی برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو هڅې لا هم روانې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام د څارنې او پالیسۍ برخې متخصصینو په هېواد کې د سروې ګانو د ترسره کیدا، اقتصادي رغښت او صادراتو او وارداتو په اړه خبرې وکړې او د خپلو احتمالي سروې ګانو د ترسره ګیدا برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عطايي وویل، "د پورته یادو ټولو ستونزو سربیره، او د اسلامي امارت واک ته رسیدو وروسته، افغان خصوصي سکتور توانیدلې چې د صادراتو برخه کې ۳۵ سلنه زیاتوالی رامنځته کړي."
ښاغلي عطايي زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل د ټولو بشردوستانه مؤسسو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام سره همکار پاتی شوی او ژمنه کوي چې د یاد سازمان د پروژ تطبیق برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي."
ښاغلي عطايي ښاغلي رحیمي او آغلې ژنګ قي ته په تیرو ۹۰ کلونو کې د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په ځانګړې توګه د أفغانستان د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د مناسبو حل لارو لټولو په اړه بشپړ مالوماتو ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق تل د متشبثینو، سوداګرو او پانګوالو د مشروع فعالیتونو څخه ملاتړ کړی په هڅه کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
ښاغلي نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې د دغه پارک اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د کوتل تخت صنعتي پارک لومړنی صنعتي پارک دی چې د اسلامي امارت لخوا پرانستل شو. هغه زیاته کړه، دغه پارک چې د ۲۰۰ جریبه ځمکې مساحت لري په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د ښار په مربوطاتو کې د تولیدي فابریکو د جوړولو په موخه خصوصي سکتور ته وسپارل شو.
ښاغلي عطايي د افغانستان د اقتصادي وضعیت او له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پوری د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو په ځانګړې توګه په هېواد کې د کاروبار وضعیت په تړو د جي آي زیډ سره د اتاق د ګډو ترسره شویو سروې ګانو په اړه بشپړ مالومات ورکړل.