د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړيو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، عصمت الله وردګ او سید پرویز سادات هوفیاني، د غزني ولایتي اتاق رئیس او د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د پروان ولایتي اتاق اجرائیوي مسؤل ښاغلي عبیدالله عالمیار او یو شمیر سوداګرو د پروان ولایت سرپرست والي ښاغلي مولوي فرید عمر، د نوموړي ولایت مشرتابه پلاوي غړیو او ښاروال سره د لیدنې په ترڅ کې، ښاغلي فرید عمر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د خصوصي سکتور شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د پروان ولايت د سرپرست په توګه د مولوي فريد عمر د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ ترڅنګ، د دغه ولايت اقتصادي او جغرافيايي اهميت د بيانولو په ترڅ کې هيله څرګنده کړه، چې د نوي نظام په رامنځته کېدو سره به د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ژوند او مالي امنيت په برخه کې ډاډ ترلاسه شي. او داچې، د پروان ولایت د نوي سرپرت والي راتګ به د خصوصي سکتور له فعالیتونو څخه د ملاتړ سبب وګرځي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه په پروان ولایت کې د اقتصادي همغږۍ شورا د جوړېدو وړاندیز وکړ چې د دغه ولایت د والي له خوا هم ومنل شو.
ښاغلي شیرین آغا سخي په دغه ولایت کې د خصوصي سکتور د شته ستونزو، د پروان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د جوړېدو پر وړاندې د پرتو خنډونو او یو لړ نورو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د حل په موخه یې د ولایت مقام د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د پروان ولایت سرپرست والي ښاغلي مولوي فرید عمر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال په دغه ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې ملاتړ په برخه کې د خپلې بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او د دغه ولایت ښاروال ته یې د اتاق د ملکیت د ستونزو د حل لارښوونه وکړه.
له غونډې وروسته د ولایت مقام، ښاروال او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پروان د سوداګرۍ اتاق د ترمیم له ساحې څخه لیدنه وکړه او ښاغلي سرپرست والي ښاروال او نورو مسؤلینو ته د پروان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ودانیزو کارونو بیا پیلولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
په دې ناسته کې، د يادو ولايتونو يو شمېر سوداګرو ادعا وکړه، چې چين ته د هوا صادرات له کورنيو توليداتو سره سمون نه لري او د دوى په وينا، کم کیفیته جلغوزي په چين ښه بازار نه لري په داسی حال کې چې ورته جلغوزي بیا په پاکستان کې ښه بازار لري. دوی غوښتنه وکړه، چې د هېواد د نورو صادراتو په څېر دې جلغوزیو ته هم د ځمکې له لارې پاکستان ته د صادریدو اجازه ورکړل شي.
یاده ناسته د سه شنبه په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د پاکستان خصوصي سکتور استازیو، د پاکستان د ولسي جرګې استازیو، د پاکستان مدني فعالانو، ژورنالستانو او د افغانستان د پخواني دولت ولسي جرګې ځینو استازیو په ګډون ترسره شوه.
ښاغلي بوزات د اتاق سره د خپلو همیشنیو همکاریو یادولو ترڅنګ، وویل " موږ د ترکیې د سوداګرو او صنایعو له خپلواکې ټولنې او د ترکي سوداګرو او پانګوالو له یوې ډلې سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه دغې خونې ته راغلي یو چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشرتابه سره وویني او د ګډې پانګونې او همکارۍ په برخه کې کار وکړي."