د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د کار نړیوال سازمان(ILO) رئیس ښاغلي رامین بهزاد، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کارکوونکو اتحاديې او د ښځو د سوداګرۍ او صنعت اتاق استازیو او د خصوصي سکتور یو شمیر غړیو د کار نړیوال سازمان له لوري د ماشومانو د کار مخنیوي عنوان لاندی په جوړه شوې غونډه کې د ګډون ترڅنګ، د خصوصي سکتور نظر څرګند کړ.
په دی غونډه کې د دوربان کنفرانس د په لاره اچولو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ماشومانو د کار مخنیوي او همدارنګه په هغو موضوعګانو چې په یاد کنفرانس کې د په کار ګمارونکو او اتحادیو لخوا پری موافقه شوې د پریزنټیشنونو په وړاندی کولو سره پری ټنګار وشو او ژمنه يې وکړه چې په کنفرانس کې د یادو موضوعاتو تطبیق برخه کې به خپلې نه ستړی کیدونکي هلې ځلې کوي.ښاغلي عطايي د کارګرانو او خصوصي سکتور په استازیتوب د ماشومانو د کار د مخنیوي په اړه د دوربان د کنفرانس د سند د تطبیق په برخه کې خپله ژمنه څرګنده کړه او د ماشومانو د کار د له منځه وړلو یا کمولو لپاره یې مشخص وړاندیزونه وکړل.
هغه په دې برخه کې د اسلام د سپېڅلي دين له لارښوونو څخه په استفادې او د ماشومانو د کار د خبرولو او مخنيوي په برخه کې د علماوو همکاري ډېره مهمه او ګټوره وبلله او د کار نړیوال سازمان لخوا د چمتو شویو تګلارو او وړانديزونو د عملي کولو په برخه کې يې د اتاق ژمنه څرګنده کړه.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر په دغه سهامي شرکت کې د بېلابېلو قومونو د لویو ونډه والو شتون د ملي یووالي سمبول او یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې دوی تل د ریاست الوزار په اقتصادي ناستو کې د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته پاملرنه کړې ده او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټولي.
ښاغلي مهمند ښاغلي تیمور ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو په اړه د مالوماتو ورکولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر پراختیا او ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان او روسيې سوداګریزو اړیکو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو منځته راتګ وروسته، د ښه امنیت، اداري فساد نه شتون او د پانګه اچونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر غښتلتیا او ګډو پانګه اچونو يې ټینګار وکړ.