زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال په کابل کې د یوناما دفتر له مسؤلې سره لیدنه وکړه
ښاغلي مهمند یادو ستونزو ته په کتو سره په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو په اړه هیله مندي څرګنده کړه او ویې ویل: د پانګونې او سوداګرۍ یو له اساسي شرطونو څخه د ټولیز او سرتاسري امنیت تامین دی چې له نېکه مرغه نن ورځ د داسې شرایطو شاهدان یو او فضا د پانګونې لپاره مناسبه ده.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د لوګر ولایت سوداګرو او پانګه والو سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د لوګر ولایت سوداګرو او پانګه والو سره د مرکزي دفتر د ناستو په خونه کې لیده کاته وکړل.
د لوګر ولایت سوداګرو د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د اتاق د مشرتابه له پرله پسې او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دغه ولایت ستونزې او ننګونې د اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې. دوی په لوګر ولایت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ولایتي څانګې د جوړېدو غوښتنه وکړه، څو په دغه ولایت کې د سوداګریزو خدمتونو اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي سلطان محمد صافي د لوګر ولایت سوداګرو ته د ښه راغلاست پرمهال او د یادو سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او د اتاق په استازولۍ يي په لوګر ولایت کې د ولایتي اتاق د جوړیدو په هکله وویل "د لوګر ولايتي اتاق تاسیس برخه کې موږ لازمې همکارۍ ته چمتو یو او ژمنه کوو چې چې دغه موضوع به ژر تر ژره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شريکه کړي او په اړه به يې لازم تصميم ونيسي."
ښاغلي میرویس هوتک ژمنه وکړه چې د یاد اتاق د طرزالعمل، د اتاق د تشکيلاتي جوړښت، د مدیره پلاوي د غړو د معرفي کولو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه به لازمې لارښوونې له نوموړي سره شریکې کړي او هر ډول لازمې همکارۍ ته چمتو او ژمن دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هېواد سویل حوزې سوداګرو ستونزې واوریدې
چین ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزیو صادرات بیا پیل شول
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو او د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ په پایله کې، له څو میاشتو ځنډ وروسته د کام ایر هوايي شرکت له لارې د جلغوزیو لومړۍ جوپه د لوړ پوړو دولتي چارواکو، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه، د جلغوزیو صادرونکو او د خصوصي سکټور د غړو په شتون کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې ولیږدول شوه.
په دې اړه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې په جوړه شوې خبري غونډه کې، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین ښاغلي قدرات الله جمال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د مدیره پلاوي دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، سوداګرو او د خصوصي سکتور غړیو ګډون درلود.
ښاغلي مهمند په دغه کنفرانس کې مېلمنو او اورېدونکو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د هوايی دهلیز له لارې چین ته د جلغوزیو د صادراتو له پیل څخه خوښي څرګنده او په دی برخه کې یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اړوندو دولتي ارګانونو د همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه.
ښاغلي مهمند د هوايي دهلېز له لارې صادرات د افغانستان د صادراتو د ودې په برخه کې یو مهم ګام وباله او زیاته يي کړه "اتاق هڅه کوي چې د سوداګرو او اړوندو دولتي ادارو په همغږۍ په روان کال کې د جلغوزو صادرات لس زره ټنو ته لوړ کړي."
هغه د صادراتو زیاتوالی د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه "اتاق هڅه کوي چې د دولتي ادارو په همکارۍ بهر ته د جلغوزیو د قاچاق مخه ونیسي او د دې ترڅنګ د هوايي دهلېز سربیره د چین او د نړۍ نورو هېوادونو ته د ځمکې له لارې د جلغوزیو صادراتو ته لاره هواره کړي."
د اتاق لومړي مرستيال د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه "له ښه امنيتي فرصت څخه په استفادې او په هېواد کې د فساد نه شتون صورت کې بايد هڅه وشي چې هېواد له ناسم اقتصاد څخه د باثباته او واقعي اقتصاد پر لور سوق کړی شي."
ملا عبدالغني برادر چین ته د جلغوزیو د صادراتو د بیا پیل هرکلی وکړ او د هوايي دهلیز له لارې یې د دغه بهیر دوام له چین سره د سوداګریزو اړیکو او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم وباله.
هغه وویل: د حکومت عالي اقتصادي شورا تل د باعزته سوداګرو او پانګوالو په خدمت کې ده او موږ ډاډ ورکوو چې د خصوصي سکتور رښتیني ملاتړي به یو.
ښاغلي برادر له چین سره د ازبکستان له لارې د افغانستان د سوداګریزې لارې د نښلولو په ځانګړي ډول د هوايي دهلېز د اهمیت یادونه وکړه او ویې ویل: هڅه کوو چې په نږدې راتلونکي کې له نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه پرانیزو. هغه د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د سترې اقتصادي شورا د مرستیال په توګه هم خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.
ښاغلي قدرت الله جمال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له ګټورو هڅو او په دې برخه کې د کام ایر له همکاریو څخه مننه وکړه او د سوداګرۍ د ودې په برخه کې یې د دغه وزارت د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته يې کړه چې، موږ غواړو چې د جلغوزيو صادرات د چين تر څنګ نورو هېوادونو ته هم زيات کړو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هرات ولایت د خوراکي توکو اتحاديې له رئیس او غړیو سره لیدنه ترسره کړه
ښاغلي خیر اندېش فوشنج په دغه ولایت کې د خوراکي توکو د تولیدونکو او واردونکو د ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل: د خوراکي توکو واردونکي او تولیدونکي د لوړو ګمرکي تعرفو، د خوراکي توکو د فابریکو د جوړولو لپاره د کافي ځمکې نه شتون او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ دي او یادې ستونزې باید د حکومت لخوا حل شي.