د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي محمد همایون خواجه زاده، د ننگرهار د مدیره پلاوي غړیو هر یو عنایت الله صدیق زی او زلمی عظیمی، او د رخت واردوونکو اتحاديې او د ننګرهار یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي خواجه زاده او د ننګرهار سوداګرو خپلې ګمرکي ستونزې او په تورخم کې د دوی په سلګونه ګاډو چې په سوداګریزو توکو بار دي توقف په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته وویل او غوښتنه يې وکړه چې د دوی ستونزو د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.همدارنګه د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله په ځینو نورو ستونزو لکه: د سلاح د جواز کارت ترلاسه کولو، د سوداګرو بانکي حسابونو بندوالي، بهرنیو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو پیر په موخه د پیسو لیږد او ګمرکي ستونزو په اړه خبرې وکړې او ددی ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند او د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د ستونزو اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د سوداګرۍ د ګډ اتاق جوړول یوه اړتیا وګڼله.
ښاغلي احمدیار دغه ناسته د افغانستان – ایران ګډ سوداګریز اتاق رامنځته کیدا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او پانګه ایزو فعالیتونو پراختیا په برخه کې اړینه وبلله او په دی برخه کې د اتاق د تیارۍ څخه خبر ورکړ.
ښاغلي عطايي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له ۲۰۱۳ کال راهیسې د تیر سیستم په تطبیق کې د یوه تضمین کوونکي بنسټ په توګه د هغو ننګونو په اړه چې په تېر حکومت کې د دغه سیستم د تطبیق په برخه کې موجودې وې، او د یادو ستونزو حل په برخه کې يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونه وکړه.
ښاغلي عبدالسلام حنفي د افغانستان د اسلامي امارت د سوداګریزې پالیسۍ په اړه خبرې وکړې او د هېواد د صادراتو لپاره یې د الوتنو پر زیاتوالي ټینګار وکړ. نوموړي جلغوزي يو له مهمو صادراتي توکو څخه وبلل او په دې برخه کې يې د يوې کميټې د جوړولو لارښوونه وکړه او دغه کمېټه به د جلغوزيو د صادراتو د څارنې دنده ولري، چې د جلغوزیو د پیر څخه د لاسته راغلو پیسو بېرته افغانستان ته انتقال ډاډمن کړي او د جلغوزیو د قاچاق په مخنیوي کې د اسلامي امارت له نورو اړوندو ارګانونو سره همکاري وکړي.
ښاغلي پرهیز او یادو سوداګرو د شته امنیتي ننګونو یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې یې د هېواد سوداګر اندېښمن کړي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د دوی اندېښنې او ستونزې د اسلامي امارت له امنیتي مسؤلینو سره شریکې کړي.