د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نصرالله زهیر، د کندهار ګمرک رئیس ښاغلي جارالله آغا، د کندهار ټرانسپورټ رئیس ښاغلي ملا عبدالجبار حکمت، صنعتکارانو او د کندهار ولایت د اقصادي شورا یو شمیر غړیو د کندهار والي ښاغلي حاجي محمد یوسف وفا سره د لیدنې په ترڅ کې، د کندهار ولایت سوداګریزو او اقتصادي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
د غونډي په پيل کي کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا لومړی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار د سوداګرۍ اتاق رئیس، د ګمرک او ترانسپورټ رئیسانو او د اقتصادي چارو په برخه کي د مشورتي شورا ټولو غړیو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې د سوداګرو او صنعتکارانو څخه مننه وکړه، چي د ا،ا،امارت په راتګ سره یې همدلته هیواد کي دننه خپلي سوداګرۍ او پانګه اچونې ته دوام ورکړی او له دوی څخه یې وغوښتل، ترڅو بهر ته تللي سوداګر او صنعتکاران وهڅوي، چي په خبره یې همدلته په ډاډه زړه د هیواد او خلګو د پرمختګ لپاره سوداګرۍ او پانګه اچونې ته دوام ورکړي.کندهار والي وویل، د نظام په روانوالي، د ټولني په پرمختګ او ولس ته د هوسا ژوند برابرولو برخه کي د ښې حکومتولۍ ترسره کولو ترڅنګ د سوداګرو سوداګري خورا مهم رول لري، چي په خبره یې کندهار کي یې د اقتصادي ستونزو له منځه وړلو او د اقتصادي چارو د پیاوړتیا په موخه دا شورا جوړه کړه، چي د سوداګرۍ په برخه کي ټولو ستونزو ته ولایتي اداره ژر تر ژره رسېدهګي وکړي.
ښاغلي وفا د خپلو خبرو په وروستیو کي د اقتصادي چارو په موخه مشورتي شورا ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند خوښي وښودله، چي د اقتصاد د پياوړتیا او په دې برخه کي د پرتو ستونزو لیري کېدو په موخه د ټول هیواد په کچه د لومړي ځل لپاره دا مشورتي شورا د کندهار والي له لوري جوړیږي او په خپلو خبرو کي یې وویل، د سوداګرۍ په برخه کي د ټولو ستونزو لیري کېدو کي باید دولت د شخصي سکتور پیاوړتیا ته ځانګړی پام ولري.
ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند زیاته کړه "ټول سوداګر له خپل هیواد سره ځانګړې مینه لري او هڅه یې داده، ترڅو د ا،ا،امارت سره څنګ په څنګ ودریږي او ټولني ته پرمختګ ورکړي."
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په جریان کې د کندهار ولایت سیمه ایزو چارواکو څخه وغوښتل چې د خصوصي سکتور ستونزو حل په برخه کې، له دوی سره مرسته وکړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې پرټولو سوداګرو غږ وکړ، چي د هیوادوالو ترڅنګ ودریږي او د شته امکاناتو څخه ګټه واخلي.
همدار راز اقتصادي چارو کي د مشورتي شورا ټولو غړیو په نوبت سره د سوداګرۍ، صنعت او ګڼو نورو برخو کي د پرتو ستونزو په اړه خبري وکړې، او د سوداګرۍ او صنعت پراختیا په برخه کې، يې خپل وړاندیزونه د ولایت محترم مقام ته وړاندی کړل.
په یاده ناسته کې، د اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو او زړو اوسپنو سوداګرو شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو سربیره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي وړاندیز وکړ، چې هغه مقدار کارول شوې پرزې چې له بهر څخه واردې شوي او ګمرکي طی مراحل يې هم پاس کړی دی باید ګاونډیو هېوادونو ته یې د صادریدو اجازه ورکړل شي. او نورې زړې اوسپنې په هېواد کې دننه د فابریکو لرونکو لخوا د پیرل کیدو وروسته په مصرف ورسیږي.
ښاغلي مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړیو او سوداګرو د دوی د سر او مال ساتنې په برخه کې، د اسلامي امارت امنیتي مسؤلینو د هلو ځلو ستاینه وکړه او د ریاست الوزرا لومړي مرستیال سره يې یو شمیر ستونزې شریکې کړې.
ښاغلي دلدار ځدران او د جلغوزیو نورو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همیشنیو همکاریو څخه د مننې کولو ترڅنګ، چین ته د هوا له لارې د جلغوزیو د انتقال ظرفیت ټیټوالی، د ازبکستان له لارې د صادراتو زیات وخت نیونه، او د انګور اده او غلام خان بندرونو له لارې د جلغوزیو قاچاق د خپلو اوسنیو ستونزو په توګه یادې کړې او په دی برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدا غوښتنه وکړه.