د سوداګرۍ او صنعت وزرات سرپرست رئیس ښاغلي نورالدین عزیزي د ا فغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د یاد اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د تاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د نورو اتاقونو رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس په ترڅ کې، د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ شورا رامنځته کیدا او د پولی آخوا پروګرامونو دایرولو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي عزیزي د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ شورا رامنځته کیدل او د پولی آخوا پروګرامونو دایرول د بېلابېلو اتاقونو د لا ښې همغږۍ لپاره اړینه وګڼله او په دې اړه یې له ګډونوالو سره خبرې وکړې.د افغانستان د سوداگری او پانگونی اتاق عمومی رئیس شاغلی توکل احمدیار یاده ناسته د پانگونو راجلبولو په برخه کی یو شه پیل وباله او په دی برخه کی یی د اتاق د همکاری او همغگی یادونه وکره.
د اتاق لومری مرستیال، د مدیره پلاوی مالی رئیس او د عامل پلاوی سرپرست رئیس هم د خصوصي سکټور د ننګونو، د خصوصي سکتور د یووالي، د متحده عربي اماراتو او ترکيه کې د سوداګريزو اړيکو د پروګرامونو او کنفرانسونو په لاره اچولو او دغه هېواد ته د افغان سوداګرو او پانګوالو د راجلبولو، او د حکومت پر اغېزمن پلان او پاليسۍ يې خبرې وکړې.
د غونډې ګډونوالو د شورا د جوړېدو هرکلی وکړ او د بشپړې همغږۍ د نشتوالي په برخه کې یې پر شته ستونزو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
د ناستې په پای کې، نورالدین عزیزي، له هغو ګډونوالو څخه چې په دې غونډه کې یې آنلاین اړیکه نیولې وه؛ وغوښتل چې له هغو سوداګرو سره چې په بهر کې دي، په دی اړه، سلا مشورې وکړې.
ښاغلي خواجه زاده او د ننګرهار سوداګرو خپلې ګمرکي ستونزې او په تورخم کې د دوی په سلګونه ګاډو چې په سوداګریزو توکو بار دي توقف په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته وویل او غوښتنه يې وکړه چې د دوی ستونزو د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړی شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کابل والي ښاغلي قاري احسان الله بریال، د اتاق د مدیره پلاوي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د کابل والي مرستیال ښاغلي مفتي محمد ادریس ناصري، د کابل ښاروالۍ مرستیال ښاغلي صدرالدین تاجیک، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د بشیر نوید او فواد ناصر ګروپونو استازیو په شتون کې، د یادو مرستو لړۍ پیل شوه.
ښاغلي نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د سوداګرۍ د ګډ اتاق جوړول یوه اړتیا وګڼله.
ښاغلي عطايي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د کار وړ چاپیریال رامنځته کولو او د ماشومانو د کار مخنیوي په برخه کې د کار نړیوال سازمان تخنیکي ملاتړ او د لازمو آسانتیاوو برابرول، د ستایلو وړ وبلل.