د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال ښاغلي محمد یونس مهمند المان ته د خپل سفر په ترڅ کې، په فرانکفورت کې د افغاني محصولاتو له يو شمېر سوداګرو او پلورونکو په ځانګړې توګه افغان سوداګر ښاغلي احسان سره د لیدنې په ترڅ کې، د هغوى پر ستونزو او په یاد هېواد کې د افغاني محصولاتو لپاره د بازار موندنې په اړه خبرې وکړې.
په فرانکفورت کې د افغاني محصولاتو سوداګر او پلورونکي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د وچې مېوې له ښه بازار څخه د خوښۍ څرګندونه کوي، د معیاري بسته بندۍ نشتوالی په المان او اروپايي هېوادونو کې د دغو محصولاتو د خرڅلاو یوه لویه ستونزه بولي او زیاتوي چې د وچې مېوې اوسني پېرېدونکي ډیری یې افغانان دي چې په آلمان کې ژوند کوي او که چیرې د دغو محصولاتو پروسس او بسته بندي له اروپایي معیارونو سره سمه وي، نور آلماني او اروپایي اتباع به یې هم وپیري او وکاروي.د افغاني محصولاتو سوداګرو او پلورونکو په المان کې د افغانستان سفارت په بې کفایتۍ او په ځانګړې توګه د افغاني محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې نیوکه وکړه او د سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د هېواد د محصولاتو لپاره په بازار موندنه کې یې د دوی فعاله ونډه مهمه وبلله.
ښاغلي مهمند د افغاني محصولاتو له سوداګرو او پلورونکو سره له لیدنې او د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کړې چې افغاني محصولات په ځانګړې توګه غالۍ، وچه مېوه، زعفران او نور تولیدات اروپايي هېوادونو صادر شي.
ښاغلي مهمند دغه مارکېټونه د افغاني محصولاتو لپاره مهم وبلل او ژمنه يې وکړه، چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی ستونزې او وړانديزونه د اسلامي امارت له اړوندو ارګانونو سره شريک کړي، تر څو دوی ته د لا زياتې بازارموندنې او اسانتياوو رامنځته کولو زمينه برابره شي.
دا ناسته په دریو اصلي موخو چې عبارت دي له (۱- د پراختیا لارې: د بیلابیلو حلونو په کارولو سره د افغانستان د پرمختګ په اړه بحث کول او د موجوده خطرونو او فرصتونو ارزونه او پدې پروسه کې د بهرنیو لوبغاړو رول؛۲- ټولنیز تړونونه: په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره د دولت او خلکو ترمنځ د باور د زیاتولو لپاره څه کولای شو؟ نړیواله ټولنه د کورنیو هڅو په اړه څه کولی شي؟۳- د ځوانانو د رهبرۍ پراختیا: په ولایتونو کې د جنسیتي نابرابرۍ د له منځه وړلو څرنګوالی او په افغانستان کې د ځوانانو د رهبرۍ په وده کې څه ډول رول لوبولی شي؟) جوړه شوې وه.
ښاغلي مهمند د زیربنایي پروژو په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت له پاملرنې څخه په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې د قوش تپې د اوبو لګولو د کانال د پرانستلو هرکلی وکړ او دا یې د کرنې په برخه کې د ځان بسیاینې او د کارموندنې په برخه کې یو مهم ګام وباله.
په دی ناسته کې، د غالیو اتحاديي مشرتابه پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره پاکستان ته د غالیو د ټرانزیټ، صادرولو او انتقال برخه کې شته ستونزې شریکې کړې او شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښود برخه کې يي د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ناسته د خصوصي روغتونونو اتحاديې رئیس ښاغلي ډاکټر فردین غرمان په وینا پیل او ورپسی د خصوصي روغتونونو استازیو په خصوصي روغتونونو کې د شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو او ځانګړو وړاندیزونو ترڅنګ، د اتاق د روغتیا کمېټې له رئیس وغوښتل چې یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه د روغتیا سکتور اړوند چارواکو سره دوی ته د ناستو ترسره کولو زمینه برابره کړي او دوی وکولی شي چې خپلو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې پیدا او له منځه يي ویسي.