د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د ولایتي اتاقونو رئیسانو د ماليي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا هدایت الله بدري سره د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد په بندرونو او ګمرکونو کې شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مایل احمدي د فساد او بیروکراسۍ د له منځه وړلو په برخه کې د مالیې وزارت د مشرتابه د وروستیو فعالیتونو ستاینې کولو ترڅنګ، د ګمرکي تعرفو او ګرځنده څارنې په برخه کې هغه ستونزې په ګوته کړې چې د سوداګرۍ لپاره خنډونه رامنځته کوي او د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې يي د ماليي وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.د بلخ، جوزجان، اندخوی او کندز ولایتي اتاقونو رئیسانو د وارداتي توکو تعرفو او دری میاشتني راپور برخه کې خپلو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د یادو ستونزو حل برخه کې د ماليي وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست او د مالیې وزارت نورو تخنیکي مسؤلینو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د ولایتي اتاقونو د رئیسانو د ستونزو له اورېدلو وروسته وویل "د مالیې وزارت او د اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه د افغانستان خلکو ته رښتونی خدمت کوي او اداري فساد ورته په هیڅ ډول د زغم وړ نه دی."
ښاغلي بدري او د مالیې وزارت مشرتابه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه به ژر تر ژره حل کړي.
ښاغلي الکوزي د CTI شرکت مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد اقتصادي پراختیا برخه کې، د اتاق د بی سارو فعالیتونو او ګاونډي هېواد سره د لیږد په برخه کې شتو ستونزو ته اشاره وکړه.
د ایکو سازمان د مدیره پلاوي ریاست او سکرتریت له هرو دریو کلونو وروسته، یو له غړیو هېوادونو ته چې افغانستان هم ددغه سازمان غړیتوب لري، انتقالیږي.
ښاغلي مایل احمدي د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو په حل کې د مالیې وزارت د مشرتابه او په ځانګړې توګه د عوایدو او ګمرکونو ریاست له پرله پسې همکارۍ څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، د تعرفې او ګرځنده څارنې چې سوداګرو ته سرخوږې جوړ شوی په اړه خبرې وکړې او د ستونزو په حل کې یې له معین څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي احمدي د هېواد د سوداګرو د ستونزو حل په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه د دوامداره همکاریو ستاینه وکړه او د هېواد په بندرونو کې د سوداګرو د ځینو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، يي د یادو ستونزو حل په برخه کې د یاد وزارت همکاري اړینه وبلله.