د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د صادراتو او پانګونې د پراختیا ډیپارټمنټ مسوول او د روغتونونو او خصوصي پوهنتونونو اتحادیو استازو سره د لیدنې په ترڅ کې، د یادو شوو اتحادیو په ستونزو خبرې وکړې.
ښاغلي عطايي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د روغتیا او لوړو زده کړو سکتورونو په ارزښت او د دوی شته ستونزو ته حل لار پیدا کولو په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي مهمند وویل "د هېواد سختو شرایطو کې د روغتیا او لوړو زده کړو سکتورونو پانګونې ټولنې ته د خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ زرګونو هېوادوالو ته د کاز زمینه مساعد کړې او هېواد ته مسلکي کادرونه وړاندې کوي."ښاغلي مهمند د یادو سکتورونو خدمتونه اړین وبلل، خو د دغو برخو د خدمتونو د معیاري کولو او کیفیت په لوړولو یې ټینګار وکړ.
د روغتونونو او خصوصي پوهنتونونو اتحادیو استازو خپلې ستونزې په لاندی ډول بیان کړې:
• پر عوایدو د ماليي برخه کې، د تیر حکومت نه همکاري
• د برېښنا لګښت برخه کې په روغتونو لوړې تعرفې تعرفواو د ځمکو ویش برخه کې دوه ګونې چلند
دوی د ذکر شویو ستونزو حل په برخه کې د اتاق له رهبرۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي سخي د یادو سکتورونو ستونزو له تائید ترڅنګ، د دوی د خدماتو د کیفیت پر لوړوالي ټینګار وکړ او ترڅنګ يي له دوی څخه وغوښتل چې د خپلو ستونزو د له منځه وړلو په موخه خپل وړاندیزونه او طرحه په لیکلي بڼه له اتاق سره شریک کړي.
په پای کې، د روغتیا او لوړو زده کړو اتحادیو استازو د اتاق د مشرتابه څخه وغوښتل چې د اتاق د تخصصي کمېټو په ترکیب کې د لوړو زده کړو کمېټه هم رامنځته او د دوی د شته ستونزو په لمنځه وړلو کې همکاري پراخه کړي.
د اتاق مشرتابه پلاوي ژمنه وکړه چې د دوی وړاندیز به د مدیره پلاوي په ناسته کې مطرح او په اړه به يي لازم اجراات ترسره شي.
ښاغلي تاسلي وویل " د اسلامي همکارۍ سازمان سره میاشت د اسلامي هېوادونو سازمان تر چتر لاندی فعالیت کوي او پام کې لري چې په افغانستان کې دوه پروګرامونه چې عبارت دي له: افغانانو ته د بشردوستانه مرستو ویش او افغان بزګرانو سره د مالدارۍ، کرنې او فارمونو په برخه کې مرسته کول پلي کړي."
د سلطان محمد صافي تر ریاست لاندی په یاد سفر کې د ننګرهار ولایتي اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکټر مخلص احمد، د پنجشیر ولایتي اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي نجابت حیدري، ښاغلي تورملنګ شګیوال د کانونو او صنایعو اتاق رئیس او د هېواد ملي سوداګر ښاغلي حاجي ببرک هم ګډون درلود.
دغه کنفرانس چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په نوښت جوړ شوی و، په پیل کې دولت یمبردیف د دریو پروژو د تطبیق په اړه لاندې معلومات وړاندې شول:
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د ولسمشر بایډن د پریکړې غندلو ترڅنګ، زیاته کړه " په بهر کې هیڅوک یا بانک دا واک نه لري چې د افغانستان کنګل شوېو اسعارو زیرمې او پیسې د خپلو موخو لپاره وکاروي یا بل چا ته یې انتقال کړي."
د اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان پارلمان له رئیس سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شتو سوداګریزو ستونزو، د ګډو پانګه اچونو ترویج، د دواړو هېوادونو سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، د لازمې همغږۍ په ترسره کولو او د افغانستان خلکو او خصوصي سکتور سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.