د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال احمد شاه حکیمي، د کابل سوداګرۍ اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي شاه محمود شریفي او د اتاق د عامل پلاوي د صادراتو او پانګونې ډیپارټمنټ مسؤل د نړیوال سوداګریز مرکز همغږۍ ستر سلاکار ښاغلي ګوویند وینو پرساد او د یاد مرکز د کرهڼې سکتور متخصص ښاغلي دیوایا الاپاندا کوشالاپا سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو ستونزو او د هېواد اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي ګویند وینوپرساد په افغانستان کې د (ITC) د سوداګریزو پروژو د تطبیق او په دې برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکاریو یادونه وکړه خو له بده مرغه یادې پروژې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کلونو پورې د کرونا ناروغۍ له امله له ځنډ او خنډ سره مخ شوې وې خو له نیکه مرغه یاد مرکز غواړي چې په افغانستان کې خپلې پروژې بيا پيل کړي.ښاغلي ونوپرساد زیاته کړه چې افغانستان ته یې د اوسني سفر موخه د اروپايي ټولنې په مرسته د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ د (ITC) د سوداګریزو پروژو ترسره کول او د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د خصوصي سکټور، د سوداګرۍ د وضعیت، ننګونو، ستونزو څیړنه کول او د هغو همکاریو او اقداماتو په اړه بحث چې باید ترسره شي.
ښاغلي مهمند د نړیوال سوداګریز مرکز مسوولینو ته د ښه راغلاست پرمهال په اوسني وضعیت کې د سوداګریزو پروژو د پیل هرکلی وکړ او دا یې یو ښه او مهم ګام وباله.
نوموړي په هېواد کې له سیاسي بدلونونو وروسته د افغانستان خصوصي سکټور پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې وکړې، چې په کې د وزارتونو په کارونو کې خنډ او ځنډ، د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان بانک او د هېواد د خلکو د شتمنیو کنګل کیدل، د خلاصون او پر سوداګرۍ او اقتصاد يې منفي اغیزې، د خصوصي بانکونو ستونزې، له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګرو ته د ویزو د ورکړې ستونزې او د سوداګریزو توکو د پېرلو لپاره د سوداګرو د پیسو د لېږد ستونزې یادې کړې او د ستونزو په حل کې یې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د پورتنیو ستونزو تر څنګ د هغو بېلابېلو شرکتونو د ستونزو یادونه وکړه چې له تېر حکومت او بسپڼه ورکوونکو سازمانونو سره یې قراردادونه کړي وو او خپلې ډېرې پروژې یې بشپړې کړې وې، خو د خپلو پیسو په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي چې دا کار د شرکتونو او خلکو په اقتصاد باندی ناوړه اغیزې لري.
د اتاق لومړي مرستيال د هوايي دهلېز د فعاليت بندېدل د هېواد د صادراتو پر وړاندې بله ننګونه وبلله او ټينګار يې وکړ چې د هوايي دهلېز له پروګرام څخه بايد ملاتړ وشي.
ښاغلي مهمند د کرنې او مالدارۍ په برخه کې شته ننګونې د هېواد په عمده کرنیز اقتصاد کې د نورو اغېزمنو عواملو په توګه وبللې، چې باید ورته د حل لارې چارې ولټول شي.
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې کومې ستونزې چې اته میاشتې وړاندی موجودې وي، د هېواد صادراتو کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، اداري فساد له منځه تللی، د سوداګرو او ښارونو امنیت ټینګ شوی او د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور سره د خپلو همکاریو برخه کې ژمن دی.
دغه راز ښاغلي الکوزي، ښاغلي برهان او ښاغلي اڅکزي په هېواد کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د شته ستونزو د راکمولو لپاره یې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز (ITC) او نړیوالې ټولنې همکاري ډېره مهمه وګڼله.
ښاغلي شفیق الله عطايي د سوداګرۍ نړیوال مرکز له مسؤلینو سره په لیدنه کې، د اتاق او د نړیوال سوداګریز مرکز د لا زیاتو ګډو همکاریو او همغږیو په اړه خبرې وکړې او په دی برخه کې يې د اتاق د همکاریو ډاډ ورکړ.
ښاغلي مهمند د فراه ولایت د سوداګرو ستونزو په ځانګړې توګه د ابو نصر فراهي بندر کې د دوی د شتو ستونزو یادونه يې وکړه او د دوی د ستونزو حل برخه کې يي د سوداګرۍ او صنعت وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عطايي ښاغلي رحیمي او آغلې ژنګ قي ته په تیرو ۹۰ کلونو کې د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په ځانګړې توګه د أفغانستان د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د مناسبو حل لارو لټولو په اړه بشپړ مالوماتو ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق تل د متشبثینو، سوداګرو او پانګوالو د مشروع فعالیتونو څخه ملاتړ کړی په هڅه کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
ښاغلي الکوزي ښاغلي ښاغلي مسعودي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ایران د افغانستان د یو غښتلي سوداګریز شریک په توګه ونوماوه او زیاته يي کړه چې افغانستان د ایران سره ښې سوداګریزې اړیکي لري. سربیره پردی، ښاغلي الکوزي د افغانستان – ایران ګډ سوداګریزاتاق رامنځته کیدا د دواړو هېوادونو سوداګرو ستونزو حل برخه کې یو اړین ګام وباله.
ښاغلي باز د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور دی. اتاق د خصوصي سکتور په استازولۍ د سوداګرو او پانګوالو ستونزې د دولت اړوندو ادارو سره شریکوي او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي."