د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې ځپلو سره د مرستو په موخه د دولت د اضطرار کمېټې ته ټولټال ۳۰ میلیونه افغانۍ چې ۱۳ میلیونه د مرکزي اتاق د مشرتابه پلاوي، لس میلیونه د کندهار اتاق مشرتابه پلاوي او پاتی برخه يې د بلخ، هرات، کندز او نورو ولایتونو لخوا وقف شوې وه، د رسنیو او سوداګرو په حضور کې د دولت د اضطرار کمېټې ته وسپارل شوې.
د سپارښتې په دی مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اضطرار کمېټې رئیس ښاغلي مولوي شرف الدین مسلم، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي عبدالمتین سعید، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت استازي ښاغلي خاورین، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي او جان آقا صادقي، د کندهار اتاق مدیره پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي مسعود راحت، د اتحادیو رئیسانو، سوداګرو او رسنیو ګډون درلود.
ښاغلي مهمند زلزله ځپلو ته د دعا او ملمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پېښې په لومړۍ ورځ د پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې اعلان کړې. هغه زياته کړه، چې د مرستو په راټولولو او رسولو کې د مرکزي اتاق او نورو ولايتي اتاقونو پر مشرتابه سربېره يو شمېر خصوصي شرکتونو، بېلابېلو اتحاديو او سوداګرو هم برخه اخيستې ده."ښاغلي مهمند وویل "اتاق د مرستو د لیږد په او انسجام په موخه پریکړه وکړه چې راټولې شوې پیسې دې اضطرار کمیټې ته ورکړي چې د زیانمنو د بیړنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره یې وویشي. نوموړي د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د بېلابېلو ادارو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ د ګمرکونو له عمومي رياست څخه وغوښتل، چې د سوداګرو د ګمرکي ستونزو په حل کې د لا زياتو اسانتياوو په رامنځته کولو سره همکاري وکړي.
ښاغلي سلطان محمد صافي وویل "هرکله چې زموږ ولس له ستونزو او طبيعي پېښو سره مخ شوی، اتاق او سوداګرو د خپلو هېوادوالو مرستې ته مټې رابډ وهلي. د وروستۍ زلزلې په اړه له بېړنۍ غونډې او د مرستو د چمتووالي له اعلان وروسته د اتاق مشرتابه پلاوي زیانمنو سیمو ته سفرونه وکړل او د زلزله ځپلو سیمو له ارزونې وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې له زیانمنو او اړمنو سره به خپلې مرستې د اضطرار کمېټې له لارې ترسره کوي.
ښاغلي عطايي وویل "د پورتنیو مالي مرستو سربیره، د هیواد له ګوټ ګوټ څخه خصوصي شرکتونو، بنسټونو او د اتاق د غړو اتحادیو لسګونه میلیونه افغانۍ راټولې کړِي او زیانمنو سیمو ته یې انتقال کړې دي."
نوموړي د اضطرار له کمېټې وغوښتل، چې د خلکو د اړتياوو له مخې دې مرستو ته لومړيتوب ورکړي او ورته يې ورسوي.
ښاغلي خان جان الکوزي د اتاق، خصوصي سکتور د بېلابېلو شرکتونو، بنسټونو او د اتاق غړو اتحادیو له لارې د مرستو په اړه معلومات ورکړل او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه مرستې به تر ټولو اړمنو کسانو ته ورسېږي.
محترم مولوي شرف الدین مسلم د دې غونډې له تنظیمولو او د پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو د وروستیو زلزله ځپلو کورنیو لپاره د مرستو د راټولولو له امله مننه او قدرداني وکړه او ویې ویل "په داسې حالاتو کې د خصوصي سکتور مرستې خورا مهمې او ارزښتناکې او د قدر وړ دي. او موږ هڅه کوو چې دا مرستې په ښه توګه اړو کسانو ته ورسوو."
دغه راز په دغه کنفرانس کې محترم خاورین او عبدالمتین سعید د اتاق له مرستو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرو ستونزې به په ځانګړې توګه د هېواد په ګمرکونو کې حل شي.
ښاغلي مسعود راحت د کندهار ولایتي اتاق د مشرتابه پلاوي او سوداګرو د مرستو یادونه وکړه او د اضطرار کمېټې رئیس ته یې د څه دپاسه لس میلیونه افغانیو نغدي چک ډالۍ کړل.
د دغه کنفرانس په پای کې د څه باندې دیارلس میلیونه افغانیو نغدي چک د اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي له خوا لاسلیک او د اضطرار کمېټې رئیس ښاغلي مولوي شرف الدین مسلم ته وسپارل شو.
ښاغلي دیپوت د سپارک سازمان د فعالیتونو په اړه چې د ۱۴ جنګ ځپلو هېوادونو د ځوانانو د حرفوي زده کړو، وړیتا لوړونې او د کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ پروژې تطبیق برخه کې یو ملاتړی بنسټ دی، معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، وویل "که چیري اتاق هم د ورته پروژو تطبیق په پام کې لري، د سپارک سازمان چمتو دی چې د اتاق سره د یادو پروژو تطبیق او مالي ملاتړ برخه کې همکاري وکړي.
د دغه سفر په ترڅ کې د اتاق مشرتابه پلاوي له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او په ولایتونو کې یې له سیمه ییزو استازو او سیمه ییزو چارواکو سره وکتل. د اتاق مشرتابه پلاوي د زیانمنو سیمو له خلکو او مشرانو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او په یادو ولایتونو کې یې له زیانمنو خلکو سره د مرستو په برخه کې د اتاق او خصوصي سکتور د چمتووالي ډاډ ورکړ.