د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد د خصوصي سکتور په استازولۍ، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او په مسکو کې میشت افغان سفیر ښاغلي جمال ناصر غروال په ملتیا په سینټ پیټرزبورګ کې د روسيي سوداګرۍ اتاق له رئيس ښاغلي کاتیرین سرګي سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان او روسيې سوداګریزو اړیکو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو منځته راتګ وروسته، د ښه امنیت، اداري فساد نه شتون او د پانګه اچونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر غښتلتیا او ګډو پانګه اچونو يې ټینګار وکړ.ښاغلي مهمند د صادراتو او وارداتو برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کیدا باندی د ټینګار کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو سوداګریزو پلاوو سفرونه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د روسيې سوداګرۍ اتاق ترمنځ يې تفاهملیک لاسلیکولو يې اړین وبلل.
نوموړي د روسيې سوداګرۍ اتاق له رئیس وغوښتل چې د یو سوداګریز پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه والو ترمنځ په سوداګریزې پراختیا او ګډو پانګه اچونو تفاهم رامنځته شي.
ښاغلي سرګي د لیدنې په اړه خوښي څرګنده کړه او د روسيې سوداګرۍ اتاق او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د غښتلیتا ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې که چیرې دوی ته په افغانستان کې، د روسيې سوداګرو او پانګه والو د امنیت ډاډ ورکړل شي، دوی به روسي سوداګر او پانګه وال وهڅوي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ښاغلي مهمند له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په دغه کنفرانس کې د ګډون موخه د بېلابېلو هېوادونو د خصوصي سکتور له استازو سره لیده کاته، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې راجلبول دي. نوموړي په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو، د روسي اوړو، غنمو او غوړيو په ګډون د خوراکي توکو او دغه هېواد ته د افغاني محصولاتو د صادراتو او د افغاني محصولاتو د ګمرکي معافيت په اړه د افغانانو د اوسنۍ اړتيا په اړه خبرې وکړې.
ښاغلی مهمند افغان سوداګرو ته د ویزو نه صدور او یو شمیر نورې ستونزې یادې کړي اوزیاته یې کړه چې سیاسي موضوعات نه باید د سوداګریزو او اقتصادی اړیکو د ټینګښت مانع وګرځی ښاغلی شیرین آغا د افغان صادراتي توکو د بسته بندۍ اوپروسس د ښه والي او د چابهار له لارې د سوداګري په زیاتوالي د ټینګار کولو ترڅنګ زیاته کړه” که چیریې هندوستان ته مستقیمې الوتنې پیل شي، د هوایی دهلیز له لارې به هم د صادراتو کچه لوړه شي.