د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د هرات ولایتي اتاق رئیس ښاغلي یونس قاضي زاده، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي حاجي عبیدلله نورزي، د اتاق د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو او د صادراتو او پانګه اچونې پراختیا ډیپارټمنټونو مسؤلینو او د ایران – افغانستان ګډ سوداګریز اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد حنیف مسعودي په هېواد کې د افغانستان – ایران سوداګریز اتاق منځته راتګ، همغږۍ او دوه اړخیزه ناستو سرته رسولو په اړه خبرې وکړې.
د یو پخواني تفاهم پر بنسټ په ایران کې د افغانستان – ایران ګډ سوداګریز اتاق رامنځته شوی وو، لیکن له بده مرغه تر دی دمه په افغانستان کې ګډ د افغانستان – ایران ګډ اتاق نه دی تاسیس شوی.
ښاغلي الکوزي ښاغلي ښاغلي مسعودي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، ایران د افغانستان د یو غښتلي سوداګریز شریک په توګه ونوماوه او زیاته يي کړه چې افغانستان د ایران سره ښې سوداګریزې اړیکي لري. سربیره پردی، ښاغلي الکوزي د افغانستان – ایران ګډ سوداګریزاتاق رامنځته کیدا د دواړو هېوادونو سوداګرو ستونزو حل برخه کې یو اړین ګام وباله.ښاغلي مسعودي د افغانستان – ایران ترمنځ ګډه پوله کې د سوداګرو لخوا د انحصاري کولو سره د خپل مخالفت څرګندلو ترڅنګ، وړاندیز وکړ چې افغانستان او ایران خصوصي سکتورونو ترمنځ لازمه همغږي او همکاري باید رامنځته او د سوداګرو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټول شي.
ښاغلي عطايي په تشبثاتي برخه کې د شته ستونزو یادولو ترڅنګ، د ایران خصوصي سکتور سره د B2B پروګرامونو د په لاره اچولو، ګډو پانګه اچونو، نندارتونونو په لاره اچولو، دوه اړخیزو سوداګریزو پلاوو تبادلې او اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر غښتلتیا ټینګار وکړ. او د افغانستان – ایران ګډ سوداګریز اتاق تاسیس په اړه يي د خپل چمتووالي خبر ورکړ.
همدارنګه، د نمیروز او هرات ولایتي اتاقونو رئیسانو هم په خپل وار سره، د دواړو هېوادونو په ګډه پوله کې د شتو ستونزو یادونه وکړه او د سوداګرۍ رغښت برخه کې يي خپل رغوونکي وړاندیزونه مطرح کړل.
ښاغلي باز د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام مسؤلینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور دی. اتاق د خصوصي سکتور په استازولۍ د سوداګرو او پانګوالو ستونزې د دولت اړوندو ادارو سره شریکوي او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي."
ښاغلي عطايي ښاغلي رحیمي او آغلې ژنګ قي ته په تیرو ۹۰ کلونو کې د أفغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو په ځانګړې توګه د أفغانستان د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې، سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته د مناسبو حل لارو لټولو په اړه بشپړ مالوماتو ورکولو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق تل د متشبثینو، سوداګرو او پانګوالو د مشروع فعالیتونو څخه ملاتړ کړی په هڅه کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
ښاغلي نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې د دغه پارک اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د کوتل تخت صنعتي پارک لومړنی صنعتي پارک دی چې د اسلامي امارت لخوا پرانستل شو. هغه زیاته کړه، دغه پارک چې د ۲۰۰ جریبه ځمکې مساحت لري په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د ښار په مربوطاتو کې د تولیدي فابریکو د جوړولو په موخه خصوصي سکتور ته وسپارل شو.