د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال، یو شمیر حکومتي مسؤلینو او د خصوصي سکتور غړیو د افغانستان د لسو غوره برانڈونو په لومړي فستیوال کې چې د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې د افغانستان د بازار د څار له شرکت په مټ په لاره اچول شوی وه، ګډون او ویناوې وکړې.
ښاغلي مهمند د دغه پروګرام له تنظیموونکو په ځانګړې توګه د افغانستان د بازار د څار له شرکت څخه مننه وکړه او دغه پروګرام یې د لوړپوړو تولیدي شرکتونو د هڅونې لپاره یو ګام وباله. هغه زیاته کړه، د هېواد خصوصي سکتور په تیرو شپږو میاشتو کې د افغانستان د اسلامي امارت په ملاتړ او همکارۍ وتوانېد چې د هېواد اقتصادي وضعیت له کړکېچن حالت څخه وژغوري.
ښاغلي مهمند د زیربنایي پروژو په پیل کې د افغانستان اسلامي امارت له پاملرنې څخه په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې د قوش تپې د اوبو لګولو د کانال د پرانستلو هرکلی وکړ او دا یې د کرنې په برخه کې د ځان بسیاینې او د کارموندنې په برخه کې یو مهم ګام وباله.د اتاق لومړي مرستیال د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان له خصوصي سکټور څخه نور هم ملاتړ وکړي. نوموړي د روژې د مبارکې مياشتې د رارسېدو په مناسبت پر ټولو سوداګرو او د خصوصي سکتور پر غړو غږ وکړ، چې د بې وزلو لاسنيوى وکړي او د کار زمينه ورته برابره کړي.
ښاغلي خانجان الکوزي هم د افغانستان د بازار د څار شرکت له اقدام څخه چې په هېواد کې یې د لسو غوره کورنیو تولیدونکو په اړه چې زعفران، غالۍ، پلاستیک، لرګي، الکترونیکي توکي په کې شامل دي، د څېړنو هرکلي ترڅنګ، زیاته کړه "دا کولی شي د هیواد خصوصي سکتور وهڅوي."
ورپسې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال له هغه نندارتون څخه چې د پروګرام په څنډه کې جوړ شوی و، د لسو غوره برانډونو په ګټونکو د جایزې له ویشلو وروسته لیدنه وکړه.
ناسته د خصوصي روغتونونو اتحاديې رئیس ښاغلي ډاکټر فردین غرمان په وینا پیل او ورپسی د خصوصي روغتونونو استازیو په خصوصي روغتونونو کې د شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو او ځانګړو وړاندیزونو ترڅنګ، د اتاق د روغتیا کمېټې له رئیس وغوښتل چې یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو په موخه د روغتیا سکتور اړوند چارواکو سره دوی ته د ناستو ترسره کولو زمینه برابره کړي او دوی وکولی شي چې خپلو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې پیدا او له منځه يي ویسي.
ښاغلي هالدین ښاغلي مهمند ته په مختلفو هېوادونو کې د یومتیس ګروپ فعالیتونو په ځانګړی توګه ودانیز سکتور برخه کې د یاد شرکت د پانګه اچونو په اړه مالومات ورکړل.
دا ناسته په دریو اصلي موخو چې عبارت دي له (۱- د پراختیا لارې: د بیلابیلو حلونو په کارولو سره د افغانستان د پرمختګ په اړه بحث کول او د موجوده خطرونو او فرصتونو ارزونه او پدې پروسه کې د بهرنیو لوبغاړو رول؛۲- ټولنیز تړونونه: په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره د دولت او خلکو ترمنځ د باور د زیاتولو لپاره څه کولای شو؟ نړیواله ټولنه د کورنیو هڅو په اړه څه کولی شي؟۳- د ځوانانو د رهبرۍ پراختیا: په ولایتونو کې د جنسیتي نابرابرۍ د له منځه وړلو څرنګوالی او په افغانستان کې د ځوانانو د رهبرۍ په وده کې څه ډول رول لوبولی شي؟) جوړه شوې وه.
په دی ناسته کې، د غالیو اتحاديي مشرتابه پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره پاکستان ته د غالیو د ټرانزیټ، صادرولو او انتقال برخه کې شته ستونزې شریکې کړې او شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښود برخه کې يي د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.