د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند روسيې ته د خپل کاري سفر په جریان کې، د کریمیا په چارو کې د روسيې ولسمشر دایمي استازي ښاغلي لیونید ولادمیرمیرونوف سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو موضوعګانو او د خوراکي او نفتي موادو د وارداتو په اړه خبرې اترې وکړې.
د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او په مسکو کې میشت افغان سفیر ښاغلي جمال ناصر غروال په ملتیا په سینټ پیټرزبورګ کې یاده ناسته ترسره او ښاغلي مهمند اوړو، غنمو، غوړیو او نفتي موادو ته د افغانستان د خلکو اړتیاوو او همدارنګه د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو سوداګرۍ پراختیا او سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي میرونوف د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې، د همکارۍ خبر ورکولو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې په ناسته کې مطرح شوي موضوعات به د روسيې سوداګرۍ اتاق سره شریک او د سوداګرۍ پراختیا او د داړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه والي په برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان او روسيې سوداګریزو اړیکو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو منځته راتګ وروسته، د ښه امنیت، اداري فساد نه شتون او د پانګه اچونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر غښتلتیا او ګډو پانګه اچونو يې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په دغه کنفرانس کې د ګډون موخه د بېلابېلو هېوادونو د خصوصي سکتور له استازو سره لیده کاته، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې راجلبول دي. نوموړي په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو، د روسي اوړو، غنمو او غوړيو په ګډون د خوراکي توکو او دغه هېواد ته د افغاني محصولاتو د صادراتو او د افغاني محصولاتو د ګمرکي معافيت په اړه د افغانانو د اوسنۍ اړتيا په اړه خبرې وکړې.