د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په کابل کې د روسيې سفارت د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو مسؤل ښاغلي رنیت محمد برانکوف سره په مرکزي اتاق کې د لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې اترې وکړې.
دغه ناسته چې د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق د عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ مسؤل ښاغلي امید غفورزي په ګډون ترسره شوه، د اتاق لومړي مرستیال د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو لومړیتوبونه مشخص کړل او ویې ویل، چې په اوسنیو شرایطو کې باید له روسیې سره د کرنیزو محصولاتو، خوراکي او نفتي موادو د واردولو په برخه کې سوداګریز تړونونه لاسلیک شي. له روسیې څخه د حلالې غوښې د واردولو لپاره هم اسانتیاوې برابرې شي، چاپېریال باید مناسب وي ترڅو افغانستان ته په مناسبه بیه وارد شي.
ښاغلي مهمند روسیې ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او په ځانګړي ډول د ارزانه ترجیحي تعرفو په اړه د اتاق نظر څرګند کړ او ویې ویل چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د سویلي اسیا هېوادونو ته د روسي توکو د لېږد رالېږد اسانتیا رامنځته کولای شي.د اتاق لومړي مرستیال د نساجۍ په برخه کې په ځانګړي ډول د کندهار د نساجي صنعت په برخه کې د روسي شرکتونو د پانګونې موضوع د روسیې سفارت د سوداګریزې څانګې مشر ته مطرح کړه.
ښاغلي خانجان الکوزي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو او سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې او له روسیې او د مرکزي او سویلي آسیا له نورو هېوادونو سره یې د ګډو سوداګریزو پروګرامونو لکه دوه اړخیز او څو اړخیز نندارتونونو او کنفرانسونو د پیل غوښتنه وکړه.
ورپسې ښاغلي برانکوف له روسيې سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په اړه د اتاق له همکاريو او علاقمنديو څخه د مننې په ترڅ کې وويل "زه پوهېږم چې د خپل هېواد چارواکو ته د وړاندې شويو نظرونو او وړانديزونو رسول او د دواړو هېوادونو په ځانګړې توګه د خصوصي سکټور ترمنځ د لا زیاتو همکاریو لپاره زمینه برابرول زما يوه دنده ده. هغه زیاته کړه "موږ له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د سوداګرۍ او پانګونې له اتاق سره لېوالتیا لرو، موږ روسي شرکتونه او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅوو."
ښاغلي برانکوف زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې افغانستان ته د کافي غوښې صادرولو په موخه له افغانستان څخه د حلالې غوښې د عرضې سند ترلاسه کړو.
په دې کتنه کې دواړو لورو پر دوامدارو اړیکو او د لا زیاتو اقتصادي پروګرامونو پر پیلولو ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند زلزله ځپلو ته د دعا او ملمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پېښې په لومړۍ ورځ د پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې اعلان کړې. هغه زياته کړه، چې د مرستو په راټولولو او رسولو کې د مرکزي اتاق او نورو ولايتي اتاقونو پر مشرتابه سربېره يو شمېر خصوصي شرکتونو، بېلابېلو اتحاديو او سوداګرو هم برخه اخيستې ده."
ښاغلي برهان ښاغلي اسمیټ ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګرۍ او پانګه اچونې برخه کې شتو ستونزو ته اشاره وکړه او د خصوصي سکتور له فعالیتونو څخه يې د نړیوالۍ ټولنې ملاتړ اړین وباله.
ښاغلي دیپوت د سپارک سازمان د فعالیتونو په اړه چې د ۱۴ جنګ ځپلو هېوادونو د ځوانانو د حرفوي زده کړو، وړیتا لوړونې او د کوچنیو تشبثاتو د ملاتړ پروژې تطبیق برخه کې یو ملاتړی بنسټ دی، معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، وویل "که چیري اتاق هم د ورته پروژو تطبیق په پام کې لري، د سپارک سازمان چمتو دی چې د اتاق سره د یادو پروژو تطبیق او مالي ملاتړ برخه کې همکاري وکړي.
د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان لوړ پوړي سوداګریز پلاوي او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د ازبکستان د بېلابېلو سکتورونو له مسوولینو سره په څو جلا ناستو کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.