د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند روسيې ته د خپل کاري سفر په جریان کې، په جلا ناستو کې، په مسکو او سینټ پیټرزبورګ کې میشت افغان سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
په دی ناستو کې چې، په مسکو کې میشت افغان سفیر ښاغلي جمال ناصر غروال او د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک هم ګډون درلود، په روسیه کې میشت افغان سوداګرو د اتاق مشرتابه پلاوي سره د لیدنې په اړه خوښي څرګنده او خپلې سوداګریزې ستونزې لکه د سوداګریزو توکو پیر په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیسو لیږد ستونزه، د ټرانزیټ او نورې ستونزې يې د اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دغو ناستو کې ښاغلي مهمند له روسیې سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا او په ځانګړې توګه د روسيې نفتي او خوراکي توکو لکه اوړه، غنم او غوړيو ته د افغانانو د اړتیا په اړه خبرې وکړې او له افغان سوداګرو یې هم وغوښتل چې په هېواد کې د ښه امنیت او اداري فساد نه شتون په نظر کې نیولو سره په هېواد کې پانګونه وکړي.ښاغلي مهمند زیاته کړه چې اتاق د ریاست الوزرا په ټولو اقتصادي ناستو کې په فعاله توګه ګډون کوي او تل د سوداګرو ستونزې او د هغوی وړاندیزونه مطرح کوي. نوموړي ژمنه وکړه، چې اتاق به د افغانستان د سفارت او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ د افغان سوداګرو د شته ستونزو د هواري لپاره کار کوي او د سوداګرۍ په ځانګړي ډول د پیسو د لېږد په برخه کې به لا ډېرې آسانتیاوې رامنځته کوي.
د لیدنې په پای کې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په مسکو کې د افغانستان له سفیر جمال ناصر غروال سره په جلا کتنه کې د نوموړي څخه د روسيې نړیوال اقتصادي کنفرانس او نورو ناستو کې د ملتیا په پار د مننې کولو ترڅنګ، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څخه د یاد سفر د همغږۍ په پار ستاینه وکړه.
په دی غونډه کې د دوربان کنفرانس د په لاره اچولو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ماشومانو د کار مخنیوي او همدارنګه په هغو موضوعګانو چې په یاد کنفرانس کې د په کار ګمارونکو او اتحادیو لخوا پری موافقه شوې د پریزنټیشنونو په وړاندی کولو سره پری ټنګار وشو او ژمنه يې وکړه چې په کنفرانس کې د یادو موضوعاتو تطبیق برخه کې به خپلې نه ستړی کیدونکي هلې ځلې کوي.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر په دغه سهامي شرکت کې د بېلابېلو قومونو د لویو ونډه والو شتون د ملي یووالي سمبول او یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې دوی تل د ریاست الوزار په اقتصادي ناستو کې د سوداګرو او پانګوالو ستونزو ته پاملرنه کړې ده او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټولي.
ښاغلي مهمند ښاغلي تیمور ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو په اړه د مالوماتو ورکولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پر پراختیا او ګډو همکاریو ټینګار وکړ.