افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د محترم مديره پلاوي لومړي مرستيال محمد يونس مهمند، د مديره پلاوي د دارالانشاء مشر خان پلاوي خان محمد سرفراز باز، د مديره پلاوي مالي رييس شيرين آغا سخي، د مديره پلاوي غړو خان جان الکوزي او ذکريا بريالي د پنجشنبې ورځ په افغانستان کې د ايران اسلامي جمهوريت له سفير بهادر امينيان او دغه سفارت مرستيال سيد حسن مرتضوي سره په ياد سفارت کې د ليدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ موضوعګانو په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو مناسباتو ټينګښت په اړه وويل، په اوسني ښه وضعيت او د افغانستان اسلامي امارت له لوري د خصوصي سکتور د امنيت تامين د دې سبب شوی، چې د ټرانزيټ او سوداګرۍ او دغه راز بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو زمينه مساعده شي. نوموړي وويل: د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په افغانستان کې د اقتصادي ګټو او خصوصي سکتور ملاتړی دی او هر هېواد، چې د افغانستان د خلکو منافعو ته احترام ولري موږ هم په مقابل کې د هغه هېواد ګټو ته احترام کوو او په وينا يې، چې د دوو ګاونډيو هېوادونو اقتصادي پرمختګ يو د بل د منافعو له احترام پورې مستلزم دی.ښاغلي مهمند ايران هېواد ته د افغانستان د صادراتو په وړاندې شته خنډونو يادونه وکړه او د ترجيحي تعرفې په خطر کې نيولو سره د هېواد د صادراتو په وړاندې د شته ستونزو د لمنځه وړلو ټينګار وکړ.
په دغه ناسته کې ښاغلو خان محمد سرفراز باز، شيرين آغا سخي، خان جان الکوزي او ذکريا بريالي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراختيا په موخه د ټرانزیټي ستونزو د حل، د وارداتو او صادراتو توازن او مشترک نندارتونونو په جوړولو ټينګار وکړ.
ښاغلي بهادر امينيان د اتاق رهبرۍ ته د ښه راغلاست ويلو او د هغوی د نظرونو اورېدو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو مناسباتو د ټينګښت په اړه يې خبرې وکړې زياته يې کړه، د ايران دولت د بندري ستونزو د حل او د سوداګريزو او ټرانزیټي اسانتياوو رامنځته کولو لپاره په پام کې لري، چې د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمو کې پانګونه وکړي او افغان پانګه وال او خصوصي سکتور ته يې هم په بندري تاسيساتو کې شريکې پانګونې وړانديز وکړ.
ښاغلي تاسلي وویل " د اسلامي همکارۍ سازمان سره میاشت د اسلامي هېوادونو سازمان تر چتر لاندی فعالیت کوي او پام کې لري چې په افغانستان کې دوه پروګرامونه چې عبارت دي له: افغانانو ته د بشردوستانه مرستو ویش او افغان بزګرانو سره د مالدارۍ، کرنې او فارمونو په برخه کې مرسته کول پلي کړي."
په پيل کې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو د فدراسیون مشر ښاغلي عرفان اقبال شيخ، د غونډې هدف تشريح او ګډونوالو ته ښه راغلاست وينا وکړه.
دغه کنفرانس چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په نوښت جوړ شوی و، په پیل کې دولت یمبردیف د دریو پروژو د تطبیق په اړه لاندې معلومات وړاندې شول:
ښاغلي مهمند وویل "د هېواد سختو شرایطو کې د روغتیا او لوړو زده کړو سکتورونو پانګونې ټولنې ته د خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ زرګونو هېوادوالو ته د کاز زمینه مساعد کړې او هېواد ته مسلکي کادرونه وړاندې کوي."