د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي امیر خان متقي سره په یاد وزارت کې د لیدنې په ترڅ کې، د خصوصي سکتور ستونزو او د بهرنیو چارو وزارت همکاریو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي احمدي هغو هېوادونو ته چې افغان سوداګر ورسره سوداګریزې راکړې ورکړې لري، ویزو ته نه لاسرسي ستونزه د ښاغلي متقي سره شریکه او په دی برخه کې يې د یاد وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي متقي ښاغلي احمدي ته د ښه راغلاست ویلو او د دوی د ستونزو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ پراختیا، ستونزو حل او د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی هڅه کوي چې هغه سوداګر چې د هېواد څخه دباندی ژوند کوي، وهڅوي ترڅو هېواد راستانه شي او په هېواد کې دننه پانګه اچونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د جلغوزیو یو شمیر سوداګرو او صادروونکو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د جلغوزیو سوداګرو او صادروونکو د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته د هوا له لارې د جلغوزیو د نه انتقال ستونزې په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه څخه وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره د دوی ستونزه شریکه او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو او صادروونکو ستونزو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د اسلامي امارت اړوندو ادارو او هوايې شرکتونو سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې، هڅه کوي چې ستونزو ته د حل لارې او د جلغوزیو صاروونکو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

دافغانستان سوداګرۍ پانګونې اطاق مدیره پلاوي لمړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اطاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د نړیوالواړیکواو صادراتو اوپراختیا ډیپارټمنټو نو مسؤلینو په کابل کې د روسيي سفارت سوداګریزې اتشې ښاغلي دینات سره د لیدني په ترڅ کې ددواړو هیوادونو د سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو په اړه خبری وکړې.
 
ښاغلي دینات ددواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه کمه وبلله او سوداګریزو او پانګه ایزواړیکوپر پراختیا یي ټینګار وکړ.
نوموړی روسیی ته په افغان صادراتی محصولاتود ترجیحیي تعریفې د معافیت خبر ورکړ او ژمنه یې وکړه چی که چیرې داطاق مشرتابه پلاوي مسکوته سفر وکړي نو د یاد سفارت سوداګریزه اتشه به ورته دروسیی چارواکو سره دلیدنې زمینه برابره کړي.
 
ښاغلی مهمند ښاغلی دینات ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ کچې په اړه خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چی د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې ناستې به وکولای شی د صادراتو او وارداتو په برخه کی د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته کړي.
 
نوموړي راغلې، سون او خوراکي توکو برخه کې د هیوادونو اړتیا پوره کولو موخه د افغان سوداګرو څخه وغوښتل چی د روسیي سوداګرو سره د تړونونو په ترسره کولوسره د هیوادونو اړتیاوی پوره کړي ښاغلې مهمند د ترجیحي‎ تعرفو معافیت خبر هرکلی وکړ او په دی برخه کی د رسمي اسنادو غوښتنه یې وکړه ښاغلي مهمند افغان سوداګرو ته د روسیي ویزونه ورکړي ستونزې ته اشاره وکړه او ټینګار ییې وکړ چی د روسيي دولت باید په دی برخه کې لازیمې اسانتاوې رامنځ ته کړي او همدا رنګه هغو سوداګرو ته چی د اطاق له لوري معریفي کیږي، روسیي ویزی ورکړل شي د ناستی په پای کی د روسیی سوداګرو او پانګه والو خپل شرکتونه معرفي کړل او په افغانستان کې یې د پانګه اچونې په برخه کې خپله لیوالتیا څرګنده کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي د رخت واردوونکو اتحاديي له رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو حل په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي عبیدالله او د یادې اتحاديې مشرتابه پلاوي غړیو، چین او متحده عربي اماراتو ته د سوداګریزو ستونزو لکه: د یادو هېوادونو ویزو ته د سوداګرو نه لاسرسی او د سوداګریزو توکو پیر په موخه، د هېواد څخه دباندی د پیسو نه لیږد په اړه خبرې وکړې او په یاده برخه کې يې د اتاق د مشرتابه پلاوي د همکاریو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي صافي د سوداګرو ستونزو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره شریکې او هڅه به وکړي چې د چین او متحده عربي اماراتو سره د ګډ تفاهم په پایله کې یادو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د اقتصادي چارو کارپوه او په افغانستان کې د نړیوال بانک د پروګرامونو مسؤل ښاغلي اندریا دال اولیو او ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د مالیاتي ستراتیژۍ او تحلیل رئیس ښاغلي ډاکټر درک جان امتګز سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریز وضعیت په اړه خبرې وکړې.
 
په دی ناسته کې چې د اتاق د نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي امید غفورزي هم ګډون درلود، ښاغلي عطايي د ملګرو ملتونو سازمان مختلفو ادارو سره د سوداګریزو، اقتصادي او وړتیا لوړونې پروژو تطبیق برخه کې او د خصوصي سکتور د ملاتړ، سوداګرو، پانګوالو او متشبثینو ستونزو ته د هواري برخه کې د اتاق د هڅو او فعالیتونو یادونه وکړه.
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه "که چیرې نړیوال سازمانونه د ورته پروژو تطبیقولو او یا د افغانستان د کنګل شویو پیسو آزادولو برخه کې ګام پورته کړي، اتاق یادو سازمانونو سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی."
 
د نړیوال بانک اقتصادي چارو کارپوهانو په افغانستان کې اقتصادي وضعیت سروی لومړۍ خپرې شوې برخې او دویمې برخې چې اوس هم پری کار روان دی، مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق هم کولی شي ورڅخه ګټه پورته کړي او د پالیسیو تدوین برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه. او همدارنګه د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو د همکاریو څخه يې هم ډاډ ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اطاق مدیره پلاوی لمړی مرستال ښاغلی مهمند یونس مالي ریس شیرین آغا سخی او د اطاق عامل پلاوی مالي او اداري مرستال ښاغلی میرویس هوتک په دهلی کې د افغان سفیرښاغلی فرید مومندزی او قونسل ښاغلی قادر شاه سره د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د افغان سوداګرو ستونزو په اړه خبرې وکړي ښاغلی مهمند د افغان سوداګروستونزو ته د حل لارو لټولو په پار په هندوستان کې د افغان سفارت هڅې وستایلي او په چابهار نیوا مشیوا او درګه بندرونو کې دشتو ستونزو حل په موخه یې دافغان سفارت څخه وغوښتل چې د هندي چارواکو سره د انلاین دوو مخامخ ناستو زمېنه برابره کړي ترڅو ستونزته د حل په لارو چارو خبرې وکړاي شي.
 
ښاغلی مهمند افغان سوداګرو ته د ویزو نه صدور او یو شمیر نورې ستونزې یادې کړي اوزیاته یې کړه چې سیاسي موضوعات نه باید د سوداګریزو او اقتصادی اړیکو د ټینګښت مانع وګرځی ښاغلی شیرین آغا د افغان صادراتي توکو د بسته بندۍ اوپروسس د ښه والي او د چابهار له لارې د سوداګري په زیاتوالي د ټینګار کولو ترڅنګ زیاته کړه” که چیریې هندوستان ته مستقیمې الوتنې پیل شي، د هوایی دهلیز له لارې به هم د صادراتو کچه لوړه شي.
 
ښاغلی مهمندزی د افغان سوداګرو ستونزو په ځانګړی توګه فیومیګیشن حل برخه کې د سفارت د هڅو یادولو تر څنګ ژمنه وکړه چی سفارت د افغان سوداګرو هرډول ستونزو ته د حل لارو پیداکولو ته ژمن دي “نوموړی زیاته کړه که چیرې په افغانستان کی د اطاق د مشرتابه پلاوی او هندی پلاوی ناستې زمینه برابره شي په دهلی کی افغان سفارت به هڅه وکړي چې د دې ناستې لپاره په هندوستان کې زمینه برابره کړي.

مقالات دیگر...