د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال د موتر سایکل واردوونکو، پلورونکو، د بسته بندۍ فابریکو او د تخنیک ګرو اتحاديې غړیو سره د اتاق په مرکزي دفتر کې د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
د موټرسایکل واردوونکو، پلورونکو، بسته بندۍ فابریکو او د تخنیک ګرانو اتحادیې رئیس او غړو د هغو ستونزو په اړه چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي، خبرې وکړې او د اتاق د مشرتابه څخه یې وغوښتل چې ددوی ستونزې د اړونده دولتي چارواکو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي. دوی د خپلو شکایتونو او نظرونو وړاندې کولو پرمهال وویل چې د دې سکتور سوداګريزې ستونزې د دوه میاشتو راهیسې دوام لري، په ځانګړي توګه د تیرې میاشتې په جریان کې، کله چې د هیواد امنیتي ارګانونو په بشپړ ډول د موټرسایکلونو کارول منع کړل. ټولې د بسته بندۍ هغه فابریکې او ورکشاپونه چې پدې برخه کې فعالیت کوي لوی زیان سره مخ شوي دي.دوی زیاته کړه پداسې حال کې چې ددی برخې واردوونکي دولت ته مالیه ورکوي، او دوی د کارموندنې رامینځته کولو لپاره د دولت په هڅونه د موټرسایکل بسته بندۍ او اضافي پرزو فابریکې رامینځته کړي چې زرګونه خلک پکې په کار بوخت دي مګر د ډیر وخت راهیسې ددی کارکوونکو کارونه په ټپه دریدلي دي.
ښاغلي مهمند د ناستې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دوی څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه د اتاق سره شریکې کړي، ترڅو اتاق ورته د قانوني لارو چارو څخه په ګټه اخیستنه د حل لارې ولټوي.
ښاغلي مهند ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به د اړونده حکومتي چارواکو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي عطايې د دی ناستې دایریدل د خصوصي سکتور لپاره خورا اړین بللو ترڅنګ، وویل " په اقتصادي، صنعتي او ډیری نورو برخو کې ډیری مخکښ هیوادونه د کورنیو پانګه ایزو فعالیتونو او د بهرنۍ پانګه اچوني راجلبولو ته اړمن دي او یو له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي." هغه په مختلفو سکتورونو کې د موجوده پانګه ایزو فرصتونو یادونه وکړه کوم چې د پانګوونې راجلبولو په پروسه کې د ستونزو له امله ورو دي.
نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت او طالبان باید د هیواد په بندرونو کې د خامو موادو سوداګرو لپاره ستونزې رامینځته نه کړي ترڅو د هیواد اوسیدونکي د خامو موادو لوړې او ننګونو سره مخ نشي.
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو اوریدو، تائید او داچې د چین حکومت له خوا دا موضوع په سیمه ایزه او نړیواله کچه د اجرا په درشل کې ده، وویل "یادې ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په موخه د اتاق مشرتابه پلاوي تردی دمه ډیر ګامونه پورته کړي دي." په دی برخه کې يې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر، مرستیالانو او دیپلوماتیکو مسؤلینو سره دی ستونزې ته د حل لارې پیداکولو په موخه ډیرې اړیکې نیولي دي.
ښاغلي برهان ښاغلي نادري ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې وکړی او د چک خصوصي سکتور او د دوی له لارې يې په افغانستان کې د اروپایي پانګه اچونو غوښتنه وکړه. سربیره پردی، يې د هېواد د خصوصي سکتور څخه د زیربنايې پروژو په تطبیق کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عطایي ښاغلي بارکزي او د هغه همکارانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه " دا نندارتون چې ټاکل شوې د روان کال د اکتوبر میاشتې په دوهمه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق په همکارۍ جوړ شي، کولی شي چې سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او کورنیو تولیداتو نندارې ته د کیښودو سبب شي."