د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي د رخت پلورونکو اتحاديي له رئیس ښاغلي حاجي عبید او یو شمیر نورو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې ددوی د شتو ستونزو او افغان سوداګرو ته د چین ویزو نه ورکولو په اړه خبرې اترې وکړی.
ښاغلي مهمند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل "افغان سوداګرو ته د چین ویزې نه ورکول دوی د یو لړ ننګونو سره مخ کړي دي او ددی ستونزې د له منځه وړلو په موخه باید ژر تر ژره د چین سفارت او د نوموړي هېواد سوداګریز قونسل سره خبرې وشي."
ښاغلي مهمند د رخت پلورونکو اتحاديي رئیس او نورو سوداګرو سره ژمنه وکړه چې اتاق به ددوی دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودلو په موخه یوه آنلاین ناسته د چیني مقاماتو، دولتي سکتور مسؤلینو، کابل کې د چین میشت سفیر، په چین کې میشت افغان سفیر او یو شمیر سوداګرو په ګډون ترسره او شتو ستونزو ته به د حل لارې چارې ولټوي.ښاغلي صافي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو کې شته ستونزې تاید او زیاته يي کړه چې د کرونا ویروس د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو خورا بده اغیزه کړی ده. ښاغلي صافي هیله څرګنده کړه چې د کرونا ویروس په له منځه تلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې یو ځل بیا غښتلې او د ویزو ستونزه به له منځه ولاړه شي.
ښاغلي حاجي عبید او نورو سوداګرو د چین له لوري افغان سوداګرو ته د ویزو نه ورکول جدي ستونزې بللو ترڅنګ، زیاته کړه چې د اوږدې مودې راهیسې د ۲۵۰ سوداګرو سوداګریز توکي په چین کې د ویزو نشتون له امله بند دي او تراوسه ددی ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې هیڅ ګام نه دی پورته شوی.
دوی د خپلو خبرو په جریان کې وویل "موږ د خپلو ستونزو حل په موخه څو وارې د بهرنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره اړیکې نیولي دي خو د هغوی کړنې بسنه نه کوي. موږ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هغو هڅو چې زموږ د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې یې ترسره کوي، د زړه له کومي ستاینه او مننه کوو".
ښاغلي عطايي وویل "ترکیه په اقتصادي برخه کې تل دوست او همکار هېواد پاتی شوی دی او اړتیا ده چې دا سوداګریزې اړیکې لا پسې غښتلې کړی شي."
ښاغلي عطايي زیاته کړه "که څه هم دغه قانون د پانګه اچونې د ودې په موخه رامنځته شوی، خو دا چې دغه قانون لا هم بهتر شي، لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي، او ددی قانون په تعدیل کې خصوصي سکتور د مشرتابه رول ادا کړي، باید هر اړخیز او شامل بحثونه شي."
ښاغلي عطايي د نوې کړنلارې ستایلو ترڅنګ، زیاته کړه "دغه کړنلاره کولی شي چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرولو په برخه کې د ودې، په دی برخه کې د پانګه اچونې د جلب، د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي او د عوایدو د زیاتوالي سبب وګرځي."
• په تیرو څو کلونو کې په هیواد کې د بیکارۍ کچه ښه حالت کې نده، ځکه چې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې د افغانستان ۱۱.۱۶ سلنه وګړو د بیکارۍ اوسط تجربه کړی.