د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د خدماتو مرستیال ښالي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، یو شمیر سوداګرو، د خصوصي سکتور، مدنې ټولنې او غیر دولتي ادارو غړیو په کابل سټار هوټل کې د UNDP لخوا د "افغانستان راتلونکي" تر عنوان لاندی په جوړه شوې ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د خصوصي سکتور نظرونه څرګند کړل.
دا ناسته په دریو اصلي موخو چې عبارت دي له (۱- د پراختیا لارې: د بیلابیلو حلونو په کارولو سره د افغانستان د پرمختګ په اړه بحث کول او د موجوده خطرونو او فرصتونو ارزونه او پدې پروسه کې د بهرنیو لوبغاړو رول؛۲- ټولنیز تړونونه: په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره د دولت او خلکو ترمنځ د باور د زیاتولو لپاره څه کولای شو؟ نړیواله ټولنه د کورنیو هڅو په اړه څه کولی شي؟۳- د ځوانانو د رهبرۍ پراختیا: په ولایتونو کې د جنسیتي نابرابرۍ د له منځه وړلو څرنګوالی او په افغانستان کې د ځوانانو د رهبرۍ په وده کې څه ډول رول لوبولی شي؟) جوړه شوې وه.ښاغلي مومند د UNDP له خوا د سترو اقتصادي پروژو د پیل هرکلی وکړ او د دغو پروژو په تطبیق کې یې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او زیاته يي کړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په هېواد کې د خصوصي سکټور د ټولنې رښتینی استازی دی او د مهمو اقتصادي پروژو په تطبیق کې مهم او بنسټیز رول لوبولی شي.
نوموړي په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان له بانکي سيسټم څخه ملاتړ، د عام المنفعه پروژو لکه د سړک جوړولو، د برېښنا د توليد او نورو بنسټيزو پروژو بيا پيلول مهم او بنسټيز وبلل او د دغو پروژو د عملي کیدو برخه کې يي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د خصوصي سکټور همکاري مهمه وبلله.
ښاغلي خانجان الکوزي په تېرو وختونو کې د اقتصادي پروژو په تطبیق کې د هېواد د خصوصي سکټور رول ته په اشارې سره وویل "خصوصي سکتور د اقتصادي پروژو په تطبیق کې ښې تجربې لري او له ښو تجربو څخه باید په راتلونکو پروژو کې کار واخیستل شي.
نوموړي زیاته کړه "که د افغانستان له شته ظرفیتونو څخه د ترانزیت او سیمه ییز ټرانسپورټ، کرنې، صنعت، کانونو استخراج او نورو برخو کې کار واخیستل شي، اقتصادي وده ترلاسه کېدای شي."
په دی ناسته کې، د UNDP رسمي استازي ښاغلي عبدالله الدارداري، دUNDP ستر مدیر ښاغلي اچیم ستینر، د حرکت مؤسسې رئیس ښاغلي حجت الله فضلي او ځینو نورو ګډون کوونکو ویناوې وکړې.
په دی ناسته کې، د غالیو اتحاديي مشرتابه پلاوي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره پاکستان ته د غالیو د ټرانزیټ، صادرولو او انتقال برخه کې شته ستونزې شریکې کړې او شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښود برخه کې يي د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند سوداګرو ته د وسلو د جوازونو د بیا وېش چې پخوا د امنیه قومندانۍ له خوا وېشل کیدل او د سوداګرو د ستونزو هواري په موخه د کابل امنیه قومندانۍ او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه تر منځ د منظمو اونیزو غونډو په جوړولو ټینګار وکړ.
ښاغلي هالدین ښاغلي مهمند ته په مختلفو هېوادونو کې د یومتیس ګروپ فعالیتونو په ځانګړی توګه ودانیز سکتور برخه کې د یاد شرکت د پانګه اچونو په اړه مالومات ورکړل.
ښاغلي توکل احمدیار په دغو ناستو کې په افغانستان کې د پانګونې په ځانګړې توګه د کانونو، کرنې، خدمتونو او نورو برخو کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د رامنځته شویو بدلونونو او د اسلامي امارت د تاسیس په اړه په ځانګړي ډول په اداراتو کې د فساد د کمښت او په هېواد کې د پانګوالو لپاره د امنیت د تامین او همدارنګه په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ښو رامنځته شویو شرایطو یادونه وکړه او په ازبکستان کې میشتو افغان سوداګرو او د نړیوالو پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.