زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او یو شمیر سوداګرو د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره ولیدل
د اتاق عمومي رئیس زیاته کړه " سره ددی چي، په اسلام قلعه بندر او نورو ولایتونو کې د اور لګیدنو په اړه د حکومت پخوانیو څیړنو هیڅ کومه پایله نه درلوده، د کابل ښار په قلعه مرادبیک سیمه کې د اور لګیدنې په تړاو هیڅ یو ارګان ځواب ویلو ته چمتو نه دی." هغه زیاته کړه وروسته له هغه چې د هیواد د سوداګرو غږ وانه وریدل شو، دوی اړ شول چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته لاړ شي او په یوه خبري کنفرانس کې خپل غږ اوچت کړي. هغه ټینګار وکړ چې حکومت باید د سوداګرو د سوداګریزو توکو امنیت تامین کړي، د مختلفو زورواکو مخه ونیسي او د تیلو او مایع ګازو ټانکرونو لپاره جلا تم ځایونه په پام کې ونیسي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس د مصر لپاره د افغان سفیر سره لیده کاته وکړل
ښاغلي عطايې په مصر کې د افغانستان له سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان د صادراتو اړونده توکي چې د مصر په بازارونو کې ورته تقاضا موجوده ده په ګوته کړي او یا د افغانستان محصولاتو ته ترجیحي تعرفې رامینځته کړي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لاره هواره کړي.د کابل مراد بیک نومي سیمه کې د تیلو ټانکرونو سوزیدو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس مطبوعاتي کنفرانس
ښاغلي احمدیار زیاته کړه چې یو شمیر ادارې داسې دي چې مسایل هيڅ په هغوی پورې اړه نه لري خو بیا هم سوداګرو ته مزاحمت کوي او د پیسو تقاضا تری کوي. برسیره پردی، د درنو جرمنو اداره د مڼو صادرات ودروي. د هغه په وینا، له یو ولایت څخه بل ولایت ته د ګمرک اسناد د باور وړ ندي او د سوداګرو د ځورید سبب ګرځي. هغه حکومتي چارواکو ته خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي ، دوی به خپل لاریون ته دوام ورکړي او په ټول هیواد کې به د نفتي توکو عرضه او خدمات بند کړي.د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د مهمند نړيوال دوه سوه بستريز روغتون پرانيست
جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنج شنبه په ورځ کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د مهمند نړيوال دوه سوه بستريز روغتون پرانيست.
په داسې حال کې چې د جمهوري رياست لومړي مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د چارو ادارې عمومي رئيس، د کابينې يو شمېر غړو، د کندهار والي او په ملي شورا کې د یاد ولایت استازو د جمهوررئیس ملتيا کوله، جمهوررئیس غني د پردې په لیرې کولو سره مهمند دوه سوه بستريز پرانيست او د هغه له روغتیایي مسوولینو سره په جوړه شوې غونډه کې یې ګډون او وینا وکړ.
د غونډې په پيل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال يونس مهمند وويل، سوداګرو ته د دولت له لوري د اسانتياوو رامنځته کول دوی په هيواد کې پانګونې ته هڅوي او دې برخې ته یې د حکومت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست عالي مقام لومړي مرستيال امرالله صالح د ياد روغتون د پرانيستې د مبارکۍ ترڅنګ وويل، حکومت له خصوصي سکتور سره نږدې اړيکې رامنځته کړي او په اقتصادي وده کې د دوی رول د ستايلو دی. هغه زیاته کړه، په اوسنيو شرايطوکې پانګونه له وطن سره د مهمند ګروپ د مسوولينو مینه ښيي او له دې سره به د درملنې لپاره بهر ته د وړل کېدونکې پانګې مخه ونيول شي.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته ټولو هيوادوالو په ځانګړي ډول د کندهار خلکو ته د مهمند نړيوال روغتون د پرانيستلو د مبارکي پرمهال وويل، د مهمند روغتون جوړېدل د کمال خان بند په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده.
د هيواد جمهوررئیس وويل، نن زموږ د روغتيا په تاريخ کې يو نوی فصل دی او د مهمند روغتون معياري خدمتونه او تجهيزات يې وستايل.
جمهوررئیس د کابينې غړو ته لارښوونه وکړه چې تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.
جمهوررئیس له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل، نور د جګړې لپاره دلايل ختم دي او پر طالبانو يې غږ وکړ چې راشي او په افغاني همت، يووالي، اراده او درک دا وطن جوړ کړو.
جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وويل، مهمند روغتون د نوي کندهار انځور دی او د دغه روغتون د مسوولينو ټولو غوښتنو او وړانديزونو ته به رسيدګي وشي.
د مهمند نړیوال روغتون د پرانیستې په اړه د جوړو شویو مراسمو په پای کې د مهمند ګروپ رهبرۍ غړو او د کندهار قومي مشرانو جمهور رئیس ته د عزت پګړۍ ور په سر او چپن ډالۍ کړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست رئیس د هېواد د ټرانسپورټ له وزیر سره لیده کاته وکړل
ښاغلي عطايې وویل "د ډیرو ستونزو سره سره، اتاق د تیر سیستم د تطبیق په برخه کې خپلې ټولې هڅې کړي دي."