د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمری مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي دار الانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي د کندهار ولایت د معدن او صنایعو اتاق له رئیس ښاغلي حاجي باریدار صادق او د خامې پښتې پروسس کارخانو لرونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي صادق او د پښتې پروسس کارخانو لرونکو د هېواد د مختلفو لارو څخه د پښتې قاچاق په اړه د خپلو اندیښنو څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه "دانه لرونکې پښته به پخوا د هېواد په کورنیو پروسس کارخانو کې د پروسس وروسته د غوړیو، کنجاړې، خالصې پښتې، تار او زرګونه کسانو ته د کار موندنې سبب کیدله خو له بده مرغه، د قاچاق له امله يې نه یواځې دا چې د غوړیو کارخانې وتړل شوې بلکه زرګونه کسانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې.د خامې پښتې پروسس کارخانو لرونکو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې او ورڅخه يې وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت له اړونده ادارو سره يې شریکې کړې او د له منځه وړلو په برخه کې يې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي مهمند او د اتاق د مشرتابه پلاوي نورو غړیو د پښتې پروسس کارخانو لرونکو سره ژمنه وکړه چې ددوی ستونزې به د افغانستان د اسلامي امارت له اړونده ادارو سره شریکې او له هغوی نه به وغواړي چې د حل لارې چارې ورته ولټوي.
ښاغلي صادق او د پښتې پروسس کارخانو لرونکو د هېواد د مختلفو لارو څخه د پښتې قاچاق په اړه د خپلو اندیښنو څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه "دانه لرونکې پښته به پخوا د هېواد په کورنیو پروسس کارخانو کې د پروسس وروسته د غوړیو، کنجاړې، خالصې پښتې، تار او زرګونه کسانو ته د کار موندنې سبب کیدله خو له بده مرغه، د قاچاق له امله يې نه یواځې دا چې د غوړیو کارخانې وتړل شوې بلکه زرګونه کسانو خپلې دندې هم له لاسه ورکړې.
ښاغلي مهمند زیاته کړه "مرکز ته د ننګرهار د سوداګرو د مالیې دوسیو لیږل، د مالیې د پیسو په ورکړه کې ځنډ، د ننګرهار مستوفیت کې د اظهارنامو څیړنې برخه کې ستونزې، او د مالیې خدماتو نشتوالی د سوداګرو ترټولو جدي ستونزې دي او د له منځه وړلو په برخه کې يې باید کوټلي ګامونه پورته کړی شي."
ښاغلي احمدیار وویل، په دی نازکو شرایطو کې چې د هېواد سیاسي ثبات د اټکل وړ نه هم دی، د سمې هېوادونو سره سوداګرۍ ته باید لومړیتوب ورکړی شي. ځکه چې د سیمې او نړۍ سره سوداګري نه یواځې د اقتصادي پرمختیا بلکه د خلکو بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې هم خورا اړینه ده. او نه باید د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو تر منفي اغیزو لاندی راشي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د خصوصي سکتور د شتو ستونزو لکه: د ګمرکونو بندیدل، د سوداګرو او د هغوی د کورنیو د امنیت، د بانکونو بندیدل، د واده هوټلونو بندیدل، او په وارداتو او صادراتو کې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه يې په خورا درنښت هیله وکړه چې د یادو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.