د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې او د سکتوري اتاقونو استازیو د دامپنګ ضد قانون د طرح په اړه د زمري په ۷مه نیټه، د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر کې ځانګړې ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي د دامپنګ ضد قانون طرحې ارزونې په اړه خپل ارزښمتن نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
په دې ناسته کې د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې استازي، د ولسمشرۍ لومړي او دویم معاونیت استازیو، د صنایعو او معدنونو اتاقونو مسؤلینو، ښځو، کسبګرو او د کرنیزې برخې مسؤلینو د ګډون کولو ترڅنګ، د دامپنګ ضد قانون طرحې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.ښاغلي کوهي د دامپنګ ضد قانون طرحې په اړه خپله خوښي څرګنده او د کورنیو تولیداتو په ملاتړ او د لری او نژدی هېوادونو څخه د وارداتي توکو په برخه کې په سالمې سیالۍ ټینګار وکړ. او زیاته يې کړه چې په دی قانون کې باید د کورنیو تولیداتو زیاتوالي، پانګه اچوونکو هڅونې او د زیانونو پیژندلو په اړه نظرونه ځای پر ځای کړی شي.
ښاغلي کوهي د خپلو خبرو په جریان کې وویل "د خونو رامینځته کیدل باید په عمل کې خپل اغیزمنتوب وښیې او د کورنيو تولید کونکو لپاره د ډیرو اسانتیاو چمتو کولو لپاره د پخوا په پرتله ډیر منظم حرکت وکړي او هغه ستونزې چې کورني تولیدونکي دا مهال په بیلابیلو سکتورونو کې ورسره مخ دي لرې کړی شي.
ښاغلي کوهي هیله څرګنده کړه چې د نوموړي قانون بډای کول به د کورني تولید کونکو کار په اصولي چوکاټ کې راګیر کړي ترڅو دوی وکولی شي د وارداتي توکو واردونکو سره په سالم ډول سیالي وکړي.
د یادو اتاقونو مسؤلینو د دامپنګ ضد قانون بډای کیدو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح، په نوموړي قانون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مطرح شوې مادې تائید، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او اړونده ادارو څخه يې د نوموړو مادو د تصحیح غوښتنه وکړه او د دی ډول ناستو په تکرار يې ټینګار وکړ.
ښاغلي عطايې په صنعت او پانګوونې برخو کې د میرمنو تشبثاتو له ودې څخه خوښي څرګنده او ټینګار يې وکړ چې د ښځو د پانګونې د ملاتړ لپاره منظمې تګلارې تراوسه نه دي پلې شوې. او دا هغه ننګونې دي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل پرې د برلاسه کیدو هڅې کړي دي.
ښاغلي عطايې د دی ناستې دایریدل د خصوصي سکتور لپاره خورا اړین بللو ترڅنګ، وویل " په اقتصادي، صنعتي او ډیری نورو برخو کې ډیری مخکښ هیوادونه د کورنیو پانګه ایزو فعالیتونو او د بهرنۍ پانګه اچوني راجلبولو ته اړمن دي او یو له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي." هغه په مختلفو سکتورونو کې د موجوده پانګه ایزو فرصتونو یادونه وکړه کوم چې د پانګوونې راجلبولو په پروسه کې د ستونزو له امله ورو دي.
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې سوداګر اوس هم پاکستان ته د خپلو سوداګریزو توکو صادرولو په برخه کې له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې باید د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټول شي.
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو اوریدو، تائید او داچې د چین حکومت له خوا دا موضوع په سیمه ایزه او نړیواله کچه د اجرا په درشل کې ده، وویل "یادې ستونزې ته د پای ټکي کیښودو په موخه د اتاق مشرتابه پلاوي تردی دمه ډیر ګامونه پورته کړي دي." په دی برخه کې يې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر، مرستیالانو او دیپلوماتیکو مسؤلینو سره دی ستونزې ته د حل لارې پیداکولو په موخه ډیرې اړیکې نیولي دي.
د موټرسایکل واردوونکو، پلورونکو، بسته بندۍ فابریکو او د تخنیک ګرانو اتحادیې رئیس او غړو د هغو ستونزو په اړه چې دوی ورسره لاس او ګریوان دي، خبرې وکړې او د اتاق د مشرتابه څخه یې وغوښتل چې ددوی ستونزې د اړونده دولتي چارواکو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي. دوی د خپلو شکایتونو او نظرونو وړاندې کولو پرمهال وویل چې د دې سکتور سوداګريزې ستونزې د دوه میاشتو راهیسې دوام لري، په ځانګړي توګه د تیرې میاشتې په جریان کې، کله چې د هیواد امنیتي ارګانونو په بشپړ ډول د موټرسایکلونو کارول منع کړل. ټولې د بسته بندۍ هغه فابریکې او ورکشاپونه چې پدې برخه کې فعالیت کوي لوی زیان سره مخ شوي دي.