د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان لپاره د تاجکستان سفیر ښاغلي سعدي شریفي سره د لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړی.
په دی ناسته کې، ښاغلي مهمند د ښاغلي سعدي شریفي سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا، د تاجکستان له لارې د روسيي فدراتیف ته د ټرانزیټ، د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو ناستو په اړه خبرې وکړی او په دی برخه کې يې د تاجکستان سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي سعدي شریفي افغانستان خپل دوست او د ګډ فرهنګ او تاریخ لرونکې هېواد وباله او د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا يې د دواړو هېوادونو په ګټه وبلله. نوموړي ژمنه وکړه چې د تاجکستان سفارت به د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي محمد یونس مهمند احمد جاوید جیهون ته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه د هغه د ټاکنې له امله مبارکي وویله او هیله يې څرګنده کړه چې ښاغلی جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
پدې ناسته کې، ښاغلي محمد یونس مهمند ښاغلي شمس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جواز ورکولو د مرکزي دفتر د نوي رئیس په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله او هیله يې څرګنده يې کړه چې د ښاغلي شمس ګمارنه به د هېواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو په له منځه وړلو کې خورا اړین رول ولوبوي ځکه چې ښاغلی شمس په دی برخه د شتو ستونزو څخه باخبره دی.
ښاغلي مهمند د مالیاتو په قانون کې د تعدیل راوستو په موخه د مشرانو جرګې همکاري ترلاسه او د آپټا تړون د بیا تمدید غوښتونکی شو.
د خرما واردوونکو په سعودي عربستان کې د ویزو او بریښنایی پېژند پاڼو صادرولو ستونزو او د بیلابیلو هیوادونو څخه د خرما په واردولو کې شتو ننګونو په اړه خبرې وکړي، او همدارنګه د ښه کیفیت او لرونکو خرماو ته د خلکو د لاسرسي په اړه يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د مڼو سوداګرو وویل چې د یوې اوږدې مودې راهیسي په مڼو بار څوارلس ګاډي د هېواد په ګمرکونو کې ولاړ دي او د ګمرک چارواکي ددی ګمان له امله چې دا کیدای شي ایرانۍ مڼې وي، د صادرولو اجازه نه ورکوي.