د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار تر ریاست لاندې، د اتاق د مدیره هیت سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ریس ښاغلي یونس قاضي زاده، د مدیره هیت غړیو هر یو آذرخش حافظي او خان جان الکوزي، د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي او د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نورو غړیو په هیواد کې د سوداګرۍ د پراختیا او لاښه والي په موخه یوه مشورتي ناسته وکړه.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ښاغلي توکل احمدیار او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، په هرات ولایت کې د شتو سوداګریزو او پانګه اچوونې فرصتونو په اړه په مفصل ډول خبرې وکړې او د هیواد د اقتصادي پراختیا او لوړتیا په هکله يې خپل ارزښمتن وړاندیزونه وکړل.
ښاغلي توکل احمدیار او ورسره پلاوي د هیواد د اقتصادي لوړتیا په موخه د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او تر څنګ يې په هیواد کې د شتو سوداګریزو او پانګه ایزو ستونزو د له منځه وړلو او اقتصادي لوړتیا په تړاو خپل ارزښمتن نظرونه څرګند کړل.
امیر محمد اسماعیل خان درنو ملمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني ته د سوداګرۍ او صنعت وزیر کیدو په تړاو مبارکي وویله. او زیاته یې کړه چې د ښاغلي غوریاني راتګ به د هیواد د سوداګرۍ او پانګه اچوونې د پراختیا سبب شي.
د مدیره پلاوي د کاري راپور او وړاندیزونو اوریدلو وروسته، ښاغلي توکل احمدیار په هیواد کې د کاروبار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سفر هرات ولایت ته او ددی سفر د لاسته راوړنو په اړه د خبرو کولو تر څنګ، د ولایتي اتاقونو د فعالیت د لاښه والي په موخه عامل پلاوي ته لازمې لارښوونې وکړې.
ښاغلي محمد یونس مهمند مجیب الرحمن شیرزاد ته د هغه د نوې دندې په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ؛ د هیواد په ګمرکونو کې د توکو مالیاتي چارو تصفیې په برخه کې د شتو ستونزو یادونه وکړه.
د هرات والي د سوداګرۍ او صنعت وزیر، د اتاق عمومي ریس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویل تر څنګ وویل "ّپه هرات ولایت کې له نیکه مرغه سوداګریزې او اقتصادي وړتیاوې شتون لري او د نوو هوايې دهلیزونو جوړول به د هیواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالې راولي.
ښاغلي توکل احمدیار د دواړو هیوادونو د سوداګریزو او پانګه اچوونې ښو فرصتونو او د دواړ هیوادونو د ښو سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو کولو تر څنګ، هیله څرګنده کړه چې د اندونیزیا هیواد سره به په راتلونکي کې پراخې سوداګریزې اړیکي ولرو.