د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لمړي مرستیال ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند او عامل رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي د کاغذ واردوونکو اتحاديې له رئیس ښاغلي مسعود احدي او ددی اتحاديې له یو شمیر غړو سره د اتاق د غونډو په تالار کې ولیدل او ددوی د ستونزو په اړه يې خبرې وکړی.
د کاغذ واردوونکو اتحاديې رئیس او غړو يې خپلې ستونزې په دی ډول څرګندې کړی "د سیمې هیوادونه هم تر اوسه نشي کولای چې د A4 او A3 سایز کاغذ وارد کړي په داسې حال کې چې په هیواد کې دننه ځینې تولیدي شرکتونه د کاغذ غټې تختې واردوي او بیا يې د A4 او A3 په سایزونو قطعه کوي او دعوه کوي چې دوی کاغذ پخپله تولیدوي. ددوی دغه کاغذ د بازار او مستهلیکینو اړتیاوې نشي پوره کولی. بله دا چې که چیری حکومت د کاغذ په واردوونکو باندی ګمرکي تعرفه زیاته کړي، په بازار او مستهلیکینو باندی د ناوړه اغیزو لرلو برسیره، خلک د جدي ستونزو سره مخامخ کوي."
د اتحاديې رئیس او غړو يې د اتاق څخه وغوښتل چې ددوی ستونزې د اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د په واردیدونکي کاغذ باندی د ګمرکي تعرفې د زیاتوالي مخنیوې وکړي.
ښاغلي مهمند د اتحاديې رئیس او غړو د وړاندیزونو اوریدو وروسته وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ تر څنګ تل هڅه کړی چې د کورنیو تولیداتو او وارداتو ترمنځ یوه متوازنه کړنلاره په کار واچوي تر څو د یوې خوا د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي سبب وګرځي او له بلې خوا بازار او مستهلیکین د ستونزو سره مخامخ نشي."
ښاغلي هاشمي د اتحاديې له غړو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې د اتاق سره په لیکلې بڼه شریکې کړي تر څو اتاق يې د مالیې وزارت له مسؤلینو سره شریکې او د له منځه وړلو لارې چارې ورته ولټوي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د مستهلیکینو د نه زیانمن کیدو لپاره به د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي مهمند ایراني پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل "د افغانستان اقلیم د کښت او مالدارۍ لپاره ډیر مناسب دی. او یو ګډ تفاهملیک به په دواړو هیوادونو کې د سوداګرۍ او پانګه اچوونې لپاره لیار هواره کړي."
ښاغلي هاشمي د ترکیې هیواد څخه ددی غونډې د کوربه توب په تړاو مننه وکړه او د آسیايې همکاریو مکالمې سازمان ((ACD غړیو هیوادونو څخه يې وغوښتل چې د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې د خپلو همکاریو کچه زیاته کړي. تر څو هر غړی هیواد وکولی شي په ایکو سیمه کې د توکو په آزاد جریان او پانګه اچوونه کې خپل اړین رول ولوبوي.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ښاغلي یونس قاضي زاده جلالتمآب جمهور رئیس او لومړي مرستیال امرالله صالح ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د خصوصي سکتور په ستونزو او ننګونو خبرې وکړی.
د مدیره پلاوي د دارالانشاء ریاست له لوري ګډونکوونکو ته اجنډ وړاندی کړې شوه او د اجرائیه کمیټې او عامل ریاست پلاوي د وړاندیزونو په اړه لازمې پریکړې وشوې.
ښاغلي مهمند وویل "افغان زراعتي تولیدات د هنګ تصدیق پاڼې نه لرلو له امله د هندوستان په ګمرک کې ځنډول شوي او هندوستان هیواد ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي او بله دا چې د هندوستان سفارت له خوا افغان سوداګرو ته بیړنۍ او اوږدمهاله ویزې نه ورکول یوه بله ستره ستونزه ده. موږ د هندوستان سفارت سوداګریز پلاوي څخه په خورا درنښت هیله کوو، چې د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې کوټلي ګامونه پورته او لازمي آستانتیاوې رامنځته کړي."