زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو له رئيس او مرستیال سره ولیدل
په دغه غونډه کې چې پخپله د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غوښتنې په اساس جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د وروستیو اور لګیدنو په ځانګړې توګه د قلعه مراد بیک سیمه کې د اور لګیدنې په تړاو خبرې وکړی.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه او یو شمیر سوداګرو د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره ولیدل
د اتاق عمومي رئیس زیاته کړه " سره ددی چي، په اسلام قلعه بندر او نورو ولایتونو کې د اور لګیدنو په اړه د حکومت پخوانیو څیړنو هیڅ کومه پایله نه درلوده، د کابل ښار په قلعه مرادبیک سیمه کې د اور لګیدنې په تړاو هیڅ یو ارګان ځواب ویلو ته چمتو نه دی." هغه زیاته کړه وروسته له هغه چې د هیواد د سوداګرو غږ وانه وریدل شو، دوی اړ شول چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته لاړ شي او په یوه خبري کنفرانس کې خپل غږ اوچت کړي. هغه ټینګار وکړ چې حکومت باید د سوداګرو د سوداګریزو توکو امنیت تامین کړي، د مختلفو زورواکو مخه ونیسي او د تیلو او مایع ګازو ټانکرونو لپاره جلا تم ځایونه په پام کې ونیسي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس سره لیده کاته وکړل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د معدنونو او صنایعو اتاق رئیس، د ښځو اتاق رئیسې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د ښځو اتاق د عامل پلاوي مرستیالې آغلې پرورش اوریا خیل د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې په ترڅ کې د ملي مصالحې عالي شورا مشرتابه کمېټه کې د خصوصي سکتور استازیو ګمارلو، سولې او د استانبول سولې ناستې په حاشیه کې د ځانګړې ناستې په اړه خبرې وکړې.
په لومړي سر کې ښاغلي احمدیار د هېواد په ملي پروسو په ځانکړې توګه د استانبول سولې ناسته کې د خصوصي سکتور د رول او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ورپسې بیا ښاغلي شیرباز کمین زاده او افسانې رحیمې د استانبول سولې ناستې او په اړه د ترسره شویو همغږیو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي عطايې د استانبول سولې ناستې په حاشیه کې د ځانګړې غونډې په اړه د ملي اتاقونو له خوا ترتیب شوې طرحه وړاندی کړه.
ښاغلي عبدالله عبدالله د سولې په پروسه کې د خصوصي سکتور رول اړین وباله او ژمنه يې وکړه چې د ملي مصالحې عالي شورا مشرتابه کمېټه کې به د اتاقونو غړیو ته په دوره يې شکل غړیتوب ورکړي. هغه همدارنګه، د استانبول سولې ناستې په حاشیه کې د ځانګړې غونډې په اړه وړاندې شوې طرحه تائید او اړینه وبلله.
ښاغلي عبدالله عبدالله په اوسني حالت کې د خصوصي سکتور رول د نسبي ثبات او اقتصادي بدلون ساتلو لپاره خورا اړین او حیاتي وباله او زیاته یې کړه چې د سولې په پروسه کې د خصوصي سکتور د استازو شتون اړین دی. نوموړي ژمنه وکړه چې د ملي مصالې عالي شورا او استانبول ناستې په جوړولو کې به د خصوصي سکتور او د افغانستان دریو اتاقونو استازو ته لاره هواره کړي.
د کابل مراد بیک نومي سیمه کې د تیلو ټانکرونو سوزیدو په اړه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس مطبوعاتي کنفرانس
ښاغلي احمدیار زیاته کړه چې یو شمیر ادارې داسې دي چې مسایل هيڅ په هغوی پورې اړه نه لري خو بیا هم سوداګرو ته مزاحمت کوي او د پیسو تقاضا تری کوي. برسیره پردی، د درنو جرمنو اداره د مڼو صادرات ودروي. د هغه په وینا، له یو ولایت څخه بل ولایت ته د ګمرک اسناد د باور وړ ندي او د سوداګرو د ځورید سبب ګرځي. هغه حکومتي چارواکو ته خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي ، دوی به خپل لاریون ته دوام ورکړي او په ټول هیواد کې به د نفتي توکو عرضه او خدمات بند کړي.