د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار، د هرات والي سید عبدالوحید قتالي، د اتاق د مدیره هیت سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ریس ښاغلي یونس قاضي زاده، د مدیره هیت غړیو هر یو آذرخش حافظي او خان جان الکوزي، او د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي، او د خصوصي سکتور او هرات ولایتي اتاق یو شمیر غړو د لیندۍ په ۲۸مه په هرات ولایت کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانسته.
ښاغلي سید زمان هاشمي وویل "دا ډول نندارتونونه په لاره اچول، د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او اقتصادي لوړتیا کې اړین رول لوبوي. د افغانستان صادرات ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته ډیر کم دي. د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي غوریاني څخه مو هیله ده، چې داسې برنامې په لاره واچوي چې افغاني تولیدات نړیوالو مارکیټونو ته لاره پیداکړي."
ښاغلي خان جان الکوزي وویل "د هیواد په ګمرکونو کې شته اداري فساد او په لویو لارو کې بډې اخستنې په کورنیو تولیداتو، اقتصاد او مستهلیکنو ډیرې منفي اغیزې لري." نوموړي زیاته کړه، تر څو چې اداري فساد له منځه ولاړ نه شي، کورني تولیدات نشي کولې چې د وارداتي توکو سره سیالي وکړي.
ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني د کورنیو تولیداتو د پیژندګلوۍ په موخه ددی ډول نندارتونونو په لاره اچول اړین وبلل او صنعت، سوداګرۍ او صادراتو د زیاتوالي په برخه کې يې د سوداګرۍ او صنعت وزارت له برنامو یادونه وکړه.
دغه دوه ورځنې نندارتون د هرات ولایت په آسمان تالار کې په اچول شوی وه چې د کورنیو تولیداتو ۱۰۰ غرفې پکې جوړې شوې وې؛ چې ددی جملې څخه ۷۵ غرفې د ښځینه سوداګرو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې وې.
دغه ناسته د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تفاهملیک (اپټا) د څیړنې، د ټرانزیټ او سوداګریزو همکاریو، او په دواړو هیوادونو کې د سوداګرو د ګمرکي ستونزو د له منځه وړلو په موخه، په سوداګریزو او پانګه ایزو چارو کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت ستر سلاکار په کوربه توب تر سره شوه.
ښاغلي محمد یونس مهمند مجیب الرحمن شیرزاد ته د هغه د نوې دندې په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ؛ د هیواد په ګمرکونو کې د توکو مالیاتي چارو تصفیې په برخه کې د شتو ستونزو یادونه وکړه.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ښاغلي توکل احمدیار او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، په هرات ولایت کې د شتو سوداګریزو او پانګه اچوونې فرصتونو په اړه په مفصل ډول خبرې وکړې او د هیواد د اقتصادي پراختیا او لوړتیا په هکله يې خپل ارزښمتن وړاندیزونه وکړل.
ښاغلي توکل احمدیار د دواړو هیوادونو د سوداګریزو او پانګه اچوونې ښو فرصتونو او د دواړ هیوادونو د ښو سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو کولو تر څنګ، هیله څرګنده کړه چې د اندونیزیا هیواد سره به په راتلونکي کې پراخې سوداګریزې اړیکي ولرو.
امیر محمد اسماعیل خان درنو ملمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني ته د سوداګرۍ او صنعت وزیر کیدو په تړاو مبارکي وویله. او زیاته یې کړه چې د ښاغلي غوریاني راتګ به د هیواد د سوداګرۍ او پانګه اچوونې د پراختیا سبب شي.