د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي پالېسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي شفیق الله "عطایي" د کاغذ ورادوونکو ټولنې له رئيس ښاغلي مسعود احدي او د دې ټولنې له یو شمېرغړو سره د اتاق غونډو په تالار کې ولېدل او د هغوی په ستونزو یې خبرې وکړې.
د دې اتحادیې مشر او غړو خپلې اندیښنې په خاص ډول د کاغذ په وارداتو د ګمرکي تعرفې لوړېدو ستونزې مطرح کړې زیاته یې کړه، تر اوسه د سیمې ګڼ شمېر هېوادونه د A4 او A3 کاغذ د تولید ظرفیت نلري او د هېواد یو شمېر داخلي شرکتونه چې له بهر څخه کاغذ د لویو تختو په بڼه هېواد ته راوړي او بیا یې دلته له پروسس وروسته بازار ته د A4 او A3 کاغذ په ډول عرضه کوي، د کورني مارکیټ او مستهلکینو اړتیاوې نه شي پوره کولای.
دوی وایي، که حکومت په وارداتي کاغذ ګمرکي تعرفه لوړه کړي، دا چاره به په داخلي مارکیټ کې مستهلکین د یاد کاغذ له کمښت سره مخ او یو نا مطلوب وضعیت رامتځته کړي. د کاغذ واردوونکو اتحادیې له اتاق څخه د همکارۍ هیله وکړه چې د دوی ستونزې له حکومتي چارواکو سره مطرح او په وارداتي کاغذ د تعرفې لوړېدو مخه ونیسي.
ښاغلي "عطایي" د کاغذ د واردوونکو سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته وویل، اتاق د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ترڅنګ، تل هڅې کړي چې هېواد ته د وارداتي او بلمثل کورني تولید جنس ترمنځ انډول په نظر کې ونیسي ترڅو، له یوه لوري کورني تولیدات پياوړي شي او له بل اړخه مستهلکین بازار کې د اړوند توکو کمښت ستونزې سره مخ نشي. نوموړي ټینګار وکړ، چې اتاق به دغه ستونزه له اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د حل لپاره به یې مناسب لار ولټوي.
ښاغلي میروېس عمري، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه مننه وکړه چې د دې برنامې ترسره کېدو او د ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون زمینه یې برابره کړه او د آنلاین سیستم بریا کې یې د خصوصي سکتورهمکاري مهمه وبلله. ښاغلي "عمري" زیاته کړه: د ملي تدارکاتو اداره په پام کې لري ترڅو، خپل ټول نوي او عصري سیستمونه چې ډېری مزایاوې او ګټې لري د هېواد خصوصي سکتور سره چې په وینا یې د هېواد د اقتصادي چتر څرخونکی دی شریکې کړي او له هغو شته فرصتونو یې خبر کړې چې په بازار کې مساعد شوي دي. هغه وویل، د ملي تدارکاتو اداره توانېدلې چې تر اوسه د دې اارې سره د ثبت شوو 1000 خصوصي شرکتونو له جملې، له 700 شرکتونو ډیرو هغو ته یې په مرکز او ولایتونو کې په بېلا بېلو بڼو دغه برخه کې روزنه ورکړې ده.
ښاغلي هاشمي، جاکارتا کې د افغانستان مېشت سفیر له دغه نوښت چې هغه هېواد کې یې د افغانستان محصولاتو او تولیداتو د معرفي او بازار موندنې فرصت برابر کړی خوښي وښودله او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو لاس رسي او بازار موندنه کې یې د اتاق د هڅو یادونه وکړه. هغه په ټولو هېوادونو کې د افغانستان له سفارتونو تقاضا وکړه چې د هېواد محصولاتو او تولیداتو لپاره نړیوال مارکیټ موندلو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي چې غونډه کې د اتاق په استازیتوب خبرې کولې، د غونډې برخه والو ته افغانستان کې د پانګونې اړوند فرصتونو او ننګونو، د شته ننګونو د حل لارو او همدا راز د اتاق له لورې ترسره شویو اقدماتو معلومات وړاندې کړل او د پانګونې د جلب په تړاو یې د اتاق مشخصې طرحې هم بیان کړلې.
محترم سلطان محمد "صافي"، د وارداتي او صادراتي توکو د لاریو د توقف تخنیکي ستونزو او په دوغارون بندر کې د فني ظرفیت ټیټوالي له امله د پلټنې ډېر وخت نیولو او همدا راز د سوداګرو او د کورنۍ غړو لپاره د ویزو صدور ستونزو یادونه وکړه او د ایران خاوره کې یې د اسانتیاوو په ځانګړي ډول توکو د ورود او لیږد برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کیدو ټینګار وکړ.