د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د هندوستان لپاره د افغان جنرال قونسل سلیمان کاکړ سره د لیدنې په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د هندي سوداګرو او پانګه اچوونکو لپاره په افغانستان کې د پانګه اچوونې لازمې آسانتیاوې شته او هندي سوداګر باید د ددی فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند وویل چې افغان سوداګر اوس هم هندوستان ته د سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ستونزې لري او د نوموړي هېواد د اړونده ادارو سره په همغږۍ کې باید چې د پای ټکې ورته کیښودل شي.
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې افغانستان د هندي سوداګرو او پانګه اچوونکو لپاره د پانګه اچوونې تر ټولو ښه ځای دی او دوی باید په افغانستان کې پانګه اچوونې ته وهڅول شي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي وویل چې افغان سوداګر اوس هم د ماليې په برخه کې یو لړ ستونزې لري او بله دا چې د افغان محصولاتو د بازار موندنې په موخه باید ګډ نندارتونونه جوړ کړی شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټینګار او په افغانستان کې د پانګه اچوونې لپاره د شتو فرصتونو او آسانتیاوو د موجودیت یاودونه وکړه.
د هندوستان لپاره افغان جنرال قونسل سلیمان کاکړ وویل چې زیات شمیر هندي سوداګر لیوال دي چې په افغانستان کې پانګه اچوونه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې هندي سوداګرو ته د افغاني محصولاتو ورپیژندلو په موخه باید ګډ نندارتونونه په لار واچول شي.
ښاغلي احمدیار د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او کارګرو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو د ټنګار تر څنګ، زیاته کړه چې دواړه ادارې د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې کولی شي د هېواد د اقتصادي لوړتیا سبب وګرځي.
ښاغلي محمد یونس مهمند احمد جاوید جیهون ته د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه د هغه د ټاکنې له امله مبارکي وویله او هیله يې څرګنده کړه چې ښاغلی جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي مایل احمدي او د اتاق د مدیره پلاوي غړیو ښاغلي جاوید جیحون ته د هغه د نوې دندې د مبارکۍ ویلو تر څنګ هیله څرګنده کړه چې ښاغلی جاوید جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو په له منځه وړلو کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي مهمند د مالیاتو په قانون کې د تعدیل راوستو په موخه د مشرانو جرګې همکاري ترلاسه او د آپټا تړون د بیا تمدید غوښتونکی شو.