د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخنیک او پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايي په هغه غونډه کې چې د افغان ملي بیمې شرکت له خوا د بیموي خدماتو د معرفي کولو په موخه جوړه شوی وه، داسې وویل "بیموي خدمتونه د اقتصاد په وده او نمو کې مثبت رول لري." نوموړي د افغان سوداګرو په ځانګړي توګه د هغو شرکتونو څخه چې د اتاق غړیتوب لري، وغوښتل چې په هیواد کې د شته بیموي خدمتونو څخه ګټه پورته کړي، تر څو له یوې خوا د هیواد اقتصاد پیاوړې او له بلې خوا د دوی فعالیتونه د زیات باور څخه برخمن شي.
د افغان ملي بیمې شرکت استازي ښاغلي شاه محمد احمدزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د مننې تر څنګ وویل "د افغان ملي بیمې شرکت اساسي موخه د هیواد سوداګریزو شرکتونو او سوداګرو ته د بیموي خدماتو وړاندی کول دي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه د افغان ملي بیمې شرکت ۱۷ ډوله مختلف بیموي خدمتونه چې روغتیايي، سفري او زیربنايي پکې شامل دي، وړاندی کوي."
ښاغلي باز هم د مدني ټولنې د ښو کړنو او د ولس غږ رسونې څخه د یادونې تر څنګ ژمنه وکړه، چې د د مدني ټولنې څخه به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي او د اوونیزې خپرونې د پراختیا په موخه به هر اړخیزه همکاري کوي.
ښاغلي رزاق داوود وویل "پاکستان د افغانستان سره د ښو سوداګریزو او ټرانزیټو اړیکو غوښتونکې دی، او په اسلام آباد او کابل کې زموږ لیدنو سوداګریزو راکړو ورکړو ته لار هوار کړی ده."
د افغانستان لپاره د هندوستان نوي سفیر ښاغلي تاندوی د اتاق له عامل ریس ښاغلي هاشمي څخه وغوښتل چې د سوداګرو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره خپلې طرحې د هندوستان سفارت ته ورولیږي او ژمنه يې وکړه چې د ویزو په ترلاسه کولو او بل هرډول ستونزو په له منځه وړلو کې به بشپړه همکاري کوي.
ښاغلي هاشمي په هیواد کې د شتو ښو اقتصادي فرصتونو او ننګونو په اړه د خبرو کولو تر څنګ ټینګار وکړ، چې د اقتصادي اتکا او بسیاتوب دپاره باید په هیواد کې د شته طبیعي سرچینو څخه ګټه پورته کړی شي.