د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکټر مخلص احمد او د افغانستان – پاکستان ګډ اتاق اجرائیوي رئیس ښاغلي نقیب الله صافي د اقتصادي مطالعاتو ادارې (OESP) او د امنیتي او څیړنیزو مطالعاتو مرکز (CRSS) لخوا د (بندرونو آخوا) نامه لاندی جوړه شوې ناسته کې، ګډون او ویناوې وکړې.
یاده ناسته د سه شنبه په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د پاکستان خصوصي سکتور استازیو، د پاکستان د ولسي جرګې استازیو، د پاکستان مدني فعالانو، ژورنالستانو او د افغانستان د پخواني دولت ولسي جرګې ځینو استازیو په ګډون ترسره شوه.ښاغلي مهمند او ښاغلي الکوزي په افغانستان کې، د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته، په رامنځته شویو ستونزو لکه: د هېواد په سوداګرۍ او اقتصاد باندی د کنګل شویو پیسو ناوړه اغیزو او د افغانستان – پاکستان ترمنځ په سوداګریزو او ټرانزیټي دروازو کې شتو ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ، د نړیوالې ټولنې څخه يي د افغانستان د کنګل شویو پیسو د بیرته خلاصیدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند او ښاغلي الکوزي د خپلو خبرو په جریان کې، یادو ستونزو ته د پای ټکي کیښودو، د ځمکې له لارې د افغان مسافرینو لیږد په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو، سوداګرۍ پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګه اچونې شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستلو ټینګار وکړ.
ګډون کوونکو په افغانستان کې د اقتصادي او کاري وضعیت ودې په موخه د افغانستان – پاکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو ښه والي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو د تیریدو او مختلفو سوداګریزو برخو کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کیدو، د ویزو صدور په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کیدو، سوداګریزو اړیکو په غښتلتیا، په ګمرکونو کې د تعرفې په برخه کې د شتو ستونزو په حل، د اپټا تړون بیا نوی کیدو، په بندرونو کې د تخنیکي کمېټو رامنځته کیدو او سیاحتي او طبي آسانتیاوو رامنځته کیدو ټینګار وکړ.
د غونډي په پيل کي کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا لومړی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار د سوداګرۍ اتاق رئیس، د ګمرک او ترانسپورټ رئیسانو او د اقتصادي چارو په برخه کي د مشورتي شورا ټولو غړیو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې د سوداګرو او صنعتکارانو څخه مننه وکړه، چي د ا،ا،امارت په راتګ سره یې همدلته هیواد کي دننه خپلي سوداګرۍ او پانګه اچونې ته دوام ورکړی او له دوی څخه یې وغوښتل، ترڅو بهر ته تللي سوداګر او صنعتکاران وهڅوي، چي په خبره یې همدلته په ډاډه زړه د هیواد او خلګو د پرمختګ لپاره سوداګرۍ او پانګه اچونې ته دوام ورکړي.
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور او د افغانستان بانک ترمنځ په ګډو همکاریو د ټینګار کولو ترڅنګ، د افغانیو په وړاندی د بهرنیو اسعارو بیو لوړیدل او د سوداګریزو توکو پیر په موخه، د افغان سوداګرو بهر ته د پیسو لیږد په برخه کې شته ستونزې د خصوصي سکتور اوسنیو ستونزو په توګه یادې کړې.
د میدان وردګو باغ لرونکو اتحادیې غړیو او د مڼو سوداګرو وویل "په هېواد کې دننه د هېوادوالو د اړتیا وړ او د صادراتو لپاره هم مڼې شتون لري، نو په اوسني وضعیت کې، د بهر څخه د مڼو واردول، د هېواد دننه مڼو تولید ته زیان رسوي. په وارداتي مڼو دی لوړې تعرفې وضع کړی شي، ترڅو د ډیرو مڼو واردلو مخه ونیسي."