د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي رئيس ښاغلي ګل مراد عرب او د هغه ولایت د اتاق د نوې رهبرۍ له غړو سره ولیدل او د ننګرهار اتاق د مشرتابه په کچه د تازه بدلونونو او اړوند موضوعګانو په اړه یې خبرې وکړې.
محترم ګل مراد عرب، د اتاق عمومي رئيس ته د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د 1399 کال د وږي مېاشت 5مې نېټې د رڼو ټاکنو، چې په پایله کې یې د ګډونوالو په اکثریت رایو سره د هغه ولایت د اتاق مدیره هیئت رئیس او غړي وټاکل شول او همدا راز د نوي مشرتابه پلاوي کاري پروګرامونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د ننګرهار اتاق نوي مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغه ولایت د اتاق د رڼو ټاکنو ترسره کیدو او نوې رهبرۍ له تعیین څخه خوښي وښوده. نوموړي د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا برخه کې د هغه اتاق له نوي ټیم سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له همکارۍ او د هغوی له کاري برنامو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نفت او ګاز تخصصي کمېټه پرانستل شوه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د نفت او ګاز تخصصي کمېټه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي لخوا، د محترمو د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د اتاق د نفتو او ګازو کمېټې رئیس جان آقا صادقي، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال عبدالطیف قناویزیان، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي او د اتاق د نفت او ګاز کمېټې مرستیال سيد مسعود سادات او ګڼ شمېر سوداګرو او د نفتو سکتور یو شمېر پانګه والو په ګډون سره د اتاق د غونډو په تالار کې پرانستل شوه.
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، خپلې پرانستونکې وېنا کې د هېواد اقتصاد د نفتو او ګازو په ځانګړې توګه د خلکو د عادي ژوند په بهیر د هغې اغیزو په تړاو خبرې وکړې او هیله مند شو، چې د اتاق د نفت او ګازو تخصصي کمېټې پرانستل کېدو او فعالیت زیاتوالي سره هغه ستونزې حل شي، چې د دې سکتور د وارداتو برخه کې شته ستونزې په خاص ډول هغه زیانونه چې له سرحدونو څخه په قاچاقي ډول د بې کیفیته ګازو د ورود له امله د هېواد اقتصاد او د خلکو ژوند ته رسیږي، تر دې وروسته به رفع شي او له دې طریق وکولای شو د هېواد د نفتو او ګازو سکتور د سوداګرو او مصرف کوونکو لپاره د ښه خدمت مصدر شو.
ښاغلي جان آقا صادقي، د نفتو او ګازو د وارداتو په وړاندې شته ستونزو او د دې سکتور اهمیت ته اشاره وکړه او ژمن شو، چې دا کمېټه به تر ډېره هڅې وکړي، چې د کیفیت لرونکو او معیاري نفتو او ګازو په واردولو سره د خپلو هېوادوالو د غوره خدمت جوګه شي.
ښاغلي صادقي، د نفتو او ګازو واردوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو هغو برنامو چې دغه کمېټه به یې له اړونده حکومتي ادارو سره عملي کړي په تفصیل سره خبرې وکړې.
په همدې ترتیب د دې کمېټې غړو د نفتو او ګازو د باکیفیته او سټنډرډ وضعیت برابرولو او د افغانستان مارکېټونو ته یې د عرضه کولو په تړاو خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه او نظرونه یې هم بیان کړل.
په دې برنامه کې، ښاغلي سید مسعود سادات د اتاق د نفتو او ګازو تخصصي کمېټې د مرستیال په توګه وټاکل شو ترڅو، د دغې کمېټې کارونه او د نفتي توکو او ګازو د سوداګرو ستونزو حل چارې په مخ یوسي.
د اتاق سوداګریز مرستیال د کابل ښار ساختماني چارو اتحادیې له رئیس او غړو سره ولیدل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي تجارتي مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د کابل ښار رغنیزو چارو ټولنې له مشر ښاغلي داود پکتیاوال او د دې ټولنې له غړو سره د اتاق د غونډو په تالار کې د هغوی په شته ستونزو خبرې وکړې.
د کابل ښار د ساخت او رغنیزو چارو ټولنې رئیس او غړو د کابل ښار بېلابېلو ناحیو کې د نظارت کوونکو ارګانونو، د ناحیو او حوزو مسوولینو له لورې د دوی د فعالیتونو په وړاندې شته ستونزو او خنډونو یادونه وکړه او د حل برخه کې یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د هغوی د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې اتاق به د دغې اتحادیې ستونزې له اړوند حکومتي ادارو سره شریکې او د حل کولو په موخه به یې هر ډول همکاري وکړي. نوموړي، د کابل ښار د ساختماني اتحادیې له مشر او غړو وغوښتل، چې د موجوده ننګونو د حل په موخه خپلې چارې د اتاق د اتحادیو د ثبت له مسوول سره تنظیم کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئیس د افغانستان د زراعتي محصولاتو د زنځیروي ارزښت لوړولو پروژې (USAID - AVC-HVC) له رئیس او سلاکار سره ولیدل
د اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي، د افغانستان د زراعتي محصولاتو د زنځیروي ارزښت لوړولو پروژې (USAID - AVC-HVC) له رئیس ښاغلي دوکتور جوان "استرادا" او د دې پروژې له ارشد تخنیکي سلاکارې مېرمن فلوران "ولی" سره لیدنه کې په اړوند موضوعګانو بحث وکړ.
د اتاق د عامل پلاوي رئیس د (USAID - AVC-HVC) پروژې مسوولینو ته د صادراتو برخه کې شته ننګونو په تړاو معلومات وړاندې کړل وې ویل: له یو خوا د افغانستان د مېوو د صادراتو موسم دی او له بل لوري په معیار برابر ټرانسپورټي شرکتونو د کمښت ستونزه ده چې محصولات له یوې سیمې بلې سیمې ته انتقال کړي.
ښاغلي"هاشمي" زیاته کړه، هر وخت چې موږ وکولای شول د ټرانسپورټ بیه را ټیټه کړو، کولای شو د سیمې او نړۍ په بازار کې ښه رقابت وکړو.هغه وویل چې د صادراتو لپاره په هېواد کې کافي اندازه محصولات تولیدیږي خو، دغو محصولاتو او تولیداتو ته بازار موندنه او مارکیټ ته رسول ډیر مهم دي، چې په دغه برخه کې د د نړیوالو بنسټونو او د افغانستان د حکومتي ارګانونو ملاتړ جذبول د اتاق له اصلي موخو څخه دي.
د اتاق د عامل پلاوي مشر دغه ناسته کې ټینګار وکړ،چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اوس له یو دقیقې او جامع تګلارې سره ګاونډیو هېوادونو او هغه هېوادونه چې زموږ د تولیدي توکو لپاره اړتیا لري د صادراتو په لورې د حرکت په حال کې دی.
په ورته وخت کې، د افغانستان د زراعتي محصولاتو د زنځیروي ارزښت لوړولو پروژې رئیس ښاغلي جوان "استرادا" د افغانستان د محصولاتو د کیفیت په لوړوالي ټینګار وکړ وې ویل: موږ له کروندګرو سره کار کوو ترڅو، د افغانستان د محصولاتو په ځانګړې توګه د افغانستان د زراعتي محصولاتو کیفیت لوړ کړو او له هغو معیارونو سره برابر شي چې د نړیوال او سیمې هېوادونو د بازارونو غوښتنه ده او له دې سره به صادراتي شرکتونه وکولای شي د اړتیا وړ او اعتباري تصدیق پاڼې ترلاسه کړي.
په دغه ناسته کې، د زراعتي محصولاتو د زنځیروي ارزښت لوړولو پروژې (USAID - AVC-HVC) ارشد تخنیکي سلاکارې مېرمن فلوران "ولی" تر دې مهاله ترسره شوو کارونو د تایېد ترڅنګ، له ملي او نړیوالو ملاتړو بنسټونو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د دغې موسسې د ګډ کار اجرا کولو په تړاو خپل نظرونه شریک کړل او وړاندیز یې وکړ، چې په ټولو برخو، هم د ګډ کار هوکړه او د اتاق سره د همکاریو هوکړه لیک چې وکولای شي له خصوصي سکتور استازیتوب وکړي، د دغه بنسټ لخوا د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره لاسلیک شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د خپرندوۍ او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه پرانستل شوه
د افغانستاان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق خپرندوۍ او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه، د یو محفل په ترڅ کې د اتاق دعمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار لخوا د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئيس ښاغلي شرین آغا سخي، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست ښاغلي شفیق الله عطایي او د هېواد ګڼ شمېر سوداګرو او پانګه والو ګډون سره د اتاق د غونډو په تالار کې پرانستل شوه.
ښاغلي توکل احمدیار، د پرانستې وېنا کې، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ټولو سوداګرو، پانګه والو او د خصوصي سکتور د غړو ګډ کور وباله او ژمنه یې وکړه چې د سوداګرۍ ودې او پراختیا او د خصوصي سکتور له قانوني فعالیتونو په ځانګړې ډول د چاپ او نشر برخه کې به هر ډول لازمې همکارۍ وکړي. هغه وویل اتاق تل هځه کړې چې د سوداګرو او پانګه والو ستونزې د حل په موخه له اړونده حکومتي مسوولینو سره شریکې کړي او د حل برخه کې به یې هر اړخیزې هڅې وکړي.
محترم شرین آغا سخي، د خپرندوی او کتاب پلورونکو ټولنه د هېواد د خصوصي سکتور مهمه برخه وبلله زیاته یې کړه: اتاق تل هڅه کړې چې د خپلو تخصصي کمېټو پوسیله د خصوصي سکتور ستونزې او وړاندیزونه د دولت له مشرتابه او اړونده ادارو سره مطرح او حل کړي. نوموړي په تېرو 90 کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د اتاق د پراخو ترسره کړو فعالیتونو د یادولو سره د نشراتي او طباعتي برخې د زیربناو د رشد برخه کې د اتاق د همکاریو ژمنه وکړه.
ښاغلي شفیق الله عطایي، د سوداګرۍ او پانګونې ودې برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او تخصصي کمېټو له هڅو او لاسته راوړنو په یادولو سره زیاته کړه: نن ورځ د خصوصي سکتور له فعالینو یوه بله برخه د اتاق د تخصصي کمېټو په چوکاټ کې پرانیزو. هغه دغه تخصصي کمېټې د خصوصي سکتور او دولت ترمنځ ارتباطي پل وباله او د هېواد علمي او معارف سکتور زیربناوو پیاوړتیا او رشد کې یې د خپرندوی او کتاب پلورونکو د تخصصي کمېټې نقس لوبولو ته اشاره وکړه او د دې کمېټې پیاوړتیا او غښتلتیا کې یې د اتاق د مشرتابه پلاوي د همکاریو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د ناشرانو او کتاب پلورونکو ټولنې رئیس ښاغلي سید احمد سعید، خپلو خبرو کې وویل: څرنګه چې یوه ټولنه د مالي او اقتصادي جوړښتونو تقویت ته اړتیا لري په همغه اندازه معنوي زیربناوو رشد ته هم اړتیا لري. هغه زیاته کړه، څه ډول چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد بنسټ تشکیلوي، خپرندویه او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه به هم د اتاق د 19 ګونو کمېټو ترڅنګ د ټولنې معنوي ودې کې ګټور رول ولوبوي.
همدا راز دغو مراسمو کې د خپرندوی او کتاب پلورونکو ټولنې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئيس ښاغلي توکل احمدیار ته د لوح تقدیر په ډالۍ کولو سره د اتاق له خدمتونو او همکاریو ستاینه او مننه وکړه.
د دې برنامې په پای کې، د اتاق مشرتابه پلاوي له لوري خپرندوی او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټه پرانستل شوه او ښاغلي سید احمد سعید د خپرندوۍ او کتاب پلورونکو تخصصي کمېټې د ټاکنو ترسره کېدو تر وخت د دې کمېټې د موقت رئيس په توګه وټاکل شو.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه هيئت د هرات ولايت د اتاق له مشرتابه پلاوي سره وليدل
د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق د مشرتابه پلاوي د محترم مديره پلاوي، لومړي مرستال محمد يونس مهمند، تجارتي مرستيال خيرالدين مايل احمدي، د مديره پلاوي مالي رئيس شيرين آغا سخي او د مديره پلاوي غړي جان آقا صادقي له محترمو د هرات ولايت د اتاق مديره هيئت لومړي مرستيال عبدالطیف قناویزیان، سعد خطيبي او د هغه ولايت د اتاق د مديره پلاوي يو شمیر نورو غړو سره وليدل او د هغوی د ستونزو په اړه يی ورسره بحث او نظرونه تبادله کړل.