په کابل پوهنتون کې د ګمارونکو تربیوي مرکز جوړولو په موخه په جوړه شوې مشورتي ناسته کې د کابل پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري، د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي، دولتي چارواکو، د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچوونې اتاق د پالیسۍ او تخنیک مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې ګډون درلود.
د کابل پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د ګمارونکو د وړتیا لوړونې او کار موندنې په برخه کې د خصوصي سکتور، اړونده حکومتي او علمي ادارو رول اړین وباله.
ښاغلي عبدالتواب بالاکرزي د کار موندنې په برخه کې د علمي ادارو رول او طرحې اړینې وبللې او د ولایتونو په کچه ددی ډول نوښتونو غوښتونکې شو.
ښاغلي شفیق الله عطايې د ګمارونکو تربیوي مرکز جوړولو په ارزښت باندې د خبرو کولو ترڅنګ، ددی ډول مرکزونو رول د کاروبار او کوچنیو تشبثاتو په وړتیا، سوداګریزو او پانګه ایزو طرحو ته مالي ملاتړ او لازمو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې اړین وباله او زیاته يې کړه چې ددی ډول مرکزونو جوړول د محصلینو په فکري وړتیا لوړونې او په هغوی کې د اغیزمنو اقتصادي مفکورو پیداکولو په برخه کې ارزښتمن رول لري.
ښاغلي عطايې وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ددی ډول مرکزونو جوړولو څخه ملاتړ کوي او دا چې د ګمارونکو تربیوي مرکز د لاښه والي په موخه باید د اتاق او ددی مرکز ترمنځ تفاهملیک لاسلیک شي."
ښاغلي توکل احمدیار وویل "په کور دننه پانګه اچوونه، د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو تر څنګ د هیواد په اقتصادي لوړتیا کې اړین رول لوبوي."
دغه ناسته د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تفاهملیک (اپټا) د څیړنې، د ټرانزیټ او سوداګریزو همکاریو، او په دواړو هیوادونو کې د سوداګرو د ګمرکي ستونزو د له منځه وړلو په موخه، په سوداګریزو او پانګه ایزو چارو کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت ستر سلاکار په کوربه توب تر سره شوه.
ښاغلي عطايې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنک زیاته کړه "د افغانستان په عدلي او قضايې ادارو کې د سوداګریزو شخړو حل یوه ستره ستونزه ده؛ دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودلو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د اتاقونو د چارو تنظیم قانون او د اتاق د اساسنامې پر بنسټ د سوداګریزو شخړو حل مرکز تاسیس کړ.
د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ښاغلي توکل احمدیار او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، په هرات ولایت کې د شتو سوداګریزو او پانګه اچوونې فرصتونو په اړه په مفصل ډول خبرې وکړې او د هیواد د اقتصادي پراختیا او لوړتیا په هکله يې خپل ارزښمتن وړاندیزونه وکړل.
ښاغلي سید زمان هاشمي وویل "دا ډول نندارتونونه په لاره اچول، د کورنیو تولیداتو په زیاتوالي او اقتصادي لوړتیا کې اړین رول لوبوي. د افغانستان صادرات ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته ډیر کم دي. د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي غوریاني څخه مو هیله ده، چې داسې برنامې په لاره واچوي چې افغاني تولیدات نړیوالو مارکیټونو ته لاره پیداکړي."