د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخنیک او پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايې د مرغومې په ۱۸مه د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د آزادو اقتصادي سمیو مشرانو په لمړۍ غونډه کې چې د افغانستان او غړیو هیوادونو د سوداګرۍ د پراختیا او لا ښه والي په موخه د آزادو اقتصادي زونونو جوړولو په تړاو په جوړه شوې غونډه کې خبرې وکړی او د ایکو غړیو هیوادونو د سوداګریزې پراختیا په موخه يې دا ناسته اړینه وبلله.
ښاغلي عطايې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازولۍ د ایران د اسلامي جمهوریت څخه ددی کیمسیون د جوړولو او د لمړۍ غونډې د کوربه توب کولو په تړاو مننه وکړه او د ایکو غړیو هیوادونو څخه يې وغوښتل چې د آزادو سوداګریزو سیمو د جوړولو په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د ایکو هر غړې هیواد باید د آزادو اقتصادي سیمو جوړولو په برخه کې چې د آزادو صادراتو د لا ښه والي لامل دی هڅانده ګامونه پورته کړي.
په دې آنلاین غونډه کې چې ایران يې کوربه توب کاوه، په دی خبرې وشوې چې د اړونده چارواکو څخه دی یوه دایمي کمیټه جوړه کړی شي تر څو د غړیو هیوادونو سوداګرو او پانګه اچوونکو ته د کار ښه زمینه برابره کړی شي.
په دی غونډه کې د ایکو د آزادو اقتصادي سیمو کمیسیون رئیس ښاغلي ډاکټر جمالي، د ایکو سازمان مرستیال ښاغلي سید یحی اخلاقي، د ایکو د سوداګرۍ او صنایعو اتاق سکرتر ښاغلي آدم کیولا، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو د ادارې استازې آغلې فروزان فقیري او د ایکو غړیو هیوادونو استازیو ګډون درلود. دوی د آزادو اقتصادي سیمو جوړولو په ارزښت باندی د خبرو کولو تر څنګ په آزادو اقتصادي سمیو کې د ټوریزم، استخراج او لوژیستیک برخو په ارزښت خبرې وکړی.
د غونډې په پای کې د سوداګرۍ او صنعت، اقتصاد، او ماليې وزارتونو او د ایکو سازمان غړیو هیوادونو څخه غوښتنه وشوه چې د اقتصادي ویزو اخستلو، د سوداګرۍ د لا ښه والي، د خنډونو د کموالي، د غړیو هیوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو او د سیمه ایزو بنسټیزو کارونو په اړه د منظمو کاري پلانونو او کړنلارو جوړولو په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
په دی دوه جلا ناستو کې د ځمکني ټرانسپورټي اتحاديې غړیو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته وړاندې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي توکل احمدیار وویل "په کور دننه پانګه اچوونه، د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو تر څنګ د هیواد په اقتصادي لوړتیا کې اړین رول لوبوي."
ښاغلي حاجي محمد یونس مهمند د جمهور رئیس څخه د مننې کولو تر څنګ وویل"موږ غواړو چې د جلغوزو په څیر د افغانستان ټول زراعتي محصولات تولید، پروسس او ورته بازارموندنه وکړو. موږ د حکومت سره د عوایدو په راټولولو کې مرسته کوو خو حکومت باید خلکو ته د کار زمینه برابره کړي."
ښاغلي عطايې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنک زیاته کړه "د افغانستان په عدلي او قضايې ادارو کې د سوداګریزو شخړو حل یوه ستره ستونزه ده؛ دی ستونزې ته د پای ټکي کیښودلو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د اتاقونو د چارو تنظیم قانون او د اتاق د اساسنامې پر بنسټ د سوداګریزو شخړو حل مرکز تاسیس کړ.
د کابل پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د ګمارونکو د وړتیا لوړونې او کار موندنې په برخه کې د خصوصي سکتور، اړونده حکومتي او علمي ادارو رول اړین وباله.