د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د افغانستان نندارتونونو شرکت له رئیس ښاغلي عزیزالله بارکزي سره یو تفاهملیک د افغاني محصولاتو نندارې ته د کیښودو په موخه لاسلیک او د کورنیو محصولاتو په زیاتوالي يې ټینګار وکړ.
ښاغلي عطایي ښاغلي بارکزي او د هغه همکارانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه " دا نندارتون چې ټاکل شوې د روان کال د اکتوبر میاشتې په دوهمه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اتاق په همکارۍ جوړ شي، کولی شي چې سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او کورنیو تولیداتو نندارې ته د کیښودو سبب شي."ښاغلي عطايي د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل " دغه نندارتون کې به د کورنیو محصولاتو معرفي کولو سربیره بهرني محصولات هم نندارې ته وړاندې شي، او دا نندارتون د سوداګرۍ لپاره سیال پیداکولو په برخه کې هم ګټور کیدی شي."
ښاغلي عطايي ټینګار وکړ چې د دې نندارتون په لاره اچول د کورنیو محصولاتو زیاتوالي لپاره یو ښه فرصت او موقع ده.
ښاغلي بارکزي د خصوصي سکتور د دوامداره ملاتړ سربیره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د کړنو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا د دوی لومړی ګډ نندارتون دی د اتاق سره او هیله یې څرګنده کړه چې د دی نندارتون په لاره اچولو سره به د خصوصي سکتور پام ځان ته راواړوي.
نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت او طالبان باید د هیواد په بندرونو کې د خامو موادو سوداګرو لپاره ستونزې رامینځته نه کړي ترڅو د هیواد اوسیدونکي د خامو موادو لوړې او ننګونو سره مخ نشي.
پدې آنلاین ناسته کې، دواړو لورو د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو، د سوداګرۍ پیاوړتیا او پراختیا، په افغانستان کې د ایراني پانګه اچوونکو پانګه اچونو او په ایران کې د افغان پانګوالو پروړاندې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی او په له منځه وړلو يې ټینګار وکړ.
ښاغلي برهان ښاغلي نادري ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د شتو پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې وکړی او د چک خصوصي سکتور او د دوی له لارې يې په افغانستان کې د اروپایي پانګه اچونو غوښتنه وکړه. سربیره پردی، يې د هېواد د خصوصي سکتور څخه د زیربنايې پروژو په تطبیق کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي عطایي په کابل کې د ایران سفارت نوې سوداګریزې آتشې ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پراختیا او د سوداګرو شتو ستونزو ته د پای ټکي کیښودلو په برخه کې د ایران سفارت سوداګریزې آتشې همکاري له اتاق او خصوصي سکتور سره اړینه وبلله.
ښاغلي عطايي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل هڅه کړی، چې د هنګ صادروونکو ته په هېواد کې دننه د هنګ محصولاتو ازمایشت زمینه برابره کړي."