د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطایې، د مرکزي اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د مرکزي اتاق ډیپارټمنټونو آمرینو او د ولایتي اتاقونو آمرینو په دې ناسته کې په آنلاین ډول ګډون وکړ.
ښاغلي عطايې د ولایتونو او ولسوالیو اتاقونو څخه د هغو هڅو په تړاو مننه وکړه چې د دوی په ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو شتون برسیره دوی د خصوصي سکتور فعالیتونو د ملاتړ په برخه کې ترسره کړي دي. نوموړي زیاته کړه "له بده مرغه د هېواد په یو شمیر ښارونو کې د تاوتریخوالي دوام د خصوصي سکتور فعالیتونو بندولو او کمولو ته لاره هواروي."
ښاغلي عطايې ددی ناستې د موخې او اړتیا څرګندونې ترڅنګ، وویل "دغه ناسته په دوه ډیرو اړینو موضوعاګانو راڅرخي چي عبارت دي له:"۱. د اتاق د لوړو او ستراتیژیکو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د دفتر تاسیساتو همغږي او تحرک رامینځته کول او د اتاق د موجوده تاسیساتو کې عصري پوهه او ټیکنالوژۍ په پام کې نیولو سره؛
د خصوصي سکتور لپاره د خدماتو رسولو ته وده ورکول.
۲. د ولایتي او ولسوالیو اتاقونو داخلي غوښتنواو ننګونو ته رسیدګي کول او همدارنګه د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همغږۍ کې دا ننګونې حل کول.
ښاغلي هوتک او د تفتیش مسؤلینو خپلې اړوندې موضوعګانې مطرح او ګډونوالو ته وړاندې کړې.
د ولایتي اتاقونو عامل پلاوو آمرینو هغه فعالیتونه تشریح کړل چې دوی د مرکزي اتاق د ستراتیژۍ او پالیسۍ په تړاو ترسره کړي، او د موجوده ننګونو په تړاو یې خپل پلانونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
ښاغلي عطايې د ولایتي اتاقونو آمرینو وړاندیزونو، ستونزو او نظرونو اوریدو وروسته، د ستونزو د له منځه وړلو او واندیزونو ته د رسیدګۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
په دی ناسته کې د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز ګډونکوونکو ته اجنډا وړاندې کړه، سربیره پردی، ښاغلي عطایې د عامل پلاوي راپورونه مطرح کړل، د اتاق د مالي چارو او د پروان سوداګریز اتاق ودانۍ جوړولو په اړه د مفصل بحث څخه وروسته د اجرائیه کمیټې او عامل پلاوي د وړاندیزونو په اړه لازمې پریکړې وشوې.
ښاغلي احمدیار د معدنونو او پټرولیم وزارت څخه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرولو او د لویو او کوچنیو پروژو د اوطلبۍ په برخه کې د لازمو آسانتیاو او ښو کړنلارو رامنځته کول وستایل او زیاته یې کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق مشرتابه د معدنونو او پټرولیم وزارت دغه کړنه ستایې او ملاتړ يې کوي."
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د نندارتونونو رئیس د دوبۍ نړیوال نندارتون په اړه او د افغانستان حکومت لخوا ګډونوالو ته په دی نندارتون کې د برخې اخیستو په موخه، چمتو شویو اسانتیاو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي عطايي ګډونوالو ته د وړتیا، شته ظرفیت، د غړو شمیر او د ولایتي خونو، بهرنیو اړیکو، له مختلفو هیوادونو سره د ګډو اتاقونو او د هغو تفاهملیکونو په اړه چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق یې د نورو سره لري د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، وویل "اتاق له هندوستان سره نږدې اړیکې لري او د اړیکې لا پسې پراخیږي. بله دا چې، موږ له هندوستان سره د همکارۍ پراختیا ته لیواله یو، په ځانګړي توګه د تیلنګانا سوداګریز اتاق سره."
د رخت واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله ۳۰۰ هغو سوداګرو ته چې د چین هېواد سره سوداګریزې اړیکې لري، د چین ویزې اخیستلو په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پخوانیو هڅو ستایلو ترڅنګ، په دی برخه کې د اتاق د لاډیرو همکاریو غوښتونکې شو.