د وچې میوې او رخت یو شمیر سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي له لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د رخت واردوونکو د چین د ویزې اخستلو او ټرانسپورټي ستونزې او د وچې میوې صادروونکو د ثبت مرکزي دفتر او فکري مالکیتونو ریاست اړونده ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د رخت او وچې میوې سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه، چې ددوی ستونزې به په کابل کې د چین سفارت او د اړونده حکومتي ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي احمدیار د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او کارګرو ته د لازمو آسانتیاوو په برابرولو د ټنګار تر څنګ، زیاته کړه چې دواړه ادارې د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې کولی شي د هېواد د اقتصادي لوړتیا سبب وګرځي.
ښاغلي مهمند د تاتارستان سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، وویل چې افغانستان د روسي سوداګرو او پانګه اچوونکو لپاره د ټالک ډبرو، د معدنونو د استخراج، اوبلن ګاز، د انځرو او ممیزو او ځینو نورو محصولاتو په برخه کې د پانګه اچوونې لپاره تر ټولو ښه ځای دی او دا چې روسیه او افغانستان باید خپلو سوداګریزو اړیکو ته لا ډیره پراختیا ورکړي.
ښاغلي مایل احمدي او د اتاق د مدیره پلاوي غړیو ښاغلي جاوید جیحون ته د هغه د نوې دندې د مبارکۍ ویلو تر څنګ هیله څرګنده کړه چې ښاغلی جاوید جیحون به د خصوصي سکتور د ستونزو او ننګونو په له منځه وړلو کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې افغانستان د هندي سوداګرو او پانګه اچوونکو لپاره د پانګه اچوونې تر ټولو ښه ځای دی او دوی باید په افغانستان کې پانګه اچوونې ته وهڅول شي.