د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې په هغه غونډه کې چې د ټرانسپورټ آسانه خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي په موخه د (IFC) له خوا په آنلاین ډول جوړه شوې وه، د ګډون ترڅنګ د ټرانسپورټ آسانه خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې د شتو فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړی.
د غونډې په پیل کې د نړیوال بانک له خوا د اړوندې په موضوع په تړاو څیړنیز راپور، د ټرانسپورټ په برخه کې د ښځو شته ستونزو او ننګونو، په دی برخه کې د حکومت د اخستل شوو ګامونو او د تمویلوونکو هېوادونو د دریځ په اړه خبرې اترې وشوې.
ښاغلي عطايې د (IFC) د مسلکي غړو څخه د یادې غونډې د په لاره اچولو په تړاو ستاینه وکړه او د یادې ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې يې د خصوصي سکتور، پانګه اچوونو، د کړنلارو د لا ښه والي، د خپلواکو او ګډو پانګه اچوونو یا (PPP)، او په دی برخه کې يې د حکومت بشپړه پاملرنه اړینه وبلل.
د غونډې په جریان کې د نړیوالې مالي ادارې(IFC) سترې مدیرې آغلې وږمه مهمند کړوخیل، د مدني ټولنې استازیو او د کابل ښاروالۍ د ټرانسپورټ آسانه خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي او په دی برخه د حکومت د اړوندو ادارو د اخستل شوو ګامونو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې د لا ډیرو همکاریو په موخه ټولو ګډونوالو مسؤلیتونه په غاړه واخستل.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روغتیا کمېټې رئیس او د عامې روغتیا سرپرست وزیر د کابل د خصوصي روغتونونو له مسؤلینو سره ولیدل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روغتیا کمېټې رئیس ښاغلي احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د عامې روغتیا سرپرست وزیر ښاغلي وحید مجروح د کابل د خصوصي روغتونونو له مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د ملي روغتیايې جشن د په لاره اچولو په تړاو غونډه کې ګډون او ویناوې وکړې.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر وویل چې ددی جشن د په لاره اچولو موخې د هېواد د ډاکټرانو د لاسته راوړنو د ستایلو او د هېواد په روغتیايې خدمتونو او ډاکټرانو باندی د خلکو د باور رامنځته کول دي.
ښاغلي مجروح وویل چې د روغتیا په سکتور باندی د خلکو د باور د زیاتوالي او د روغتیايې کارکوونکو د هڅونې لپاره په ۱۴۰۰ لمریز کال کې لاندې پروګرامونه د رئیس جمهور د تائید وروسته په لاره اچوي.
• د روغتیا تلویزیون رامنځته کول
• روغتیايې کارکوونکو لپاره ځانګړی ورځ ټاکل
• د ابو علي سینا بلخي په نوم مډال ورکول
• د کال بهترین ډاکټر
• د کال بهترین نرس
• د کال بهترین روغتون
ښاغلي شینوزاده وویل "حکومت باید د خلکو د روغتیايې اړتیاوو د پوره کولو لپاره په خصوصي سکتور په ځانګړی توګه د روغتیا په برخه کې د پانګه اچونې لپاره لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي."
د وچې میوې او رخت سوداګرو خپلې ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان پارلماني پلاوي سره ولیدل
ښاغلي مهمند د پاکستان پارلماني پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، وویل "د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په لاره کې د شتو ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو یوه لاره هم د (اپټا) تړون په عادلانه ډول تطبیق دی. د سوداګریزو اړیکو پراختیا او کلکوالې نه یواځې دا چې د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ او ټرانزيت مثتبې اغیزې لري بلکه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ثبات سبب هم ګرځي."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو د اتحاديې له خوا د نوموړي د قدر وړ هڅو په پار وستایل شو
د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار ته د خصوصي سکتور د لوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او د پانګه اچوونکو د ملاتړ په برخه کې د نوموړي د قدر وړ هڅې هغه ته د ستایلنلیک په ورکولو سره وستایلې.
د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې غړو ښاغلی توکل احمدیار د خصوصي سکتور ملاتړی وباله او په ځانګړی توګه د سوداګریزو او پانګه ایزو چارو د لا پراختیا په برخه کې يې د نوموړي کوټلي ګامونه د قدر وړ وبلل.
د افغانستان د سوداګرو او پانګه اچوونکو اتحاديې د مشرتابه پلاوي غړیو هر یو ډاکټر هادي فرهنګ او نجیب الله عمبر د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ته په ستاینلیک ورکولو نوموړی ونازاوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د هندوستان لپاره د افغان سفیر او سوداګریز پلاوي سره ولیدل
ښاغلي احمدیار ښاغلي ماموندزي ته د هندوستان لپاره د افغان سفیر په توګه د هغه د ګمارنې مبارکي وویله او د هندوستان سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.