د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اچکزي او عصمت الله وردګ، د اتاق د څارنې پلاوي غړي ښاغلي محمد ناصر صمیم او د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د هېواد زړو اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو او د زړو اوسپنو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
د هېواد زړو اوسپنو ویلی کوونکو فابریکو څښتنانو په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله، د کورنیو تولیداتو په برخه کې شتو ستونزو، د خامو موادو د کمښت او خپلو تولیداتو ته د بازار د نشتوالي په اړه خبرې وکړې. دوی د سپین بولدک په بندر کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ زره ټنو پورې د زړو اوسپنو شتون تاییدوي او په مناسب قیمت يې د پیرلو خبره کوي.د زړو اوسپنو سوداګرو وویل چې دوی په زرګونه ټنه زړې اوسپنې پیرلي او په ډیره پراخه پیمانه يې استعمال شوې پرزې د ګمرکي محصول وروسته، واردې کړي دي، او د هېواد څخه بهر ته د صادرولو لپاره تیاري دي، خو د افغانستان اسلامي امارت اړونده مسؤلین اجازه نه ورکوي، چې یادې زړې اوسپنې د هېواد څخه دباندی صادرې کړي، دوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه وغوښتل چې په یاده برخه کې، د شتو ستونزو د له منځه وړلو په موخه، له دوی سره خپله همکاري ونه سپموي.
دوی وړاندیز وکړ چې د هیواد اوسپنې ویلی کولو فابریکو لخوا د اړتیا وړ اوسپنې اندازه په مناسبه بیه وپیرل شي او د دولت لخوا د نورو زړو اوسپنو د صادرولو اجازه ورکړل شي.
ښاغلي مهمند او د مشرتابه نورو درنو غړیو د یادو سوداګرو ستونزو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه، او د زړو اوسپنو لپاره د مناسبې بیې، د فابریکو لپاره د اړتیا وړ مواد، او د نورو زړو اوسپنو او کارول شوو پروز له تفکیک وروسته به اتاق هم خپل وروستي وړاندیزونه د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د اسلامي امارت نورو اړونده ادارو سره شریک کړي.
ښاغلي مهمند د اسلامي امارت د دغې کړنې ستایلو ترڅنګ، یاده کړنه د خصوصي سکتور او هېواد په اقتصادي وړتیا کې یو نیک ګام وباله.
په دغه ناسته کې، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر کې ترسره شوه، د نوموړي اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي مختلفو څانګو آمرینو او د سوداګرۍ او صنعت وزارت مختلفو برخو مسؤلینو هم ګډون درلود.
په دې ناسته کې، په ټولو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ملي هویت په توګه د افغانیو څخه د ګټې اخیستنې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو او د مالي او بانکي تګلارې د پلي کولو په موخه، د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د افغانستان بانک، د مالیې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د استازو په ګډون د تخنیکي کمېټې جوړولو په اړه خبرې وشوې او په دی اړه د ناستې ګډونوالو هم خپل نظرونه څرګند کړل.
په پیل کې، ښاغلي مهمند له ایراني پلاوي سره د لیدنې او په دې ناسته کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې، د ایراني پلاوي غړو وړاندیز وکړ چې ایران دې د افغان سوداګرو د اړتیا وړ تېل د یوه تصفیه کوونکي شرکت له لارې برابر او تړون وکړي. هغه د هېواد د نفتو له سوداګرو وغوښتل چې په دې اړه خپل مشخص نظریات او وړاندیزونه مطرح کړي، څو د نظریاتو له راټولولو او یووالي وروسته د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر سره په راتلونکې ناسته کې له ایران سره د نفتو د تړون په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي مهمند د دغه کنفرانس جوړېدل د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه: د چاپېریال ساتنه چې د بېلابېلو لاملونو له امله زیانمنه شوې ده، په ځانګړې توګه په کابل کې چې شاوخوا شپږ میلیونه وګړي پکې ژوند کوي.